وروستی, د پاکستان د پوځ مشر او ورسره پلاوی تهران ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر له یوه لوړپوړي سیاسي-امنیتي پلاوي سره یوځای "د امریکا د پیغام د رسولو او د دويم پړاو خبرو د پلان جوړونې لپاره" تهران ته ورسېد او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې هرکلی وکړ.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو برخې ویلي چې په دې پلاوي کې ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دی.
د "صدا و سیما" خبري اژانس د اسلاماباد له قوله راپور ورکړی چې دغه پلاوی تهران ته د واشنګټن نوی پیغام وړی او ټاکل شوې ده چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د راتلونکو خبرو موضوع وڅېړي.
دغه راپور د پاکستاني سرچینو له قوله زیاتوي چې امکان لري دا خبرې په راتلونکو ورځو کې په اسلاماباد کې و شي.
وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې د یوه پاکستاني منځګړي له لارې لا هم روانې دي.
هغه وویل چې د ایران دریځ "په څرګند ډول وړاندې شوی او په وروسته اړیکو کې هم تکرار شوی دی."
بقایي زیاته کړې وه چې امکان لري د پاکستان یو پلاوی نن ایران ته سفر وکړي، چې دا به په اسلاماباد کې د پخوانیو خبرو دوام وي او پکې به د ایران او امریکا د دریځونو په اړه تفصیلي خبرې وشي.
هغه د امریکا هغه تورونه رد کړل چې وایي ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي او ټینګار یې وکړ چې د ایران اټومي پروګرام سولهییز دی.
د هغه په وینا، ایران باید دا حق ولري چې د خپلو اړتیاوو مطابق د یورانیمو بډایه کولو ته دوام ورکړي، خو د دې بډایه کولو د کچې او ډول په اړه د خبرو امکان شته.
د یادونې وړ ده چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د فبرورۍ په ۲۶مه ترسره شوی و، چې د جګړې له پیل یوازې دوه ورځې مخکې و.







