تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا د کډوالو بېرته لېږلو په اړه د طالبانو له حکومت سره پر خبرو غور کوي
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، هېواد یې ښايي افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د هغو پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو په اړه پر خبرو اترو غور وکړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
شبانې محمود وویل، بریتانیا په تړاو د نورو هېوادونو پلانونه " له نږدې څاري".
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې راپورونه ښيي یو شمېر اروپايي هېوادونه د طالبانو له حکومت سره د یو شمېر پناه غوښتونکو د احتمالي ایستلو په اړه د خبرو اترو لارې چارې لټوي.
د ۲۰۲۵ کال د جون تر پای پورې په یو کال کې، افغانان تر ټولو د لوړ شمېر هغه کډوال وو چې په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي، په ناقانونه لارو وړو کښتو کې بریتانیا ته د ورغلو افغانانو شمېر ۶,۳۶۰ کسانو ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله ۱۸٪ زیاتوالی ښيي.
بریتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، او همدغه څه د هغو کسانو د بېرته لېږلو پر وړاندې یو خنډ دی چې د کډوالۍ غوښتنې یې نه دي منل شوي.
مېرمن محمود د یو شمېر ورځپاڼو لیکوونکو ته ویلي: "موږ په ډېر دقت سره څارو چې په نورو هېوادونو کې څه تېرېږي، که هغه زموږ اروپايي شریکان وي او که نور، او دا چې دوی له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره څه ډول خبرې اترې لري."
هغې زیاته کړه: "زه نه غواړم تر دې ور هاخوا بحثونو جزیاتو ته ورشم چې په حکومت کې روان دي، موږ به په راتلونکي کې په دې اړه نور څه هم ولرو، خو البته موږ حالت په ځیر سره څارو او له خپلو همکارانو سره د هغو هڅو په برخه کې کار کوو چې باید په ګډه یې وکړو او هوکړو ته ورسېږو."
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې په خورا احتیاط دا پوښتنه ځوبوله چې ګواکې د طالبانو حکومت سره د خبرو بڼه به څه وي. هغې وویل
"زه دا (له طالبانو سره خبرې) نه تاییدوم او نه یې ردوم. زه نه غواړم د هغو اضافي خبرو اترو په اړه چې روانې دي، نورې خبرې وکړم."
بریتانوۍ وزیره داسې مهال دا خبره راپورته کوي چې د اپرېل پر۲۰مه بروکسل ته د طالبانو حکومت د یوه"تخنیکي" پلاوي د سفر په اړه د اروپايي ټولنې سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته منلې وه چې د غړو هېوادونو استازي به ورسره ناستې او خبرې ولري.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، تر اوسه د دغه پلاوي د جوړښت په اړه پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.
قطر کې ایسارو افغانانو ته بلنه
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له هغو افغان وګړو چې په قطر کې د کډوالۍ خپلو دوسیو پړاوونو بشپړېدو ته په تمه دي، غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي، ځکه د دغه وزارت په وینا "اوس افغانستان کې هیچا ته امنیتي ګواښ نشته او هیڅوک اړ نه دی چې د امنیتي ګواښ له امله وطن پرېږدي."
په هغه ویناپاڼه کې چې دغه وزارت د شنبې پر ورځ خپره کړې، په قطر کې مېشتو افغانانو ته چې یوه پنډغالي کې امریکا ته د تګ په هیله ایسار دي ویل شوي: "د هېواد غېږه ورته خلاصه ده او په پوره ډاډ سره بیرته راستنېدلی شي."
دا ویناپاڼه داسې حالت کې خپره شوې چې په دې وروستیو کې له قطر د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د یو شمیر پناه غوښتونکو د احتمالي لېږد په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د امریکا د کانګرس او سنا یو شمیر اوسنیو او پخوانیو غړو پر دغه پروګرام سختې نیوکې کړې وې. خو د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ، تر دې وړاندې له قطر کانګو ته د څه باندې زر افغانانو د لیږد د طرحې په اړه ناخبري ښودلې وه.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خپلې ویناپاڼې په دوام ویلي: "که څوک بل هیواد ته د تلو اراده لري، کولی شي په مناسب وخت کې له قانوني لارو او په عزت سره سفر وکړي."
خو له دې سره سره، یو شمیر پناه غوښتونکو او د هغوی کورنیو افغانستان ته د بیرته ستنیدو کې د خپلې راتلونکې په اړه اندیښنې څرګندې کړې دي.
د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو تر دې وړاندې پخواني افغان حکومت پورې د تړلو ځینو کسانو د خپل سرو نیونو، ناسم چلند او شکنجې راپورونه ورکړي وو؛ هغه تورونه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي دي.
په ورته وخت کې، د بشري حقونو سازمانونه وايي چې افغانستان لا هم له بشري بحران او پراخو ځپلو سره مخ دی، چې د دوی په وینا، د نړیوالو مرستو کمښت او د وچکالۍ پایلو وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د اپرېل پر ۲۱مه، د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو یوې ملاتړې ادارې اعلان وکړ چې داسې معلومات ور رسېدلي چې ښيي متحده ایالات ښايي ځینې افغان پناه غوښتونکي له قطره د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي. دې ډلې دا هم ویلي وو چې دغه کسان د "جګړه ځپلي هېواد ته د لیږد یا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بیرته ستنیدو" له انتخاب سره مخ شوي دي.