رپوټونه: ۲۱ نور افغان سیکان هند ته لېږدول شوي

سیکان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت

هندي رسنیو رپوټ ورکړی، چې ۲۱ تنه نور افغان سيکان او هندوان پرون هند ته لېږدول شوي دي. دا ډله سیکان له کابله په الوتکه کې له ویزې او پاسپورټ پرته هند ته لېږدول شوي دي.

هند ته دغه افغان سکان وروسته له هغه لېږدول کېږي چې د غبرګولي پر ۲۸ د کابل په پروان کارته سیمه کې د سیکانو پر یوه عبادتځای برید وشو.

طالبانو ویلي و، چې په هغه برید کې یو سیک عبادت کوونکی وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان شوي وو.

د هغه برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

له هغه برید وروسته هند اعلان کړی و، چې د بېړنۍ ویزې دیوه پروګرام له مخې به سل تنه سیکان هند ته ولېږدوي.

هندي چارواکو هغه مهال ویلي و، چې دې کسانو ته به انلاین ویزې ورکوي.

حمله به عبادتگاه سیک‌ها در کابل

د عکس سرچینه، MOI

د عکس تشریح، د غبرګولي پر ۲۸ د کابل په پروان کارته سیمه کې د سیکانو پر یوه عبادتځای برید وشو.

کابل کې پر سیکانو وړاندې هم بریدونه شوي. د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵مه هم کابل کې د سیکانو پر ګورودواره برید کې د هندي وګړو په ګډون لږترلږه ۲۷ کسان ووژل شول.

هند وايي په ۲۰۲۰ کې د هندوانو او سیکانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته رسېده، چې تېر کال واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورو افغانانو په څېر د سیکانو او هندوانو کورنۍ هم له هېواده وتلو ته اړ ایستل شوې.

هند په ورته مهال دا هم ویلي و چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ هندوان او سیکان اوسېږي، چې په وینا یې هلته په "ډېر کم شمېر کې هندوان او سیکان لږکي له سختو ګواښونو سره مخامخ دي".