خوست کې د نېزهوهنې دودیزې سیالۍ؛ د غزني لوبډله اتله شوه
خوست کې د نېزهوهنې دودیزې سیالۍ؛ د غزني لوبډله اتله شوه
د خپرېدو وخت
په خوست کې د نېزهوهنې (نېزهبازۍ) درې ورځنۍ دودیزې سیالۍ د غزنې لوبډلې له اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې، چې د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ ترسره شوې، د شپږو ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او میدان وردګو لوبډلو برخه اخیستې وه.
مسوولین وايي، د دغو سیالیو اساسي موخه د نیزهوهنې د دود ژوندي ساتل، د دغه ورزشي میراث پراختیا او د ولایتونو د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا ده.
سپرلو (نېزهبازي) له ورزش ورهاخوا د افغانستان د تاریخ او کلتور مهمه برخه ګڼل کېږي.
دا لوبه په شاوخوا ۴۲ هېوادونو کې دود شوې ده.



