یو هندی فلمي ستوری راج پال یادوف په درېیو میاشتو بند محکوم شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې عالي محکمې (های کورټ) د هندي فلمونو ټوکمار اداکار راج پال یادوه د یوه فلمي شرکت د پور نه پرې کولو له امله په درېیو میاشتو بند محکوم کړی دی.

د راج پال یادوف په خلاف د دوسیې وړاندې کوونکې کمپنۍ وکیل ویلي، " د محکمې قاضي سورنا کانټا د "چېک باونس په قضیه کې " په نوموړې د ملامتیا پخوانۍ پرېکړه بیا وکړه او راج پال یادو ته یې حکم وکړ چې شکایت کوونکې کمپنۍ ته خپلې پیسې زر ور وګرځوي."

په دې قضیه کې د راج پال یادوف مېرمنه رادها یادوف هم شریکه بلل شوې او محکمې نوموړې ته هم د پیسو د ورکولو حکم کړی دی.

د یادونې ده چې یوه نیمه لسیزه وړاندې په ۲۰۱۰م کال کې راج پال یادوف د خپل یوه فلم ( اتا-پته- لا پته) لپاره د مرلي په نوم یوې شخصي کمپنۍ څخه شاوخوا پنځوس میلیونه هندۍ روپۍ چې څه دپاسه پنځه سوه زره امریکايي ډالر کېږي په پورې اخېستې وې.

خو دا فلم هسې یې چې تمه کېده ونه چلېد او پیسې یې ونه ګټلې.

له دې سره راج پال ونشو کولی یاد شرکت ته د پور پیسې بېرته ور وګرځوي.

په تېرو څو محکمو کې راج پال یادوف د محاکمې پر مهال د پور بېرته ورکولو ژمنه کړې وه خو دی تر اوسه د پور په پرې کولو نه دی توانیدلی.

تېر کې هم محکمو د ده خلاف ځینې پرېکړې کړې وې او د رپوټونو پر بنسټ راج پال یادو پرې پر وخت عمل نه و کړی.

له بیا بیا سرغړونو وروسته په لومړي ځل ډیلي کې یوې محکمې په ۲۰۱۸م کال کې نوموړي ته د شپږو میاشتو بند جزا اعلان کړې وه خو وروسته دا پرېکړه د ډیلي عالي محکمه ( های کورټ) کې وننګول شوه او محکمې یاده جزا وځنډوله.

له هغه مهال راهیسې دا قضیه په بېلابېلو محکمو کې تعقیب شوې او څو محکمو نوموړي ته د پور بېرته ورګرځولو سپارښتنه کړې خو راج پال یادوف د پیسو په ورکولو کې بیا بیا پاتې راغلی چې بالاخره د روان کال فبرورۍ میاشت کې نوموړی زنداني شو.

راج پال یادوف د ۲۰۲۶م کال فبرورۍ میاشت کې څو ورځې زنداني و خو وروسته د پور یوې اندازې شاوخوا ۱۵ میلیونه روپیو ورکولو سره بېرته په ضمانت خوشې شو.

له فبرورۍ وروسته دی بیا په خپلو ژمنو کې پاتې راغی او پاتې پیسې یې نه وې ورکړې.

د محکمې پر پرېکړه وکیلان څه وايي؟

محکمې راج پال یادوف ته د اعلان شوې پرېکړې د ننګولو یا اپیل لپاره دوه میاشتې وخت ورکړی دی.

عالي محکمې په خپله پرېکړه کې روښانه کړې چې راج پال یادو تر اوسه کمپنۍ ته شاوخوا دوه وېشت نیم میلیونه روپۍ ورکړي او دا به د پور له عمومي پیسو کمېږي.

د مرلي پروجکټس کمپنۍ یوه وکیل ویلي د محاکمې پر وروستۍ ورځ چې راج پال یادوف وویل " پنځه ځلې زندان ته تګ ته چمتو دی خو پیسو ورکولو ته نه" چې له دې خبرې اوریدو وروسته محکمې د هغه خلاف وروستۍ پرېکړه وکړه.

د راج پال یادوف وکیل بهاسکر اوپادهیای ویلي چې راج پال یادوف د محاکمې پر مهال له وینا موخه دا وه چې د یوه جرم خلاف هغه ته څو ځلې جزا ورکول کېږي.