د امریکا لومړنی مسلمان سناتور عبدل السید څوک دی؟

د ویډیو تشریح، د امریکا لومړنی مسلمان سناتور عبدل السید څوک دی؟
د امریکا لومړنی مسلمان سناتور عبدل السید څوک دی؟
د خپرېدو وخت

د میشیګن ایالت د ډیموکرات ګوند د مشرانو جرګې نوماند عبدل السید، له منځمهاله ټاکنو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د لومړني مسلمان سناتور په توګه وټاکل شو.

السید، چې د عامې روغتیا پخوانی چارواکی دی او په امریکا کې د مصري مور او پلار په کورنۍ کې زېږېدلی، په میشیګن ایالت کې یې د بریا اعلان کړی او جمهوريپال نوماند مایک راجرز یې مات کړی دی.

راجرز، چې د کانګرس پخوانی غړی او د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) پخوانی اجنټ دی، په داسې حال کې ټاکنیزې سیالۍ ته داخل شوی و چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پیاوړي ملاتړه برخمن و.