تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت سرچينې وايي سپین بولدک ته نږدې یې پر پاکستانۍ پوسته غچ اخيستونکی برید کړی
د افغانستان په سوېل کې د طالبانو حکومت سرچينې وايي د کندهار ولایت اړوند سپين بولدک ته څېرمه یې د پاکستان پر یوه پوسته له هغه وروسته غچ اخيستونکی برید وکړ چې د دوی په وینا د پاکستان پوځ له خوا افغان لوری ته يو ماشوم په ډزو ووژل شو.
امنيتي سرچينې وايي، برید تېره شپه شاوخوا لس بجې پیل او نيم ساعت یې دوام وکړ. دوی ادعا کوي چې په ځوابي برید کې یې پاکستاني لوري ته ځاني زيان اړولې او یو شمېر سپکې وسلې یې هم ترې نيولې دي.
بي بي سي ته په استول شويو وېډيوګانو کې د طالبانو حکومت ځواکونه ليدل کېږي او ادعا کوي په وېدو کې د دوو کسانو ښکاره کېدونکې مړي او وسلې د پاکستان د امنيتي ځواکونو دي.
بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو ادعاو پخلی نشي کولی. پاکستان هم تراوسه دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم تراوسه په رسمي ډول د دغو نښتو اړه څه نه دي ويلي.
که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختر راهيسې په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي.
دا تازه نښته په داسې حال کې شوې چې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د چين په منځګړيتوب د دغه هېواد په ارومچي ښار کې څو ورځنۍ خبرې وشوې چې د چين د بهرنيو چارو وزارت په وینا دواړه خواوې په کې د کړکېچ پاى ته رسولو لپاره د يوه ټولیز حل پر موندلو پوهاوي ته ورسېدې.
د اپرېل مياشتې په لومړيو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په بریدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر خپور کړ.
دوی وايي د فبرورۍ پر ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۲ تنه نور ټپیان دي. د ځاني زيان تر څنګ د کورونو نړېدو او مالي زيان يادونه هم شوې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ بيا په ځواب کې وويل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په جریان کې ۷۹۶ افغان طالب جنګیالي او وسله وال وژلي او له ۱۰۴۳ ډېر ټپیان کړي دي.
پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې پر نهمه نېټه پر کابل هوايي برید وکړ. له دغه برید وروسته د دواړو لوریو ترمنځ په بېسارې توګه ترینګلتیا پراخه شوه.
که څه هم هغه مهال د قطر په منځګړيتوب اوربند اعلان شو او څو ځله د بېلابېلو هېوادونوپه منځګړیتوب د خبرو اترو هڅې وشوې خو د پرتو ستونزو هواري په لړ کې یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپاله ډلې پر پاکستان بریدونه کوي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.