کرېکټ: هند د باران له کبله کمه شوې یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دا د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ دوه اړخیزه لوبلړۍ ده
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د هند کرېکټ ملي لوبډلې له افغانستانه د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ سیالي په اوو وېکټو وګتله.

دا لوبه،‌ چې د باران له کبله په ځنډ پیل او ۲۵ اوورونو ته راکمه شوې وه، د هند د هماچل پردېش په درمسلا کې کېده او افغانستان پکې هند ته د ۱۹۵ منډو هدف ټاکلی و.

د لوبې ټاس یا پچه هند ګټلې او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

که څه هم د افغانستان د سر درې لوبغاړي ژر یو بل پسې وسوځېدل، خو ښي‌لاسي پیلیز توپوهونکي رحمان‌الله ګوربز چټکه لوبه وکړه او د هند خلاف یې لومړۍ سلیزه ووهله.

دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د هغه نهمه سلیزه وه.‌ ګوربز په ۵۱ توپونو له ۲۰۰ سټرایک ریټ سره ۱۰۲ منډې وکړې.‌

هغه د نېتیش کمار رېډي لخوا تر سوځېدو مخکې ۸ شپږېزې او ۸ څلوریزې ووهلې.

د حشمت‌الله شهیدي په مشرۍ لوبډله کې رحمان‌الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، رحمت‌شاه زرمتی، عظمت‌الله عمرزی، محمد نبي‌ عیسی‌خېل، راشد خان، الله‌محمد غضنفر، ضیا‌‌ءالرحمن شریفي او محمد سلیم هند خلاف لوبه کوله.‌

رحمان‌الله ګوربز ۸ شپږیزې او ۸ څلوریزې ووهلې

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، رحمان‌الله ګوربز ۸ شپږیزې او ۸ څلوریزې ووهلې

تر ګوربز ورهاخوا حشمت‌الله شهیدي‌ ۲۷ او عظمت‌الله ‌عمرزي په ۱۶ توپونو د درېیو شپږیزو په مټ ۲۶ منډې وکړې، چې تر نورو ډېرې وې.

له دې سره په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د حشمت الله شهیدي منډې ۲۵۰۰ ته ورسېدې.

هندۍ لوبډلې ورکړ شوی هدف د ۲۳م اوور په ۵ توپ داسې حال کې ترلاسه کړ چې یوازې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د هند له اړخه په توپ وهنه کې شبمن ګېل ۸۴، ایشان کېشن ۳۴ او کې‌اېل راهول په ۱۹ توپونو ۳۹ چټکې منډې وکړې.

شبمن ګېل چې په پیل کې له روهیت شرما سره راوتلی و، تر پایه ونه سوځېد. هغه ۲ شپږېزې او ۱۱ څلوریزې وهلې.

کې‌اېل راهول ۳ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې او له ډګره ناسوځېدلی ووت.

د افغانستان له اړخه په توپ اچونه کې راشد خان او ضیاءالله الرحمان شریفي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو تر دې مخکې له نړیوال او اسیايي جام ورهاخوا په خپلو کې یو ورځنۍ سیالۍ نه دي کړې.

دغه لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په نړیوال او اسیايي جام کې څلور ځله سره مخامخ شوې، چې درې یې هند ګټلې او یوه مساوي شوې ده.

د افغانستان او هند د ملي لوبډلو دویمه یو ورځنۍ سیالي د جون ۱۷مه په لکناو او درېیمه د جون ۲۰مه په چینای کې پلان شوې ده.

د یادونې ده چې د یو ورځنیو لوبو له لړۍ مخکې د هند او افغانستان ترمنځ په نیو چندیګړ کې د کرېکټ یوازینۍ ټیسټ لوبه هم ترسره شوې وه چې هند پکې افغان لوبډلې ته د یو اننګز او ۳۰۰ منډو په خورا لوی توپیر ماته ورکړه.

درمسلا کې باران اوري - لوبه ځنډېدلې دده

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، لوبه د باران له کبله په ځنډ پیل او ۲۵ اوورونو ته راکمه شوه

افغان لوبډله د یو ورځنیو لوبو په تېر نړیوال جام کې چې په هند کې ترسره او دغه هېواد وګاټه، ښه ځلېدلې وه او پاکستان، انګلنډ او شري‌لنکا ته یې، چې درې ‌واړه پخواني اتلان دي، تاریخي‌ ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده چې هند په خپلو تېرو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې درې بایللې، خو افغان لوبډلې بیا له خپلو وروستیو پنځو، څلور لوبې ګټلې دي.

د هند مقابل کې افغان لوبغاړو لپاره د مثبتې روحې یو بل ټکی دا دی چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې همدا دوه ورځې مخکې په شري‌لنکا کې په روانې درې اړخیزې لوبلړۍ کې خپلو هندي سیالانو ته ماته وکړه.

د شري‌لنکا الف لوبډلې خپلو افغان همزولو ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه

ټاس افغانستان او شري لنکا لوبډلمشران

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان الف یا ابدالیان لوبډلې له هند او شري‌لنکا سره د درې اړخیزې لوبلړۍ دویمه سیالۍ کې نن له شري‌لنکا ماته وخوړه.‌

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره د پچې یا ټاس له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه کړې او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یې شري‌لنکا ته د ۲۴۶ منډو هدف ټاکلی و.

د افغانستان له اړخه حسن عیسی خیل ۴۵، بهیر شاه محبوب ۴۴ او فرمان الله ساپي ۳۵ منډې وکړې.

د یادونې ده چې د دې سیالۍ دویمه پاڼۍ هم د باران له کبله ۴۱ اوورنو ته راکمه او هدف د ډي‌اېل‌اېس میتود له مخې ۲۳۱ منډې وټاکل شو.

فرمان‌الله ساپي د شري‌لنکا دوه لوبغاړي سوځولي دي

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، فرمان‌الله ساپي د شري‌لنکا د سر دوه لوبغاړي وسوځول

د شري‌لنکا له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې د باران له کبله د سیالۍ تر ځنډېدو مخکې نسبتآ چټکه لوبه وکړه او ۱۰۰ منډو ته یې په داسې حال کې ځان ورساوه، چې یوازې ۸ اوورنه شوي او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

شري‌لنکا دواړه لوبغاړي فرمان‌الله ساپي وسوځول.

د شري‌لنکا اوویشکا فېرناندو سلیزه (۱۰۸) او سدیرا سماراوېکرما پنځوسیزه (۶۰) وکړه.

هند د تېرې اوونۍ سې‌شنبه د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې شري‌لنکا ته په اتو منډو ماتې ورکړې وه.

د شري‌لنکا په دمبولا کې روانې دې لړې کې درې واړه لوبډلې یو بل سره دوه دوه سیالۍ کوي او د سر دوه ټیمونه به د جون پر ۲۱مه نېټه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.