BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د برېښنا کمښت لاملونه څه دي؟
افغانستان کې د هوا له تودېدو سره د برېښنا پرچاوۍ بې سارې ډېره شوې او د کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري. د تېلو د بیې په لوړېدو سره دا شکایتونه لا پراخ او د برېښنا د کمي له امله خلک او صنعتکاران له ستونزو سره مخامخ دي. په ځانګړې توګه د افغانستان په تر ټولو ګڼ مېشتي ښار کابل کې دا شکایتونه ډېر دي.
ژوندۍ پاڼه, اردن د عقبه هوايي ډګر او بندر د تخلیې په اړه د امریکا د سفارت خبر رد کړ
وروسته له هغه چې په اومان کې د امریکا سفارت د ''یو مشخص او باوري ګواښ'' له امله د عقبه ساحلي ښار د هوايي ډګر او بندر د تخلیې خبر ورکړ، د اردن چارواکو د داسې یو امر صادرېدل رد کړل. په هغه خبرتیا کې چې لا هم د امریکا د سفارت پر وېبپاڼه خپره ده، د یاد شوي ګواښ د ماهیت په اړه کوم جزئیات نه دي ورکړل شوي. خو دا خبرتیا په داسې حال کې خپره شوې چې ایران د امریکا سره د متقابلو بریدونو په لړ کې په اردن کې هم ځینې هدفونه په نښه کړي وو. د راپورونو له مخې، په هغو بریدونو کې دوه امریکايي سرتېري هم وژل شوي وو.
د روسیې او اوکرایین جګړه: پر کیېف "تر ټولو لوی او پراخ بالسټیکي برید" شوی
روسیې د اوکرایین پر پلازمېنې کیېف د بالسټیک توغندیو او ډرونونو په وسیله پراخ بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا د روسیې د یرغل له پیل راهیسې پر کیېف «تر ټولو لوی بالسټیکي برید» بللی دی. د اوکرایین چارواکو په وینا، د شپې لخوا د کیېف او د دې ښار د شاوخوا سیمو ځینې برخې په نښه شوې دي.
هغه ځواک چې ښايي د نړیوال جام پایلوبه کې اسپانیا پر ارجنټاین برلاسې کړي
(دا د سیزار ازپیلیکویتا لیکنه ده، چې د اسپانیا فوټبال ملي لوبډلې پخوانی غړی و او اوس د بي بي سي سپورټ څانګې لپاره کالمونه لیکي.) د پایلوبې شېبې را رسېدلې، اسپانیا اوس د نړیوال جام له دویمې اتلولۍ یوازې یو ګام لرې ده. د نړیوال جام ګټلو لپاره موږ کوم فوقالعاده کار ته اړتیا نه لرو. یوازې باید ارام واوسو او هماغسې لوبه وکړو لکه تر اوسه مو چې کړې ده.
د ځمکې په څېر یوه لرې سیاره کې د مېشتېدو لپاره ځینې نښې موندل شوې
څېړونکو د لومړي ځل لپاره د یوې ډبرینې او د ځمکې په څېر سیارې شاوخوا فضا موندلې. د څېړنې ډلې ویلي، دا موندنه تر اوسه تر ټولو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې ښايي زموږ له لمریز نظامه بهر هم د ځمکې په څېر د ژوند لپاره مناسبې نړۍ موجودې وي. هغه ګاز چې په دې فضا کې موندل شوی، هېلیم دی.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.
تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د افغانستان د اوسني حکومت یوه چارواکي د ازبکستان په اړه نیوکې کړې دي.
د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل
د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوالو بیو کې پاموړ زیاتوالي ته په کتو یې د تېلو او ګازو وارداتو لپاره د کنټرول معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړي دي.
جبري واده؛ په اېټالیا کې څنګه یوه پاکستانۍ نجلۍ خپل مور او پلار ووژله؟
د ثمن عباس په نوم یوه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په خټه پاکستانۍ وه او په اېټالیا کې اوسېده، خپلې کورنۍ په ۲۰۲۱ کې ووژله. لامل یې دا و چې د کورنۍ په خوښه یې په پاکستان کې له یوه هلک سره له واده انکار کړی و.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۹ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۹ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































