BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • امریکا - ایران

    ژوندۍ پاڼه, د هرمز تنګي پر سر جګړه سخته شوه؛ امریکا پر ایران د بریدونو نوې څپه پیل کړه

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو نن د ایران پر وخت د ماسپښین له یوې نیمې بجې راهیسې په ایران کې پر ځینو هدفونو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده. سېنټکام وايي، د دغو بریدونو موخه د ایران د هغو پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي چې د امریکا په وینا، په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو لپاره کارول کېږي. سپاه پاسداران ویلي، که د امریکا بریدونه دوام وکړي، ښايي تهران اړ شي چې د امریکا او د هغې د متحدانو پر لور د تېلو او ګازو د صادراتو پر نورو لارو هم د خپلو بریدونو لړۍ پراخه کړي.

  • امو نهګان

    امو نهنګان د شپږیزه کرېکټ لیګ یوولسم پړاو اتلولي وګټله

    د سپين‌غر په پاڼۍ کې د دې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۹ اوور کې په ۱۶۶ منډو وسوځېدل او امو نهنګان ته یې ۱۶۷ منډې هدف ټاکلی و چې امو په ۱۶ اوور کې ورته پوره کړ او له دغه بري سره یې اتلولي خپله کړه.

  • A supporter of Turkish President Recep Tayyip Erdogan waves a flag against an electronic billboard during a rally in Kizilay Square on July 18, 2016 in Ankara, Turkey.

    پر ترکیې د اردوغان واکمني: د یوې کودتا هڅه چې یو هېواد یې بدل کړ

    په کوڅو کې د ډزو غږونه، د ټانکونو خوځښت، د حکومتي ودانیو پر سر په ټیټه ارتفاع کې الوتونکي جنګي الوتکې او پر پارلمان برید، دا ټولې صحنې په ژوندۍ بڼه له تلویزیونه خپرېدې. ان د داسې یوه هېواد لپاره چې درې پوځي کودتاوې او دوه نورې پوځي لاسوهنې یې تجربه کړې وې، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۵مه شپه بې‌سارې وه.

  • فوټبال

    د فوټبال نړیوال جام: ولې د ارجنتاین او انګلنډ سیالي ډېره جدي ده؟

    د فوټبال نړیوال جام د پایلوبې وروستۍ لوبډله به نن شپه له هغه وروسته څرګنده شي چې د ارجنتاین او انګلنډ تر منځ دویمه نیمه پایلوبه وشي. تېره شپه اسپانیا فرانسې ته په دوه صفر ماتې ورکړه او له ۱۶ کلونو وروسته په لومړي ځل پایلوبې ته ورسېده. د نن شپې په لوبه کې ارجنټاین، چې د تېر نړیوال جام اتله ده، له انګلنډ سره مخامخېږي.

  • فرانسه

    د فوټبال نړیوال جام: اسپانیا د فرانسې په ماتولو سره پایلوبې ته ووته

    د اسپانیا فوټبال ملي لوبډلې د امریکا متحدو ایالتونو په دالاس لوبغالي کې د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام په نیمه‌پایلوبه کې فرانسې ته دوه – صفر ماته ورکړه او لومړۍ لوبډله شوه چې د دغه جام پایلوبې ته یې لار وموده.‌ اسپانیا لپاره لومړی ګول مایکل اویارزابال په ۲۲مه دقېقه کې د پېنلتۍ پر شوټ ګول وواهه او دغه تفاوت د لومړۍ نیمايي تر وروستیو دوام وکړ.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • EYE
  • TAKHAR
  • کرېکټ
  • ټېلر کلټر
  • teapot
  • صنعا
  • تایلنډ اورلګېدنه
  • نړیوال جام
  • برید
  • ۵۹ کلنۍ کې د کانکور په ازموینه کې بریالی شو

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • Afghanistan

    ګرم چای که سوړ څښاک؛ ګرمۍ کې د تندې ماتولو لپاره کوم یو غوره دی؟

    په اوړي کې د ګرمۍ کمولو او د تندې د ماتولو لپاره تر ټولو ښه لاره څه ده؟ ګرم چای وڅښو که یخ څښاکونه؟ کېدای شي په ګرمه هوا کې د ګرم چای څښل عجیبه نظر ښکاره شي، خو ځینې معلومات ښيي چې دا کار له بدن سره د لوړې تودوخې په زغملو کې مرسته کوي. ګرم څښاک د وینې رګونه پراخوي او له همدې امله د بدن د تودوخې په کمولو کې مرسته کوي.

  • کرېکټ لوبډله

    د کرېکټ نړیوالې شورا د افغان کډوالو ښځينه کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام وغځاوه

    د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي‌) په خپله کلنۍ غونډې کې پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو ښځینه کرېکټرانو مالي‌ او تخنیکي ملاتړ ته به دوام ورکوي. دا غونډه تېره اوونۍ د سکاټلنډ پلازمېنه اېډېنبرا کې جوړه شوې وه. د بي‌بي‌سي سپورت څانګې لا مخکې د سرچینو په حواله ویلي وو چې د ای‌سي‌سي‌ غونډه کې به د دغه پرواګرام د غځېدو پرېکړه وشي.

  • اسلام اباد کې د غونډې ګډونوال

    د طالبانو حکومت: پاکستان کې د ښځو پر وضعیت د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته نه دي‌ ورغلي

    د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په پاکستان کې خپله نهمه نوبتي غونډه وکړه. دا ناسته د ښځو وضعیت ته ځانګړې شوې وه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، دې غونډې ته "بلل شوي" دي، خو له دوی څوک نه دي ورغلي. د دغې غونډې موخه په اسلامي نړۍ کې د ښځو د حقونو پیاوړتیا، زدکړه، روغتیا او اقتصادي مشارکت ته وده ورکول بلل شوي. افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي " موږ ته بلنه راکړل شوې وه خو غوره وګڼل شوه چې دې ناستې ته کوم استازی ونه لېږو."

  • د حبوباتو یو دوکان

    طالبانو حکومت له کانونو پرته د نورو ټولو کاروبارونو او افرادو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړه

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، له کانونو پرته د نورو ټولو شرکتونو او دوکانونو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړې ده. چارواکي وايي، د دې ګام موخه پر سوداګرو او خلکو د فشار کمول او د بیو را ټیټول دي. دا په تېرو کلونو کې دویم ځل دی چې د طالبانو حکومت په ځینو برخو کې مالیات کموي او یا د ځینو برخو مالیات معافوي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۲
      ولې د خولې کېدو پر وخت زموږ بدن بوی کوي؟
    2. ۷
      څنګه یوه بې کوره مېرمنه ساینسپوهه شوه؟