تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران فوټبال فدراسیون د امریکا حکومت د دوی د ملي لوبډلې پر وړاندې په تبعیضي چلند تورن کړ
د ایران د فوټبال فدراسیون د دې له کبله چې د نړیوال جام سیالیو لپاره امریکا ته د استول کېدونکې ملي لوبډلې ځینو غړو ته یې وېزه نه ده ورکړل شوې، پر متحدو ایالتونو نیوکه کړې او دغه هېواد یې پر تبعیضي چلند تورن کړی دی.
دغه فدراسیون امریکا تورنه کړې چې د دوی په وینا "د ایران د ولس پر وړاندې خپل کینهکښ چلند یې سپورت ته هم غځولی او عملآ یې د ایران له ملي لوبډلې پر برابر شرایطو او له تبعیض پرته د سیالۍ حق سپمولی دی."
د ایران د فوټبال فدراسیون وايي، چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې "مهمو اداري او مدیریتي غړو" ته وېزه نه ده ورکړل شوې او دا چې دوی به دغه موضوع د فیفا له لارې تعقیب کړي.
په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "کوربه هېواد د ایران ملي ټیم خلاف په هدفمن او تبعیضي چلند سره یوه نابرابره او تبعیضي فضا رامنځته کړې او دا په سپورت کې د سیاست تر ټولو بد ډول مداخله ده."
تر دې ورمخکې په ترکیه کې د ایران سفارت په انقره کې د امریکا د سفیر ټام باراک د دې څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې وو د ایران لوبغاړو ته وېزه ورکړل شوې، لیکلي وو:
"ولې نه وایاست چې د مدیریتي او اجرایي برخې، تخنیکي سلاکارانو لوی شمېر او نورو هغو کسانو ته وېزه نه ده ورکړل شوې چې د هرې ملي لوبډلې نه بېلېدونکې برخه وي؟"
"تاسې اوس د ایران د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې خپل قصدي او تبعیضي چلند تر ټولو لوړې کچې ته رسولی دی."
د یادونې ده چې ټام باراک د جمعې پر ورځ له دې کبله انقره کې د امریکا د سفارت مننه کړې وه، چې د ایران ملي لوبډلې لپاره یې د وېزو د ارزونې او صادرېدو برخه کې هلې ځلې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت بيبيسي فارسي ته ویلي چې یوازې "د ایران د ملي لوبډلې لوبغاړو او ورسره اړینو ملګرو" ته وېزې ورکړل شوې دي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې "موږ ایران ته اجازه نه ورکوو چې له سیستمه په ناوړه ګټنې سره په بدله شوې بڼه ترهګر امریکا ته راننباسي."
ایرانۍ رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد د فوټبال له ملي لوبډلې سره تر ۱۰ ډېرو ملګرو ته ویزه نه ده ورکړ شوې.
په دوی کې د ایران د فوټبال فدراسیون رییس، د هغه مرستیال او عمومي مدیر مهدي تاج، مهدي محمد نبي او هدایت ممبیني هم شامل دي.
ټاکل شوې د ایران د فوټبال ملي لوبډله نړیوال جام ته خپل تمرینات د سنډیېکو په ګاونډ کې د تیخوانا ښار په کلوپ کې ترسره کړي.
د نړیوال جام ګروپي پړاو کې د ایران دوه لومړنۍ لوبې د لاس انجلس په سوفي لوبغالي کې د نیو زیلنډ او بلجیم خلاف دي او درېیمه لوبه د سیاتل لوبغالي کې د مصر خلاف کوي.