وروستی, د امریکا سنا د شپږم ځل لپاره د ایران پر ضد د جګړې د درولو قانوني مسوده رد کړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ د شپږم ځل لپاره هغه د جګړې صلاحیتونو قانون مسوده رد کړه چې موخه یې په ایران کې د امریکا د پوځي عملیاتو پای ته رسول وو.
دغه مسوده، چې د ډیموکراټ ګوند مخکښ سناتور ادم شیف وړاندې کړې وه، د ۴۷ موافقو او ۵۰ مخالفو رایو په پایله کې ناکامه شوه.
د پنسلوانیا ایالت جان فېټرمن یوازینی ډیموکراټ سناتور و چې د دې مسودې پر ضد یې رایه ورکړه، په داسې حال کې چې د مېن ایالت سوزان کولینز او د کینټکي ایالت رنډ پال، چې دواړه جمهوري غوښتونکي دي، د پرېکړې په ملاتړ رایه ورکړه.
د سوزان کولینز رایه د پام وړ بلل شوې، ځکه دا لومړی ځل و چې هغې د دې قانوني مسودې ملاتړ وکړ. هغې پر اېکس (X) ولیکل: "لکه څنګه چې مې د ایران د شخړې له پیل راهیسې ویلي، د ولسمشر واک د وسلهوالو ځواکونو د اعلی قومندان په توګه مطلق نه دی."
هغې زیاته کړه: "اساسي قانون کانګرس ته د جګړې او سولې اړوند پرېکړو کې اساسي رول ورکوي، او د جګړې صلاحیتونو قانون د ۶۰ ورځو یوه روښانه موده ټاکي څو په بهرنیو شخړو کې د امریکا د مداخلې تصویب یا پای ته رسېدل وټاکل شي. دا موده یوازې سپارښتنه نه ده، بلکې یو اساسي شرط دی."
سوزان کولینز ټینګار وکړ چې "د ایران پر ضد هر ډول اضافي پوځي اقدام باید روښانه ماموریت، د لاسته راوړلو وړ هدفونه او د جګړې د پای ته رسولو څرګنده ستراتیژي ولري. ما تر هغې وخته د دغو پوځي عملیاتو د پای ته رسولو په ملاتړ رایه ورکړې، څو داسې وضاحت وړاندې شي."













