تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حامد کرزی: "دوې لوڼې مې له زدکړو پاتې دي، ډېرې زياتې خواشينې دي"
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لندن فايننشل ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې د هغه له درېیو لوڼو دوه یې له شپږم ټولګي پورته (لېسې) زدکړو محرومې شوې چې په وینا یې "هغوی په دې تړاو ډېرې زياتې خواشينې دي".
د فايننشل ټايمز خبريال انډرېس شيپاني د طالبانو حکومت د پنځه کلنۍ په تړاو له "فايننشل ټايمز سره د غرمنۍ" په نامه د ځانګړې خپرونې لپاره په کابل کې د حامد کرزي په کور کې له هغه سره مرکه کړې وه.
په مرکه کې راغلي چې هغه د طالبانو حکومت ته په ځواب کې ويلي، "تر هغه چې نجونې له زدکړو بې برخې وي، زما له خولې به هېڅ مثبته خبره وا نه اورئ، کله چې نجونې بېرته ښوونځي ته ستنې شي، هغه وخت ښايي ستاسو په اړه مثبته خبره وکړم. اوس نه".
حامد کرزی په هغه کور کې چې د طالبانو د حکومت تر څارنې لاندې دی وايي، "موږ داسې هېواد ته اړتيا لرو چې د ټولو لپاره وي".
د دغې رسنۍ خبريال د ښاغلي کرزي سره د ليدنې او مرکې د څرنګوالي په اړه ليکلي، "یو زغره وال لنډکروز له هوټله راوستلم، له پنځو دقیقو په کم وخت کې د طالبانو له يوې پوستې تر تېرېدو وروسته، د سختو امنيتي تدابيرو او وړو محافظتي دېوالونو له منځه د افغانستان "د ټاکنو له لارې لومړي ټاکل شوي" ولسمشر د کور بهر یوه ارام باغ ته چې د انځيرو او انارو ونې په کې وو ننوتلم".
خبریال ليکلي. "کله چې ننوتلم، پوښتنه مې وکړه چې بوټان وباسم؟"
"په هغه هېواد کې چې د طالبانو حکومت یې په ۲۰۲۱ کال کې نوم د "افغانستان اسلامي جمهوریت" څخه "د افغانستان اسلامي امارت" ته بدل کړ، دا کار دود دی."
په یاد راپور کې ویل شوي چې د کرزي يوه سلاکار په ټوکه وويل، "اړتيا یې نشته، دلته لا هم جمهوریت کې یوو، امارت کې نه".
"زه تر محدوديت لاندې یم خو چلند محترمانه دی"
په دې راپور کې ویل شوي چې پنځه کاله وړاندې هغه مهال چې د نوموړي ځايناستی محمد اشرف غني د طالبانو له بيا راتګ سره له کابله متحده عرب اماراتو ته ولاړ، ښاغلی کرزی "اړ شو" چې د خپل کور له باغ څخه يو ويډيي پیغام خپور کړي او له خلکو وغواړي چې ارام و اوسي، او له ګډوډۍ او تاوتریخوالي ډډه وکړي.
په یاده مرکه کې دا هم ویل شوي چې د هند حکومت هغه ته وړانديز کړی و چې که غواړي له افغانستانه ووځي، دې هېواد ته ورتلی شي خو ښاغلی کرزی وايي، "ما د هند سفير ته وويل، که هېواد د ړنګېدو په درشل کې هم وي، زه په افغانستان کې پاتې کېږم. موږ خپل هېواد نه پرېږدو".
له قومي مشرانو او بهرنيو چارواکو سره د هغه ليدنې "محدودې شوې" دي او له روغتيايي دلايلو پرته "د سفر اجازه" هم نه لري.
ښاغلي کرزي ويلي، "زه تر محدوديت لاندې يم خو چلند محترمانه دی. هغوی زما له خبرو ډېر خپه کېږي. محدوديتونه هم له همدې کبله دي".
د نوموړي په وینا، د طالبانو چارواکي کله ناکله له هغه سره اړيکه نيسي یا یې ليدو ته ورځي او د هغه له نيوکو شکايت کوي.
ښاغلی کرزی په دې مرکه کې زياتوي، "هغوی وايي، ښاغلی ولسمشر، ولې مو دا خبرې وکړې؟ موږ دومره هم بد نه يوو. ولې مو زموږ په اړه کومه مثبته خبره ونکړه؟"
د افغانستان پخواني ولسمشر په ۲۰۰۱ کال کې د هغې ورځې يادونه هم کړې چې د لنډمهالې ادارې د مشر په توګه کابل ته ننوت:
"هغه مهال ډسمبر و او هوا ډېره سړه وه. ما رسمي کالي نه لرل. يوازينی شی چې و، همدا قره قلي خولۍ وه؛ هغه خولۍ چې نيکه به مې په سر کوله، پلار مې هم پر سروله او زموږ په کورنۍ کې د یادګار په توګه پاتې وه".
د طالبانو حکومت تر دې دمه د ښاغلي کرزي د خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.