د اسلام اباد یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پمز په نوم یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
د پاکستان حکومت یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، له اورلګېدنې وروسته اور وژوونکې ډلګۍ سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي. چارواکو ویلي، اور کابو شوی او د روغتون د ماشومانو له څانګې ټول ناروغان د بېړنۍ درملنې څانګې ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له پېښې وروسته ویلي، په پېښه کې د بې غورۍ په ګناه به مسول کسان سزا وار شي.
د پاکستان لومړي وزیر د پلټنو له امر وروسته د روغتیا د وزیر دنده ځنډولې او د کورنیو چارو د یوه پخواني وزیر زاهد خان په مشرۍ یې د څېړنو یو پلاوی ټاکلی دی.
د دغه هېواد ځینو سیاستوالو د روغتیا پر وزیر او نورو اړونده چارواکو د بې غورۍ تورونه لګولي دي. د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چودري پر خپله اېکس پاڼه لیکلي " فواد چوہدري په ایکس کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي "د ماشومانو په وارډ کې د اورلګېدنې له امله د ماشومانو د مړینې مسؤلیت په غاړه اخیستو سره باید د روغتیا وزیر مصطفیٰ کمال استعفا ورکړي."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
تر دې مخکې د پمز ویاندې ډاکټرې انیزه جلیل بيبيسي ته ویلي وو چې تر اوسه د کوم ماشوم د مړینې پخلی نه شي کېدلی.
ویاندې ویلي وو چې اور د ایر کنډېشن خونه کې لګېدلی او د اکسیجن لیکو د نښلونې له امله په چټکۍ سره خور شوی. دی
هغې ویلي وو چې د پېښې پر مهال دغه وارډ کې ۱۵ ماشومان بستر وو.
د روغتون یوه کارکوونکي ویلي چې اور د ماښام شپږ بجې او ۴۵ دقیقې په ماشومانو څانګه کې لګېدلی و.
د اسلام اباد د پولیسو مشر د پېښې په ځای کې دي، خو رسنیو ته د پېښې سیمې ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.


















