وروستی, هغه څلور دلیلونه چې ایران او امریکا ته یې د اوربند ساتل ګران کړي دي
- Author, لوییس باروچو

د عکس سرچینه، Atta Kenare / AFP via Getty Images
د اوربند هغه هوکړه چې د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې د امریکا او ایران ترمنځ وشوه، اوس داسې ښکاري چې په سيمه کې د بریدونو له یوې نوې څپې وروسته له زیاتېدونکي فشار سره مخ ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او لوړ پوړو ایرانیو چارواکو له تازه بریدونو وروسته یوه بل ته نوي ګواښونه کړي دي.
تېره چهارشنبه امریکا وویل چې په خلیج کې یې د یوې چورلکې له نسکورېدو وروسته د ایران پوځي او د رادار مرکزونه په بریدونو کې په نښه کړي دي.
د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران یې په غچ کې په بحرین او اردن کې پر امریکايي اډو حملې وکړې او کوېت هم وویل چې پر دغه هېواد د یوه بل برید مخه یې نیولې ده.
د بریدونو دا تازه څپه له هغه څو ورځې وروسته پیل شوه چې ایران د تېرې یکشنبې په ورځ پر اسرائيلو د توغندیو ګوزارونه وکړل.
اسرائيلو یې په ځواب کې د ایران په مرکز او لوېدیځ کې ځينې هدفونه بمبار کړل. دا د اوربند له پیل راهیسې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ پر یوه بل د بریدونو لومړۍ مستقیمه تبادله وه.
ټرمپ بیا پر دواړو خواو غږ کړی و چې "ډزې" و دروي.











