BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.
ژوندۍ پاڼه, د امریکا بریدونو اوومه پرلپسې شپه پای ته ورسېده؛ ایران وایي، په کویت، بحرین، اردن او سعودي عرب کې یې هدفونه په نښه کړي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) وايي، د ایران پر ضد د بریدونو اوومه پرلپسې شپه د تهران پر وخت د شنبې ورځې د سهار په پنځو بجو پای ته رسېدلې ده. د سینټکام په وینا، په دې بریدونو کې د ایران د څارنې مرکزونه، پوځي لوژستیکي زیربناوې، د ځمکې لاندې د وسلو زېرمتونونه او سمندري پوځي وړتیاوې په نښه شوي دي. بل لور ایران وايي، د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې په کویت، بحرین، اردن او سعودي عرب کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي.
تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د افغانستان د اوسني حکومت یوه چارواکي د ازبکستان په اړه نیوکې کړې دي.
په بلوچستان کې پرلت: چارواکي وایي، له خلکو سره خبرې کوي
د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي چې په زیارت سیمه کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو په کوټه کې د روان پرلت ګډونوالو سره خبرې بریالۍ شوې او یو لیکلی تړون هم لاسلیک شوی دی.
فوټبال نړیوال جام؛ بریالۍ لوبډلې ته به ځانګړې ګوتمۍ ورکړل شي، ولسمشر ټرمپ به هم د پایلوبې نندارې ته ورشي
د فوټبال نړیوالې شورا فیفا وايي، د یکشنبې پر ورځ به د نړیوال جام پایلوبې ګټونکو ته د اتلولۍ ځانګړې ګوتمۍ ورکړل شي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل
د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوالو بیو کې پاموړ زیاتوالي ته په کتو یې د تېلو او ګازو وارداتو لپاره د کنټرول معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړي دي.
جبري واده؛ په اېټالیا کې څنګه یوه پاکستانۍ نجلۍ خپل مور او پلار ووژله؟
د ثمن عباس په نوم یوه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په خټه پاکستانۍ وه او په اېټالیا کې اوسېده، خپلې کورنۍ په ۲۰۲۱ کې ووژله. لامل یې دا و چې د کورنۍ په خوښه یې په پاکستان کې له یوه هلک سره له واده انکار کړی و.
بریتانیا: هر کال له افغانانو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوو
د بریتانیا پارلمان وايي له افغانانو سره یې خپله دوامداره ژمنتیا یوځل بیا تازه کړې او پرېکړه شوې چې په راتلونکو درېیو کولنو کې به هر کال د افغانستان له خلکو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوي.
په انګلنډ کې به له اپريل میاشتې تر ۱۶ کلنۍ د کم عمره ماشومانو لپاره پر انرژۍ څښاکونو بندیز ولګول شي
چارواکي وايي، له راتلونکې اپريل میاشتې به په انګلنډ کې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د لوړې کچې کافین لرونکو انرژۍ څښاکونو اخیستل ممنوع وي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۸ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































