د واشنګټن مشکوک بریدګر نن محکمې ته وړاندې کېږي، د هغه په اړه څومره پوهېږو؟

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

امریکا کې قانون پلي کوونکو ادارو د هغه کس نوم چې د سپینې ماڼۍ په یوه ځانګړې مېلمستیا کې یې ډزې وکړې کول توماس الېن ښودلی دی.

مشکوک بریدګر ۳۱ کلن دی او د رپوټونو له مخې د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس په سویل ختیځ کې د تورانس سیمې اوسېدونکی دی.

د بي‌بي‌سي امریکایي شریک سي‌بي‌اېس نیوز رپوټ ورکړی چې سپينه ماڼۍ کې د ډزو په شک نیول شوي کس د لومړنیو پلټنو پر مهال ویلي چې له ډزو یې موخه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت چارواکي په نښه کول و.

د پېښې په سبا (یکشنبې ورځ) د امریکا موقت لوی څارانوال ټاډ بلانچ له اېن بي سي تلویزیون سره په خبرو کې وویل 'د شکمن بریدګر د موځې په اړه اوس هم څېړنې روانې دي، خو "لومړنۍ" موندنې ښيي چې هدف یې حکومتي چارواکي او ښايي خپله ولسمشر و.'

نوموړي وویل په دې اړه هم پلټنه روانه ده چې مشکوک بریدګر څنګه خپله وسله په هوټل کې دننه کارونې ته چمتو کړې وه.

د امریکا لوی څارنوال ویلي چې تورن به نن ( دوشنبه د اپرېل په ۲۷مه) محکمې ته وړاندې شي.

نوموړي ویلي داسې ښکاري چې هغه له لاس انجلس څخه تر شیکاګو په اورګاډي کې له سفر وروسته پلازمینې واشنګټن ته رسیدلی.

د واشنګټن د پولیسو چارسمبالي مشر جیفري کارول د نیول شوي کس د روغتیا په اړه ویلي " هغه ټپي شوی نه دی خو د لومړنیو درملنو په موخه د پولیسو تر څار لاندې روغتون ته لېږدول شوی."

مشکوک بریدګر په هغه هوټل کې چې د سپینې ماڼۍ په کوربتوب پکې خبریالانو ته ماښامنۍ جوړه شوې وه وار له مخه کوټه نیولې او هلته استوګن و. پولیسو ویلي له هغه سره څو چاقوګان او څو وسلې وې.

له دغې پېښې وروسته مخکې له دې چې لا نور معلومات ډاګیزه شي ډونلډ ټرمپ د پټو کمرو له خوا ثبت شوې ځينې انځورونه په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشیال خپاره کړل، چې پکې یو کس د هوټل تالار نه د تېښتې په حالت کې ښکاري.

ټرمپ له فاکس نیوز سره خبرو کې د اټکل په ډول وویل ' داسې ښکاري چې هغه د مسیحانو ضد ذهنیت درلود' او خورا خطرناکه ښکاریده.

امریکايي رسنۍمطبوعات په ټولنیزوشبکو د ۳۱ کلن الن فعالیت ته په کتو وايي چې هغه د ټرمپ خلاف تبصرې کولې.

په همدې مهال د اېف بي ای پولیس چارواکو داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې کلیفورنیا کې د مشکوک بریدګر د استوګنې ځای لټوي، د دغې ۳۱ کلن ځوان د انلاین یا پرلیکه فعالیتونو څیړنه هم روانه ده.

د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې موندلې چې الېن د کوم ګوند غړیتوب نه درلود او همداراز بي بي سي ته داسې یوسند هم ورسیدلی چې ښکاره کوي دغه کس په ۲۰۲۴م کال ولسمشریزو ټاکنو کې د کمالا هرېس په ګټه د کمپاین لپاره ۲۵ ډالره شاوخوا (۱۶ سوه افغانۍ) مرسته کړې وه.

د کارموندنې په یوه ټولنیزه پاڼه لېنکډېن کول توماس الېن خپل ځان میخانیکي انجینیر، د ګېمونو تنظیمونکی او ښوونکی معرفي کړی دی.

د معلوماتو له مخې نوموړي د کلیفورنیا د ټکنالوجۍ پوهنتون کې میخانیکي انجینیري لوستي چې یو له معتبرو پوهنتونونو بلل کېږي.

الېن تېر کال (۲۰۲۵م) کې د کلیفورنیا له ایالتي پوهنتون څخه د ماسټرۍ له زدکړو فارغ شوی او پر ټولنیزو پاڼو یې د فراغت په جامو کې خپل یو انځور خپور کړی دی.

الېن په خپله فېسبوکپاڼه په مناسبتي ورځو لکه کرېسمېس او فراغت غونډو هم ځینې انځورونه خپاره کړي چې دی پکې مسک او خندان بریښي.

د سي ۲ ښوونیزې ادارې له خوا نوموړی په ۲۰۲۴م کال ډېسمبر کې د میاشتې تر ټولو غوره ښوونکی نومول شوی و

د هغه د لېنکډېن حساب ښيې چې الېن له ۲۰۲۰م کال راهیسې د ښوونکي دنده پر مخ وړله.

د واشڼګټن فدرالي څارنوالې جېنین پیرو ویلي چې توماس الېن اوس د تاوتریخوالي له دوه تورونو سره مخ دی او د دوشنبې پر ورځ به فدرالي محکمې ته وړاندې شي.