- د درنو تېلو زېرمې د نژدې اتو کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
- د ډیزلو او جېټ سونتوکو زېرمې د درې میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته نږدې دي.
- د سپکو سونتوکو زېرمې لږ څه لوړې شوې دي.
د رسمي
معلوماتو له مخې، د اسیا په مهم سوداګریز مرکز سنګاپور کې د نفتي محصولاتو زېرمې د
منځني ختیځ د روانې شخړې له امله نژدې د ۱۳ کلونو تر
ټولو ټیټې کچې ته راټیټې شوې دي. د دې کمښت اصلي لامل د پاتې شونو یا درنو تېلو د زېرمو
چټک کمېدل بلل شوي دي.
د سينګاپور تشبث د
معلوماتو له مخې، د جون تر ۱۰مې پورې په یوه اونۍ کې د سنګاپور
د نفتي محصولاتو ټولې ځمکنۍ زېرمې ۳۴.۴۱ میلیونه بېرله وې، چې د ۲۰۱۳ کال له جولای راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
د نړۍ په
مهمو زېرمو مرکزونو کې د تېلو زېرمې مخ په کمېدو دي، ځکه چې د
امریکا او ایران د جګړې له امله د منځني ختیځ ډېری صادرات لا هم محدود شوي دي.
د درنو
پاتې شونو تېلو زېرمې، چې عموماً د بېړیو د سونتوکو یا د تصفیهځایونو د خامو موادو په توګه کارېږي، د جون تر ۱۰مې ۱۴.۸۴ میلیونه
بېرلو ته راټیټې شوې، چې نژدې د اتو کلونو تر ټولو ټیټه کچه
ده.
د درنو
نفتي محصولاتو خالص واردات د تېرې اونۍ پرتله ۳۶.۳ سلنه کم
شوي او له منځني ختیځه د وارداتو په کچه کې کوم زیاتوالی نه دی لیدل شوی.
د سپارټا کموډیټیز شنونکو ویلي: "وروستي جریانونه د امریکا د درنو صادراتو او د بېړیو د بیا ځای پر ځای کېدو له امله تر یوه حده ثابت پاتې شوي، خو دا یوازې لنډمهاله ملاتړ دی".
هغوی زیاته کړې: "زېرمې مصرفېږي، مهم سوداګریز مرکزونه د خپلو عملیاتي لږ تر لږه حدونو ته نږدې کېږي او د هرمز تنګي په شاوخوا کې جیوپولیټیکي خطرونه لا هم نه دي حل شوي."
د تېلو سوداګر اټکل کوي چې د لوېدیځ له لوري د نویو اکمالاتو په راتګ سره به د درنو تېلو زېرمې بېرته لوړې شي.
په همدې حال کې، د منځنیو سونتوکویا اېمډي زېرمې لا نورې هم کمې شوې او د درېیو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته نژدې شوې دي، سره له دې چې د ډیزلو او جېټ سونتوکو خالص صادرات زیات شوي دي.
په سنګاپور کې د ډیزلو او جېټ سونتوکو زېرمې شاوخوا ۶.۹ میلیونه بېرله ثبت شوې، په داسې حال کې چې یوه اونۍ مخکې ۷.۳ میلیونه بېرله وې.
د ډیزلو خالص صادرات د تېرې اونۍ پرتله نژدې پنځه برابره ډېر شوي، خو ټول واردات ۴۲ سلنه راکم شوي دي.
د وارداتو اصلي برخه له هند، سوېلي کوریا او اندونیزیا راغلې ده.