BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د هرمز تنګي په هکله د خبرو لپاره عمانی پلاوی تهران ته رسېدلی؛ سعودي عربستان په الحدیده کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړل
یو عمانی پلاوی د هرمز تنګي د وضعیت او د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره د یوې مناسبې تګلارې د موندلو په موخه له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره تهران ته رسېدلی دی. په داسې حال کې چې عمان د سیمې د کړکېچونو د کمولو لپاره خپلو منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي، سعودي عربستان د یمن د الحدیده ولایت کې د حوثیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
د بدخشان زیباک کې نښتې؛ د طالبانو حکومت: "یاغیان چترال ته تښتېدلي" خو د ازادۍ جبهه وايي جګړه روانه ده
په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ کې، د بدخشان ولایت او خیبر پښتونخوا د چترال ترمنځ سرحدي سیمه کې د وسله والو مخالفو ډلو سره په نښته کې پنځه مخالف غړي وژل شوي دي. په بدخشان کې د طالبانو د پوځ د "عمر ثالث" فرقې مطبوعاتي دفتر، د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې نښته تایید کړې ده.
د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغانانو د منلو د پروګرام لغوه کول رد کړل
د جرمني اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د ټولو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په یوار لغوه کړي. محکمې حکم کړی، چې هره دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او د هر شخص په اړه باید بېل تصمیم ونیول شي.
افغانستان ايرلنډ ته لوبډله اعلان کړه؛ نبي او مجيب ته ولې ځای نه دی ورکړل شوی؟
د افغانستان کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. دا ځل سیالۍ د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ ترسره کېږي، چې یوازې څو ورځې مخکې دغه مسؤلیت ورکړل شو.
د طالبانو حکومت د سعودي عربستان د تېلو پر کښتیو د حوثیانو برید غندلی دی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ د حوثیانو لخوا د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې د سعودي د تېلو په بېړیو برید غندلی دی. عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه په عربي ژبه لیکلي، "د نړیوالو سمندري لارو امنیت ډاډمنولو، د تګ راتګ ازادۍ خوندیتوب، د امنیت او د نړیوالې سوداګرۍ اسانه بهیر ساتلو د ملاتړ په برخه کې خپل "ټینګ" دریځ بیا تکراروي، چې پر دې لارو دې د هر ډول ګواښ یا ګډوډۍ مخه ونیول شي."
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې ایران د هرمز تنګي پر سر دومره لوی خطر مني؟
ایران او امریکا د هرمز د ستراتیژیک تنګي د کنټرول پر سر پرله پسې پر یو بل بریدونه وکړل، داسې ښکاري، چې د ایران مشران اوس له درېیو شونو غوراویو سره مخامخ دي، خو هېڅ یوه لاره د بریا ښکارندویي نه کوي. لومړی غوراوی دا دی، چې ایران د واشنګټن ډېرې غوښتنې ومني؛ یعنې د سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونه ودروي او د هرمز تنګي له لارې د ټولو کښتیو د خوندي او ازاد تګ راتګ تضمین کړي، د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زېرمې بندې کړي او یا یې کچه راکمه کړي، او همدارنګه د نړۍ د اټومي څار ادارې پراخو او سختو پلټنو ته غاړه کېږدي.
د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې
د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.
کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان برید: "باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي"
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امېد» مرکز د پاکستان هوايي برید له نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه وه. د دغه سازمان په خبره د پاکستان دغه برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه بنسټ په تازه راپور کې ویلي، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده. دغه سازمان ټینګار کوي چې په یاد برید کې سلګونه ملکي کسان ووژل شول.
کرېکټ: رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته یې رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر ټاکلی دی. کرېکټ بورډ وايي، ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرېکټ او لوبډلمشرۍ او ترڅنګ یې د لوبډلې له چاپېریال او جوړښت سره ځانګړې تجربه لري چې له خپلې تجربې به نوموړی ښه ثابت شي او د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه به افغانستان ته ځانګړې او سترې بریاوې ورپه برخه کړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۴ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۴ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۴ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































