د مصر تلویزیوني ویاندې سارا خلیفه او ۱۱ نورو کسانو ته د مخدره توکو په قضیه کې د اعدام سزا ورکړل شوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د مصر مشهورې تلویزیوني ویاندې سارا خلیفه او ۱۱ نورو کسانو ته د مخدره توکو اړوند تورونو کې له مجرم ګڼل کېدو وروسته په دار د ځړولو له لارې د اعدام سزا اورول شوې ده.

د دولتي ورځپاڼې الاهرام د راپور له مخې، دوی د یوې جنايي ډلې غړي وو چې د مخدره توکو د تولید لپاره کارېدونکي خام مواد یې واردول او موخه یې د دغو توکو پلورل وو.

چارواکي وايي، له دغې ډلې سره غیرقانوني وسلې او مهمات هم موندل شوي دي.

۳۹ کلنه سارا خلیفه تر ډېره د خپل تلویزیوني پروګرام ''Mission Impossible'' له کبله پېژندل کېږي، هغه خپرونه چې د جرمونو او جنایي مسایلو په اړه وه. نوموړې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

په دې قضیه کې ۹ نورو تورنو کسانو ته د عمري بند سزا ورکړل شوې او ۷ کسان بیا بې ګناه بلل شوي او خوشي شوي دي.

د سارا خلیفه مدافع وکیل وايي، د اعدام د حکم پر ضد به استیناف غوښتنه وکړي.

دغه پرېکړه لومړی تېره میاشت اعلان شوې وه، خو د مصر د قانون له مخې د اعدام د حکم د نافذېدو لپاره باید د مصر د لوی مفتي شرعي نظر هم ترلاسه شي. له همدې امله محکمې یوه میاشت وروسته د حکم وروستی تائید اعلان کړ.

د محاکمې پر مهال محکمې ته ویل شوي وو چې چارواکو له ۷۵۰ کیلوګرامو زیات مخدره توکي او د دې توکو د جوړولو لپاره وارد شوي خام مواد ضبط کړي دي.

الاهرام راپور ورکوي چې ۲۰ شاهدانو څارنوالۍ ته خپل بیانونه ورکړي وو. سربېره پردې، برېښنايي شواهد هم وو چې په کې خبرې او ویډیويي کلیپونه شامل وو.

د دولتي ورځپاڼې 'اخبار الیوم' د راپور له مخې سارا خلیفه د تېر کال سپټمبر کې محکمې ته ویلي وو چې دې هېڅکله مخدره توکي نه وو لیدلي، تر هغه چې د مخدره توکو ضد ادارې په دفترونو کې ورسره عکسونه واخیستل شول.

د ایمنسټي انټرنېشنل د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، په مصر کې د هماغه کال په اوږدو کې ۴۹۲ د اعدام حکمونه صادر شوي وو چې ۲۳ یې عملي شوي دي.

ایمنسټي وايي، تورن کسان د مخدره توکو قاچاق او جنسي تېري په جرمونو کې مجرم پېژندل شوي وو، خو دا داسې جرمونه نه دي چې د نړیوالو قوانینو او معیارونو له مخې د اعدام سزا باید ورته محدود شي، ځکه چې په دې جرمونو کې ''قصدي وژنه'' شامله نه ده.