څنګه د ویتنام جګړې، د سوکوهنې له افسانوي اتل محمد علي نه نړیوال لقب واخیست؟

    • Author, محمد همدر
    • دنده, بي بي سي عربي - بيروت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

خبریالان، عکاسان او هغه چې لا نور معلومات یې غوښتل، د امریکا د پوځ د اجباري جلب مرکز مخې ته د سهار له پیل سره راټول شوي وو. دا مرکز د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې دی.

د سهار اته بجې وې، لږ وړاندې د سوکوهونکی نړیوال اتل محمد علي له ټکسي ښکته شو، د خلکو منځ کې تېر شو او د مرکز داخلي تالار ته ننووت.

دا پېښه د جلب په مرکز کې غیرعادي وه، وروسته له هغه چې رسمي احضار صادر شوی و چې د امریکا د سوکوهنې ستوری دې د پوځ له لیکو سره یوځای شي.

دا د ۱۹۶۷ کال د اپرېل ۲۸مه وه، هغه ورځ چې باید محمد علي کلې د جلب مرکز ته ورنوځي، د پوځ برخه شي او بیا د ویتنام جګړې ته واستول شي. خو کلی مرکز ته ننوت، بېرته ترې داسې حالت کې واووت چې د اجباري پوځي خدمت له منلو یې انکار کړی و. دا پرېکړه د هغه د ژوند او په امریکا کې د ویتنام د جګړې د مخالفانو لپاره د یو مهم بدلون ټکی وګرځېد.

محمد علي باید د زندان او جګړې ترمنځ انتخاب کړی وای او نږدې وه چې د هغه د سوکوهنې مسلک د ۲۵ کلنۍ په عمر کې پای ته ورسېږي. هغه په ۱۹۶۴ کال کې، په ۲۲ کلنۍ کې د درانه وزن نړیوال اتل شوی و او هغه وخت د دې لقب تر ټولو ځوان ګټونکی بلل کېده.

د محمد علي شهرت یوازې د لقبونو یا د سوکوهنې د بڼې له امله نه و، بلکې د هغه شخصیت او له سیالانو سره د مقابلې جرأت هم ډېر جنجالي و. هغه اسلام قبول کړی و او په هغه وخت کې یې په قوي ډول خپل باورونه خپرول، کله چې په امریکا کې نژادي تبعیض ډېر و او هغه پخپله د تبعیض پر ضد یو فعال غړی و.

خو د هغه تر ټولو مهمه مبارزه چې د سوکوهنې له ډګره بهر یې وکړه، کومه وه؟

د ویتنام جګړه د ۵۰مې لسیزې په منځ کې پیل شوه. په ۶۰مه لسیزه کې، متحده ایالاتو خپل پوځونه د ویتنام جګړې ته واستول او له ۱۹۶۴ کال راهیسې یې اجباري عسکري خدمت نافذ کړ، چې د پوځ لیکې پیاوړي کړي او له غوښتنې سرغړونه د قانون له مخې جرم بلل کېده.

د ۶۰مې لسیزې په منځ کې د جګړې پر ضد مخالفتونه ډېر شول او د اجباري خدمت پر ضد احتجاجونه زیات شول. ځینې ځوانان کاناډا ته تښتېدل یا د بلنې له ترلاسه کولو وروسته یې ډېرې ضمانتي پیسې ورکولې. د "واشنګټن پوسټ" په وینا، په دې دوره کې ځینو کسانو د عسکرۍ کارتونه هم څيرول.

دا لومړی ځل نه و چې محمد علي په ښکاره ډول د ویتنام جګړې او هلته د جګړې مخالفت څرګند کړی و.

خو وضعیت هغه وخت بدل شو چې هغه ته د اپرېل په ۲۸مه رسمي بلنه ورکړل شوه چې د هیوسټن د اجباري خدمت مرکز ته حاضر شي او د پوځ د جلب بهیر بشپړ کړي. عموماً له دې وروسته نوي جلب شوي کسان روزنیزو مرکزونو ته لېږل کېدل، چې د جګړې لپاره تیار شي.

تالار ته د ننوتلو پر مهال یو خبریال ترې وپوښتل، هغه په ځواب کې وویل: "څه ویلو لپاره نه لرم".

محمد علي تالار ته ننوت او لږ وروسته یو افسر د "کاسیوس کلې" نوم اعلان کړ، چې د هغه پخوانی نوم و، مخکې له دې چې درې کاله وړاندې اسلام قبول کړي محمد علي په هغه نوم پېژندل کېده .

هغه د "کاسیوس" نوم په اورېدو له ځایه ونه خوځېد. د "واشنګټن پوسټ" د راپور له مخې، وروسته یو افسر هغه له خلکو جلا یوې کوچنۍ خونې ته بوت او په شخصي ډول یې ترې وپوښتل چې ایا د خپلې پرېکړې د پایلو جديت درک کوي که نه، هغه ځوان سوکوهونکي دا خبره تایید کړه.

محمد علي بېرته د خلکو منځ ته راوګرځېد او بیا هم د هغه نوم "کاسیوس کلې" اعلان شو، خو هغه ونه خوځېد.

