د ناوې ورور زومانو ته د "۱۰ میلیونه" روپيو امېلونه جوړ کړي
د ناوې ورور زومانو ته د "۱۰ میلیونه" روپيو امېلونه جوړ کړي
د خپرېدو وخت
په هند کې د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو برعکس، د نجلۍ کورنۍ زوم ته باید ولور او جهېز ورکړي چې نغدې روپۍ او بېلابېل توکي پکې شامل وي. تازه د اوترپردېش ایالت په یوه سیمه کې د ناوې ورور خپلو دوو اوښو ته داسې امېلونه جوړ کړي چې د ادعا له مخې، هر یو یې ۱۰ میلیونه هندۍ کلدارې بیه لري.



