د تایلنډ ملکه جنګي جټ الوتکه الوځوي

د ویډیو تشریح، د تایلنډ ملکه جنګي جټ الوتکه الوځوي
د تایلنډ ملکه جنګي جټ الوتکه الوځوي
د خپرېدو وخت

د تايلنډ شاهي ماڼۍ ویلي چې ملکې سوتیدا په لومړي ځل په یوازې سر یوه جنګي جټ الوتکه الوځولې ده.

هغې دا الوتنه داسې حال کې کوله چې پاچا ماها واجیرالونګکورن یې نندارې ته ناست و.

د تایلنډ د شاهي دربار اداره وايي، ملکه سوتیدا له ۲۰۱۰ کال راهیسې په بېلابېلو الوتکو کې د ۱۱۸۸ ساعته الوتنو تجربه لري.

هغه د ځینو رسمي بهرنیو سفرونو پر مهال د پاچا د لېږدونکو الوتکو د مرستیالې پیلوټې دنده هم پر مخ وړې ده.