د تهران ناستې پیغام؛ "د ایران، پاکستان، سعودي او ترکیې لا ډېره همکاري"
د تهران ناستې پیغام؛ "د ایران، پاکستان، سعودي او ترکیې لا ډېره همکاري"
د خپرېدو وخت
په تهران کې د مکې تړون د درو غړو هېوادونو ایران، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ګډه غونډه پای ته رسېدلې.
سعودي عربستان "د کړکېچ د لا زیاتېدو مخنیوی او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره لار هوارول" د دې ناستې موخې یادې کړې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، "زه باوري یم چې که خپل اختلافونه اداره کړو او د اختلافي مسئلو پر ځای پر ګډو ګټو او مشترکاتو تمرکز وکړو نو د سیمې ستونزې په اسانۍ او ګټوره توګه حلولی شو".
دا غونډه د تهران په سعداباد کې وشوه چې د ښاغلي پزشکیان ترڅنګ د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر، د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین ګډون کړی و.



