ولې پر طالب مشرانو ملګرو ملتونو بندیزونه لګولي؟
ولې پر طالب مشرانو ملګرو ملتونو بندیزونه لګولي؟
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو نوملړ تازه کېدو ته غبرګون کې دا "یو بې ګټې" کار بللی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دولتي ټلوېزون ته ویلي" دا ظلم او د افغانانو حقوق تلف کېدل دي." هغه وايي " د ارګان مشر چې تحریم کې وي ټول ارګان او بیا خلک ورسره متضرره کېږي."
د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ کې د طالبانو حکومت د رئیس الوزار او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون څو مهم مشران شته چې د امنیت شورا له اجازې پرته سفر نه شي کولی.
دا چې دې بندیزونو کې نور څه راځي او ولې په کې ۲۲ لوړ پوړي طالب مشران ځای شوي، هدایت الله همیم یې روښانوي.