لږ وروسته له خونې ووت او بیا یې د "اسلامي ملت ‌ډلې" په غونډه کې او د رسنیو مخې ته اعلان وکړ چې:

"د یو مسلمان مبلغ په توګه د خپل وجدان او د خپلو شخصي باورونو له مخې زه د عسکرۍ بلنه نه منم."

هغه زیاته کړه: "که زه دا ډول بلنه ومنم، نو له خپلو مذهبي باورونو سره به ریښتینی نه یم."

محمد علي له اسلام منلو وروسته او د الیجا محمد په مشرۍ د "اسلامي ملت" ډلې سره د یوځای کېدو وروسته ځان د "مسلمان مبلغ" په توګه معرفي کاوه او د دې ډلې نظریات یې خپرول.

هغه د عسکرۍ د مخالفت په اړه خپل دریځ په بېلابېلو خبري او سیاسي غونډو کې روښانه کړی و، مخکې او وروسته له رسمي بلنې.

کله یې چې نوم د اپرېل په لومړۍ نېټه د عسکرۍ په لیست کې شامل شو، هغه په لویزیانا کې په خبري غونډه کې وویل:

"زه به له خپل هېواده ۱۰ زره میله لرې لاړ نه شم چې د بل بېوزله قوم وژلو او سوځولو کې مرسته وکړم، یوازې د دې لپاره چې په نړۍ کې پر تور پوستو د سپین پوستو واکمني وساتله شي".

هغه زیاته کړه: "زما اصلي دوښمن دلته (په امریکا کې) دی. " او وویل: "زه هېڅ شی د خپلو باورونو د دفاع په بدل کې له لاسه نه ورکوم. که زندان ته هم ولاړ شم، دا زما لپاره نوي څه نه دي. موږ ۴۰۰ کاله په بند کې تېر کړي دي."

د محمد علي د دریځ په پراخه ملاتړ هم وشو، په ځانګړي ډول هغو کسانو یې ملا وتړله چې د جګړې مخالف وو او د مدني حقونو مشهور فعال مارټن لوتر کېنګ هم په یوه خبري غونډه کې د هغه ملاتړ وکړ.

هغه وروستۍ هڅه هم وکړه چې د فدرالي محکمې له لارې د پوځ له خدمته ځان وباسي، خو یوه ورځ مخکې له دې چې د عسکرۍ مرکز ته ولاړ شي، هېڅ مثبته پایله يې ترلاسه نه کړه.

کله چې هغه د هیوسټن د مرکز پر لور روان شو، ټول د هغه د غبرګون تمه درلوده.

هغه د خپل دریځ په دفاع کې وویل:

"ما ته وویل شول: یا جګړې ته ځه یا زندان ته، خو زه وایم یو درېم انتخاب هم شته او هغه عدالت دی".

په هغه ماښام چې محمد علي د پوځ له خدمته انکار اعلان کړ، د امریکا د سوکوهنې ادارو له خوا ترې د درانه وزن نړیواله اتلولي واخیستل شوه او هغه ته د سوک وهنې په سیالیو کې د ګډون اجازه هم ورنه کړل شوه.

څو ورځې وروسته- د جون په څلورمه، په کلیولنډ ښار کې یو کنفرانس جوړ شو چې پکې یو شمېر تورپوستي ورزشکاران راټول شوي وو، چې د هغه د ویتنام جګړې پر ضد د دریځ ملاتړ وکړي.

د ۱۹۶۷ کال د جون په ۲۰مه، محمد علي د پوځ له خدمته د تېښتې په تور محکوم شو او پرې پنځه کاله بند او ۱۰ زره ډالر جریمه ولګېده، خو دا حکم عملي نه شو، ځکه چې د استیناف تر پرېکړې پورې وځنډول شو.

په راتلونکو کلونو کې، هغه اوږده قانوني مبارزه پیل کړه چې دا حکم لغوه کړي او د سوکوهنې بندیز لرې کړي. همدارنګه، هغه په امریکا کې د ویتنام جګړې یو له مهمو مخالفو غږونو شو، د محصلانو غونډو، عامو بحثونو او رسنیزو مرکو کې یې خپل دریځ روښاناوه.

د هغه د وکیلانو د هڅو په پایله کې، هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د ضمانت په بدل کې له زندانه بهر پاتې شي او د استیناف پروسه تر ۱۹۷۱ کال پورې روانه وه، کله چې د امریکا سترې محکمې د عسکرۍ په قضیه کې د هغه محکومیت په بشپړ ډول لغوه کړ.

د ۱۹۷۰ کال د دسمبر په ۲مه، محمد علي له درېیو کلونو د زیاتې وقفې وروسته د جورجیا ایالت په اټلانټا ښار کې بیا د سوک وهنې ډګر ته راستون شو.

وروسته په ۱۹۷۴ کال کې، هغه خپل نړیوال لقب د جورج فورمن پر وړاندې په یوه تاریخي سیالۍ کې بېرته ترلاسه کړ. دا سیالي د هغه وخت د زایر په پلازمېنه کینشاسا (اوسني د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت) کې ترسره شوه. وروسته بیا هغه یو ځل لقب له لاسه ورکړ، خو په ۱۹۷۸ کال کې یې بیا بېرته ترلاسه کړ.

محمد علي د ۲۰۱۶ کال د جون په ۳مه له پارکنسن ناروغۍ سره له اوږدې مبارزې وروسته وفات شو.