کابل کې د سیکانو پر ګرودواره د برید مسوولیت داعش ومانه

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د اسلامي دولت (داعش) په نامه وسله والې ډلې په کابل کې د سېکانو پر یوه ګورودواره یا عبادتځي د پروني وسله وال برید مسولیت منلی دی.

دې ډلې ویلي، چې دا برید یې د یو شمېر هندي سیاستوالو لخوا د اسلام د پیغمبر پر ضد د کړو څرګندونو په غچ کې کړی دی.

اسلامي دولت ډلې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د طالبانو امنیتي کسانو او په عبادتځي کې سېکانو او هندوانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

د مرګژوبلې په اړه د دې ډلې ادعا تایید شوې نه ده او مخکې په رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې اوس تر دوو-سوو کم سېکان پاتې دي او ډېرو یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له دغه هېواده په وتلو کې ورسره مرسته وکړي.

له دې سره هندي رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې تر دغه برید وروسته یې تر سلو تنو د ډېرو افغان اهل هنودو انلاین یا برېښنايي ویزې ته لومړیتوب ورکړی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د کابل د برید غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي‌ و چې دې پېښې ټکان ورکړی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

طالبانو ویلي د تېرې ورځې برید کې یو سیک او د طالبانو یو امنیتي کس وژل شوي او ۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د پېښې په ځای کې د یوه مسوول کس ګورنام سینګ له قوله ویلي و چې د لومړۍ چاودنې پر مهال په معبد کې دننه نژدې ۳۰ کسان په عبادت بوخت وو.

نوموړي وویل: ''نه پوهېږو څومره کسان ژوندي او څو کسان وژل شوي دي. طالبان موږ ته د ننه تلو اجازه نه راکوي. نه پوهېږو څه وکړو. ''

د وسله والو او ټپيانو د پېژندګلوۍ په هکله څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي بریدګرو وروسته له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې د موټر بم برید هڅه کوله، خو هدف ته له رسېدو مخکې چاودیدلي دي.

د ویډیو تشریح، کابل کې د سیکانو پر معبد برید

له دې مخکې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د کابل یوه بله سیمه شوربازا کې هم د سیکانو پر یوه معبد خونړی برید شوی و. اسلامي دولت نومې ډلې د هغه برید مسوولیت منلی و.

د سیکانو د ټولنې مشران وايي، اوس په افغانستان کې یوازې ۱۴۰ سیکان پاتې دي چې دا شمېر په ۱۹۷۰مه لسیزه کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ و.

هند چې تر ډېره یې وګړي سیکان دي، ویلي د وروستي برید خبرونو "ژور اندېښمن" کړی دی.

غبرګونونه

دې برید ته په تازه غبرګونونو کې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې پر ولسي وګړو بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي. یوناما په افغانستان کې د سیکانو، هزاره وو او صوفیانو په ګډون د ټولو لګیو د ساتلو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، د افغانستان پارلمان کې د سیکانو پخوانۍ استازې انارکلي هنریار ننني برید ته په غبرګون کې ویلي، "افغان هندوان او سیکان ددې هېواد اصلي استوګن دي. ځینو هېوادوالو ویلي چې د کابل او هند د نویو اړیکو پخاطر پر هندوانو او سیکانو برید شوی، زه افغانه یم، موږ افغانان یو او ان له وېزې پرته یا د وېزې له ختمېدو وروسته موږ هند کې ‌د پاتې کېدو اجازه نه لرو.‌ ولې بیا هم پر موږ د هند ټاپه لګول کېږي".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کابل کې د سیکانو پر معبد برید ترهګریز عمل بللی او عاملین یې د افغانستان او افغانانو د سولې او ثبات دوښمنان بللي دي.

ښاغلي کرزي پر ټویټر یوه پیغام کې د خلکو پر یوموټی کېدو او د تلپاتې سولې او ټیکاو راتلو لپاره د ټولشموله خبرو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.

عبدالکریم خرم هم پر ټویټر لیکلي، دا برید داسې مهال شوی، چې د طالبانو سرپرست حکومت ځینو مشرانو له هندي رسنیو سره مرکې وکړې او د کابل او ډیلي ترمنځ اړیکې مخ پر ښه کېدو شوې وې.

د هند یوه حکومتي ویاند هم رسنیو ته د ننني برید په اړه ویلي، دې برید دوی سخت اندېښمن کړي او وضعیت له نژدې څاري او د نورو مالوماتو ترلاسه کولو په لټه کې دي.

په هند کې د واکمن بي جې پي ګوند یوه مشر ډاکټر سوبرامانیان سوامي هم پر ټویټر لیکلي، "ولې افغانستان کې بې زړه اسلامي دولت (داعش) ډله زموږ سیکان وژني؟ هند باید کابل کې ۲۰۰۰۰ ځواکونه ځای پرځای کړي. د مودي حکومت باید د خپلو خلکو د ساتنې لپاره پر بدیله حل لاره غور وکړي".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4