د
پنسلوانیا ایالت جان فېټرمن یوازینی ډیموکراټ سناتور و چې د دې مسودې پر ضد یې
رایه ورکړه، په داسې حال کې چې د مېن ایالت سوزان کولینز او د کینټکي ایالت رنډ
پال، چې دواړه جمهوري غوښتونکي دي، د پرېکړې په ملاتړ رایه ورکړه.
د سوزان
کولینز رایه د پام وړ بلل شوې، ځکه دا لومړی ځل و چې هغې د دې قانوني مسودې ملاتړ
وکړ. هغې پر اېکس (X) ولیکل: "لکه څنګه چې مې د ایران د شخړې
له پیل راهیسې ویلي، د ولسمشر واک د وسلهوالو ځواکونو د اعلی قومندان په توګه
مطلق نه دی."
هغې زیاته
کړه: "اساسي قانون کانګرس ته د جګړې او سولې اړوند پرېکړو کې اساسي رول
ورکوي، او د جګړې صلاحیتونو قانون د ۶۰ ورځو
یوه روښانه موده ټاکي څو په بهرنیو شخړو کې د امریکا د مداخلې تصویب یا پای ته
رسېدل وټاکل شي. دا موده یوازې سپارښتنه نه ده، بلکې یو اساسي شرط دی."
سوزان کولینز ټینګار وکړ چې "د ایران پر
ضد هر ډول اضافي پوځي اقدام باید روښانه ماموریت، د لاسته راوړلو وړ هدفونه او د
جګړې د پای ته رسولو څرګنده ستراتیژي ولري. ما تر هغې وخته د دغو پوځي عملیاتو د
پای ته رسولو په ملاتړ رایه ورکړې، څو داسې وضاحت وړاندې شي."
وروستی, پر اوربند سربېره اسرائیلو د لبنان سوېل کې خونړي بریدونه کړي
د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان د
عامې روغتیا وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د لبنان په جنوب کې لږ تر لږه
نهه کسان وژل شوي، چې دوه پکې ماشومان
هم دي. په
ورته وخت کې د اوربند له اعلان سره سره، چې اوس یې دویمه اونۍ
روانه ده، لا هم د اسرائيلو بریدونه دوام
لري.
د وزارت
په وینا، په دې بریدونو کې ۲۳ کسان
ټپیان شوي، چې په هغوی کې اته ماشومان او اوه ښځې هم دي.
له بلې
خوا، حزبالله ویلي چې د اسرائیلي
ځواکونو پر ضد یې په جنوب کې بریدونه کړي، چې پکې د بنت جبیل په ولسوالۍ کې پر
عسکرو د ډرون برید هم شامل و.
دا نښتې
په داسې وخت کې روانې دي چې اسرائیل
په لبنان کې خپل پوځي عملیات روان
ساتلي، سره له دې چې د اپرېل په ۱۶مه
اوربند اعلان شوی و، وروسته له هغه چې د لبنان او اسرائیلو سفیرانو په واشنګټن کې مستقیمې خبرې کړې وې.
د لبنان
ولسمشر جوزف عون د هغه څه په اړه نیوکه کړې چې هغه یې "د اوربند پرلهپسې
سرغړونې" بللې دي او ویلي یې دي چې بریدونه، د کورونو نړول او د عبادتځایونو
ویجاړول لا هم دوام لري "سره له دې چې اوربند نافذ دی".
هغه
زیاته کړه: "پر اسرائیلو
باید فشار راوړل شي چې نړیوال قوانین او
کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملکي وګړو،
امبولانس کارکوونکو، مدني دفاع او بشري مرستو سازمانونو په نښه کول بند کړي."
د
پنجشنبې په ورځ اسرائیلي پوځ د لبنان په
جنوب کې د ۱۵ کلیو د تخلیې خبرداری هم ورکړ. دا کلي تر ډېره د اسرائیلو
له لوري د اعلان شوې "ژېړې کرښې" له سیمو بهر وو؛ هغه سیمې چې پر پوله شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده او وایي هلته د ګواښونو پر ضد
عملیات کوي.
اسرائیل وایي دا اقدامات د هغه څه په غبرګون کې دي چې دوی یې
د حزبالله له خوا د اوربند د تړون سرغړونې بولي. حزبالله په رسمي ډول د اوربند
په تړون کې نه و شامل، خو ویلي یې وو که اسرائیل هم ورته درناوی وکړي، دوی به یې مراعات کړي.
وروستی, د "صمود کاروان" بېړیو درول؛ اسپانیا اسرائیل له "بیا له نړیوال قانون په سرغړونه" تورن کړ
د عکس سرچینه، Reuters
د اسپانیا لومړي وزیر پېډرو سانچیز د پنجشنبې په ورځ اسرائیل تورن کړ
چې "بیا یې له نړیوال قانون سرغړونه کړې". دا وروسته له هغه دي چې
د یونان ساحل ته نژدې یې د "نړیوال مقاومت بېړۍ کاروان" شاوخوا ۲۰ کښتۍ ونیولې او
نژدې ۱۷۵ د فلسطین پلوي فعالان یې ونیول، چې په هغوی کې اسپانویان هم وو.
سانچیز پر اېکس ولیکل:
"اسرئیل بیاځلي نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي، ځکه چې په هغه اوبو کې یې پر
یوه ملکي بېړۍ برید کړی چې د هغوی پورې اړه نه لري." هغه له اروپايي ټولنې
وغوښتل چې "سملاسي د همکارۍ تړون وځنډوي او د اسرائیلو له لومړي
وزیر بنیامین نتنیاهو وغواړي چې د سمندري قانون درناوی وکړي."
تر دې مخکې د اسپانیا د بهرنیو چارو
وزارت د اسرائیلي پوځ هغه اقدام په سختو ټکو غندلی و چې د یونان د کریټ ټاپو په څنډو کې
ترسره شوی و او ویلي یې و چې په دې کاروان کې اسپانوي اتباع هم موجود وو.
اسرائیلي چارواکو مخکې ویلي وو چې هغه ۱۷۵ فعالان چې دوی نیولي (د تنظیموونکو په وینا ۲۱۱ تنه)، د شاوخوا
شلو کښتیو له منځه نیول شوي او وروسته به یونان ته ولېږدول شي. دا کاروان له ۵۰ زیاتو کښتیو جوړ و چې په وروستیو اونیو کې له مارسیل (فرانسه)،
بارسلونا (اسپانیا) او سیراکوزا (ایټالیا) روان شوی و.
وروستی, متحده عربي اماراتو پر خپلو وګړو ایران، لبنان او عراق ته د سفر بندیز ولګاوه
د عکس سرچینه، Getty Images
متحده عربي اماراتو "په
سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په رڼا کې" خپلو اتباعو ته د ایران، لبنان او عراق د
سفر کولو بندیز لګولی دی.
پر ایکس یوه
بیان کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې چې
له دغو هېوادونو څخه ژر تر ژره بېرته ستانه شي.
وروستی, له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه؛ د فیفا مشر نړیوال جام کې د ایران پر ګډون ټینګار وکړ
د عکس سرچینه، FIFA/FIFA via Getty Images
د فیفا مشر ټینګار کړی چې ایران به د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې ګډون وکړي
او سیالۍ به یې د پلان له مخې په امریکا کې ترسره شي.
هغه دا
څرګندونې په داسې حال کې کړې چې مهدي تاج او ورسره پلاوی یې، چې کاناډا ته روان
وو، دې هېواد ته له ننوتو پرته بېرته له هوايي ډګره استانبول ته ستانه شول او د
فیفا په کانګرس کې، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې ګډون لري، حاضر نه وو.
له ایران
او امریکا ترمنځ د جګړې او اوربند د وضعیت د دوامداره ناڅرګندتیا له امله، په
نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې لا هم د لوړېدو په حال کې دي او اوس د شمالي برنټ
نفتو د هر بېرل بیه د ۱۲۰ ډالرو پولې ته رسېدلې ده.
د انرژۍ نړیوالې ادارې رئیس وایي، نړۍ په
منځني ختیځ کې د جګړې له امله د نفتو د بیو د سخت لوړوالي په نتیجه کې له "سترې انرژۍ او اقتصادي ننګونې" سره مخ شوې او "د تاریخ له تر ټولو ستر انرژۍ کړکېچ" سره مخامخ ده.
ښاغلي خامنهاي د فارس خلیج د ورځې په مناسبت په یوه لیکلي پیغام کې دا خبره کړې چې د ایران په دولتي تلویزون کې ولوستل شو.
هغه که څه هم پر ایران د امریکا سمندري کلابندي نه ده یاده کړې خو ویلي یې دي چې، "په سیمه کې د نړۍ د زورواکانو له لوري دوه میاشتې تر ټولو سترې لښکرایستنې، تېري او پخپل پلان کې شرموونکې ماتې خوړلو نه وروسته په فارس خلیج او هرمز تنګي کې یو نوی څپرکی د پرانیستل کېدو په حال کې دی".
ښاغلي خامنهاي همداراز ویلي، "د حقوقي قاعدو او د نوي مدیریت په پلي کېدو سره به هرمز تنګی د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه د هوساینې او پرمختګ لامل شي او ملتونو ته به یې اقتصادي ګټه ورسېږي."
هغه د فارس خلیج د جنوبي ګاونډیانو په اړه په خپل پیغام کې لیکلي، "موږ د خلیج فارس او د عمان سمندر په اوږدو کې له خپلو ګاونډيو سره یو ډول برخلیک لرو" او په وینا یې، "د هرمز تنګي مدیریت کول به فارس خلیج خوندي کړي".
له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امریکا او اسرائيلو پر ایران بریدونه پیل کړل او مجتبیٰ خامنهاي د خپل پلار ځای ناستی شو، دی په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې هم کومه نوې ویډيو یا عکس خپور شوی دی. خو په دې موده کې ایرانیو رسنیو ده ته منسوب څو لیکلي پیغامونه خپاره کړي دي.
د خامنهاي دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپاره نوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي.
ډونلډ ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی خو پر ایرانیو بندرونو یې کلابندي پای ته نه ده رسولې.
نن د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي چې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري کلابندي به په خلیج کې ناامني نوره هم ډېره کړي او ګواکې له دې سره امریکا خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.
شبانه محمود: لندن کې پر یهودانو د برید د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي
د لندن په ګولډرز ګرین سیمه کې تېره ورځ یوه سړي چې ۴۵ کلن برېتانوی خو په خټه سومالیایی ښودل شوی، پر دوو یهودانو د چړې ګوزارونه وکړل او دواړه یې ژوبل کړل. دی وروسته ونیول شو او امنیتي ادارو وویل چې دا پېښه د یوه "ترهګریز عمل" په توګه څېړي.
بیا د (حرکت اصحاب الیمین الاسلامیه) په نوم له ایران سره تړلې یوې ډلې ادعا وکړه چې دغه برید د دوی کار دی خو د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره یې تر اوسه هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي.
وروستی, مسعود پزشکیان: پر ایران د امریکا د سمندري کلابندۍ پایله به ناکامي وي
د عکس سرچینه، ANADOLU VIA GETTY IMAGES
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري کلابندي به په خلیج کې ناامني نوره هم ډېره کړي او ګواکې له دې سره امریکا خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.
د بيبيسي عربي په وینا، ښاغلي پزشکیان دا خبرې نن پنجشنبه په خپله یوه وینا کې کړې دي.
ده ویلي چې پر ایران د امریکا د "سمندري محاصرې او یا له نړیوالو قانونونو سره په ټکر کې د بل هر ډول بندیز لګولو د هڅې پایله به ناکامي وي".
د ایران ولسمشر په خبره، دا ډول ګامونه به "یوازې د سيمې امنیت له ګواښ سره مخ نه کړي بلکې د تاوتریخوالي لامل به شي او د خلېج ټېکاو به هم ورسره زیانمن شي".
ښاغلي پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې امریکایۍ رسنۍ اکسیوس د "دوو باخبره سرچینو" له خولې ویلي چې ډونلډ ټرمپ به نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپارهنوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي او بیاکتنه به ورته وکړي.
وروستی, اسرائیلي ځواکونو په جنوبي لبنان کې د اوبو پر یوې زېرمې برید کړی
د لبنان ملي خبري اژانس خبر ورکړی چې اسرائيلي ځواکونو په (باتولیه) ښارګوټي کې د اوبو پر یوې زېرمې برید کړی دی. د خبر له مخې، په دغه ښار کې پاتې خلک د اوبو پر همدې زېرمې بسیا او تکیه وو.
سېنټکام پرخپله اېکسپاڼه په دې اړه لیکلي چې دا بېړۍ اوسمهال په سره سمندر کې ده او له هماغه ځایه به خپل ماموریت روان وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه د واشنګټن پوسټ په ګډون ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړی و چې تر ۱۰ میاشتېني ماموریت وروسته دا بېړۍ اوس بېرته امریکا ته د ستنېدو په حال کې ده.