ټرمپ وايي ایران به بېرته د خبرو اترو میز ته راوګرځي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران به یو ځل بیا د خبرو اترو میز ته راشي او "موږ ته به هر هغه څه راکړي چې موږ یې غواړو."
د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، ټرمپ وویل، د امریکا مذاکره کوونکي تقریبا په هر ټکي موافق وو، خو ایران د خپل اټومي پروګرام له پرېښودو تېر نه شو.
نوموړي ادعا وکړه چې ایران "د خبرو اترو مېز نه دی پرېښودلی."
ټرمپ وويل، "زه فکر کوم چې دوی به بېرته راشي او موږ ته به هر هغه څه راکړي چې موږ یې غواړو."
د مرکې په یوه بله برخه کې، ټرمپ چین ته خبرداری ورکړ چې که چېرې له ایران سره پوځي مرسته وکړي له ۵۰ سلنې تعرفې سره به مخامخ شي. هغه دا ادعا هم وکړه چې د تېلو او ګازو بیې به بالاخره له اوسنۍ شخړې وروسته راټیټې شي.