وروستی, د ایران ګواښ څومره رښتینی دی؟
- Author, فرانک ګارډنر
- دنده, امنیتي خبریال
کېدای شي تاسو وپوښتئ چې ایران څنګه لا هم په درېیو سمندرونو کې د کښتۍ تګ راتګ ته ګواښ پېښولی شي، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ادعا کوي، امریکا یې سمندري ځواک په بشپړه توګه له منځه وړی دی؟
خو ایران ته اړینه نه ده چې یو دودیز سمندري ځواک ولري چې لا هم د کښتۍ تګ راتګ ته ګواښ جوړ کړي. د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو سمندري برخه، چې څو کاله وړاندې یې په خلیج کې د ایران د رسمي سمندري ځواک مشري په لاس کې واخیسته، له کلونو راهیسې د ځانګړو عملیاتو لپاره تمرینونه کړي دي.
په دې کې واړه او پټ واحدونه شامل دي چې د کښتیو له تن سره د ماینونه د نښلولو روزنه ورکړل شوې یا له خپلو ساحلي پټو ځایونو ارزانه او په اسانه پټېدونکي بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) توغوي، چې له C4 قوي چاودېدونکو موادو ډکې وي.
بیا حوثیان هم شته چې په یمن کې مېشت دي؛ دوی د ایران متحدین دي، تر دې چې یوازې نیابتي جنګیالي یې نه ګڼل کېږي او د اسرائیلو او لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د تهران له دریځ سره موافق دي.
د نړیوالو کښتيو او د نړۍ د اقتصاد لپاره تر ټولو بده سناریو دا ده چې که حوثیان پرېکړه وکړي یو ځل بیا په پراخه کچه پر هغو کښتیو بریدونه پیل کړي چې د سره سمندر په سوېلي تنګي کې د دوی له ساحلونو تېرېږي.
دا د سعودي عربستان د هغو شاوخوا اوه میلیونه بېرلو تېلو پر ورځنيو صادراتو ډېر ناوړه اغېز کولی شي چې اوس مهال یې د سره سمندر د ینبع بندر له لارې صادروي.