BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

    د طالبانو حکومت یوې سرچینې جرمني ته د "تخنیکي پلاوي" د سفر پخلی وکړ

    په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې يوې سرچينې بي بي سي ته تائید کړه چې د دوی یوه تخنیکي پلاوي جرمني ته سفر کړی دی. دې سرچينې د نوم نه ښودل په شرط ويلي، دا يوازې تخنیکي پلاوی دی او بل هېڅ ډول رول نه لري. د جرمني چارواکو بيا ويلي، د طالبانو د حکومت د پلاوي سفر افغانستان ته د لا ډېرو افغان کډوالو له ايستلو سره تړاو لري.

  • index image

    کیېف کې د مهماتو پر زېرمتون د روسیې ډرون برید کې ۳۷ کسان وژل شوي

    د اوکرایین د پلازمېنې کیېف بوچا سیمه کې د پوځ د وسلو پر یوه زېرمتون، چې استوګنیزې سیمې ته نږدې و، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) برید کې لږترلږه ۳۷ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي.‌ د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي، د جمعې (تېرې) شپې ناوخته برید په زېرمتون کې د مرمیو، ماینونو او ډرونونو د چاودېدو لامل شوی.‌

  • د افغانستان د جګړې کمېسیون

    د امریکا کانګرس "د افغانستان د جګړې کمېسیون" ماموریت یو بل کال وغځاوه

    په امریکا کې "د افغانستان د جګړې کمېسیون" د کانګرس لخوا یو بل کال لپاره د دوی د ماموریت د غځولو هرکلی کړی.‌ د دغه کمېسیون مشران وايي د ماموریت غځېدل دې لپاره "اړین اضافه وخت" ورکوي، د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې خپلواکه، هر اړخیزه او کره ارزونه بشپړه کړي.

  • د افغانستان او تاجکستان پوله

    د طالبانو حکومت د افغانستان او تاجکستان پر پوله د امنیتي تدبيرونو د کموالي خبره رد کړې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولیز امنیت سازمان (سي‌اېس‌ټي‌او) لخوا د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولو د امنیت او هلته د امنيتي تدبيرونو کموالي په اړه اندېښنې رد کړې او دا یې له "حقیقته لرې" بللې دي.

  • رویټرز

    د نیپال سېلابونو کې د مړو شویو شمېر له ۶۲۰ کسانو اوښتی

    د پولیسو په وینا د چهارشنبې ورځې د ویجاړوونکو ناڅاپي سېلابونو له امله په نیپال کې د مړو شمېر ۶۱۶ تنو ته لوړ شوی او دغه راز په تبت کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۵۵۴ نور کسان لا هم ورک دي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ګوریلا
  • کابل هوايي ډګر سره د داعش ځانمرګی برید
  • نیپال کې سېلاب
  • تازه مېوې
  • یو خوارځواکی افغان ماشوم
  • Shubham Kormewar
  • یوه روباټه ښځه په چین کې
  • غڼه او مار
  • روباټونه
  • عائشه وهاب
  • Robat
  • عائشه وهاب

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • په پیل کې رضا خان غوښتل چې د ترکیې د سیکولر مشر مصطفی کمال اتاترک په څېر د جمهوریت ولسمشر شي.

    هغه وخت چې بریتانیا او شوروي اتحاد په شپږ ورځو کې ایران لاندې کړ

    د ۱۹۴۱ کال د اګست د ۲۵مې نېټې پر سهار بریتانوي او شوروي ځواکونو له شمال او سویله ایران ته ننوتل. دا په منځني ختیځ کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال له خورا حساسو او مهمو پېښو ګڼل کېږي. ایران د دویمې نړیوالې جګړې له پیل وروسته د بې طرفۍ اعلان کړی و. د ایران د وخت پاچا رضا شاه پهلوي هڅه کوله چې دا پالیسي وساتي. خو د ۱۹۴۱ کال په دوبي کې رامنځته شویو پوځي پرمختګونو د بریتانیا او شوروي اتحاد محاسبې او لیدلوری په بنسټیز ډول بدل کړ.

  • BBC

    د بي‌بي‌سي رپوټ څنګه د یوه نابینا پلار او د هغه د کورنۍ ژوند بدل کړ؟

    بي‌بي‌سي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې د بلال خان په نامه د یوه نابینا افغان د ژوند کیسه خپره کړې وه، چې څلور ماشومان لري. هغه له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په شمال کندز ولایت کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کاوه، چې مونږ ورسرمرکه وکړه.

  • ارشیف تصویر

    پاکستان: د بدخشان په ناامنیو کې زموږ پوځیان لاس نه لري

    پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ادعا رد کړې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی دی. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو فدرالي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا ''بې بنسټه تور'' په کلکه ردوي چې پاکستاني ځواکونو په بدخشان کې له وسله‌والو مخالفو ډلو سره مرسته کړې یا یې په عملیاتو کې ورسره ګډون کړی. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې چې د طالبانو ویاند د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره هېڅ د باور وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.

  • خالد شیخ محمد

    د سپټمبر یولسمې بریدونو د 'اصلي طراح' په توګه به د تورن خالد شیخ محمد محاکمه په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي

    ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۸ کال د جون په میاشت کې خالد شیخ محمد، چې د امریکا حکومت یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو له اصلي طراحانو ګڼي، د دغو بریدونو له څه باندې ۲۵ کلونو تېرېدو سره هممهاله محاکمه شي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي