وروستی, بقايي: پاکستان د ایران او امریکا د خبرو اترو رسمي منځګړی دی
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي پاکستان د دوی او امریکا ترمنځ د خبرو اترو رسمي منځګړی دی.
نوموړي ویلي: "ډېر هېوادونه لېوالتیا لري چې په دې برخه کې مرسته وکړي، خو د خبرو اترو رسمي منځګړی پاکستان دی."
هغه دا څرګندونې په یوه تلویزیوني مرکه کې کړي.
ښاغلي بقايي وویل: "که د مذاکراتو د ترسره کېدو پرېکړه وشي، نو هر څه به په بشپړه روڼتیا سره اعلان شي."
هغه روسیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستي سفر ته په اشارې سره وویل ایران او روسیه د ستراتېژیک مشارکت د هوکړهلیک پر بنسټ په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې پراخې همکارۍ لري، او دا چې ایران په اوسنیو شرایطو کې هڅه کوي چې له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وکړي او خپل دریځ روښانه کړي.
عراقچي روسیې ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم لیدلي وو.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې د دوی هېواد له روسیې او چین سره د همدغو ډیپلوماتیکو همکاریو پایله کې پر دې توانېدلی پر هغه څه ته چې نوموړي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې "د سیمې د ځینو هېوادونو مکارانه اقدام" وباله، غلبه ومومي.












