تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زیلېنسکي په یوه پرانیستي لیک کې له پوتین سره د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره په یوه نوې هڅه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مخامخ لیدنې غوښتنه کړې ده.
زيلېنسکي په یوه پرانیستي لیک کې پوتین ته ویلي چې دا "اشتباه ده چې انتظار وشي" چې په اروپا کې روانه جګړه یو ځل بیا د متحده ایالاتو د پاملرنې اصلي موضوع شي. هغه زیاته کړې چې سوله یوازې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د "مستقیمو خبرو اترو" له لارې ترلاسه کېدای شي.
هغه همداراز وړاندیز کړی چې د پلان شویو مذاکراتو په ټوله موده کې دې بشپړ اوربند نافذ شي، خو پوتین د پنجشنبې په ورځ تر دې وړاندې دغه وړاندیز رد کړی و.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ده په اند "دا به ډېر ښه وي" که دواړه مشران سره وویني.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه خوښ یم چې دوی د یوې لیدنې د ترسره کولو په اړه خبرې کولی شي. زما په اند موږ په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی."
هغه زیاته کړه چې دواړه مشران باید "امتیازونه ورکړي". د هغه په وینا: "لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، دا امتیازونه وړاندیز شوي او موږ په دې کې مهم رول درلود." خو هغه نور جزییات ور نه کړل.
کرملین هم د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکرایین ولسمشر ته ښه راغلاست وایي څو هر وخت په مسکو کې له خپل روسي سیال سره وګوري.
د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د روسي دولتي رسنیو له قوله ویلي: "زيلېنسکي هر وخت مسکو ته راتلای شي. " هغه زیاته کړه چې پوتین لا تر اوسه د اوکرایین د ولسمشر لیک نه دی لوستی.
زيلېنسکي په خپل پرانیستي لیک کې پوتین ته وړاندیز کړی چې مخامخ لیدنه ورسره وکړي او ویلي یې دي چې اوکرایین د "بشپړ اوربند" لپاره هم چمتو دی.
هغه په خپل پیغام کې لیکلي: "اوکرایین وړاندیز کوي چې دا جګړه زموږ او ستاسو ترمنځ د مستقیمو خبرو له لارې پای ته ورسېږي. زه د یوې لیدنې وړاندیز کوم."
هغه زیاته کړه: "اوکرایین چمتو دی چې د مذاکراتو په ټوله موده کې بشپړ اوربند ومني."
زيلېنسکي همداراز د دواړو لوریو د ټولو جنګي اسیرانو د بشپړ تبادلې وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې دا کار د جګړې د پای ته رسولو لپاره "یو ښه پیل" کېدای شي.
زيلېنسکي دا پرانیستی لیک یوه ورځ وروسته له هغې خپور کړ چې اوکراین د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله د روسیې پر سنپیټرزبورګ برید وکړ. سنپيټرزبورګ د پوتین د زېږېدو ښار دی او هلته هغه مهال نړیوال اقتصادي فورم هم روان و.
زيلېنسکي څو ځله له پوتین سره د لیدنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې یوازې مستقیمې خبرې اترې کولای شي د ځمکو او سیمو پر سر د اختلافاتو د حل لپاره هوکړې ته لاره هواره کړي.
دا پرانیستی لیک له هغو محدودو نوښتونو څخه ګڼل کېږي چې زيلېنسکي د ۲۰۲۲ کال د روسیې له یرغل راهیسې په مستقیم ډول پوتین ته استولی دی.
د روسیې او اوکرایین ترمنځ خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې له خنډ سره مخ دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو پاملرنه، چې د منځګړي رول یې درلود، له ایران سره جګړې ته واوښته.
په استانبول، ابو ظبۍ او جنیوا کې د دواړو لورو ترمنځ ترسره شویو مذاکراتو هم د اصلي موضوع، یعنې د ځمکنۍ حاکمیت په ځانګړي ډول د اوکرایین په ختیځ کې، په اړه کوم مهم پرمختګ رانه وست.
تر خپل لیک وړاندې، پوتین په سنپټرزبورګ کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې یو ځل بیا د زېلېنسکي د مشروعیت په اړه شک څرګند کړ.
هغه وویل چې دا موضوع چې آیا زېلېنسکي لا هم د اوکراین قانوني ولسمشر دی که نه، "تحلیل ته اړتیا لري"، ځکه د هغه پنځه کلنه ولسمشریزه دوره په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسېدلې ده.
خو په اوکرایین کې د جګړې پر مهال نافذ پوځي قانون د ټاکنو ترسره کول منع کوي. زېلېنسکي وړاندیز کړی چې که بشپړ اوربند رامنځته شي، نو د سولې د وروستۍ هوکړې په اړه به ټاکنې یا ټولپوښتنه ترسره کړي.
بل لور ته، پوتین څو ځله ویلي چې له زيلېنسکي سره به یوازې هغه وخت وویني چې د مخکېني توافق وروستۍ جزئیات بشپړ شي. هغه همدارنګه څو ځله د مستقیمې لیدنې غوښتنې رد کړې دي.
اوکرایین په وروستیو میاشتو کې د روسیې د انرژۍ او پوځي هدفونو پر ضد خپل واټنلرونکي غچاخیستونکي بریدونه زیات کړي دي. کېیف دغه بریدونه د روسي ځواکونو د شپنیو بمباریو پر وړاندې "عادلانه ځواب" بولي.
زيلېنسکي په خپل لیک کې پوتین ته ویلي:
"که تاسو دې پایلې ته ونه رسېږئ چې د دې جګړې د پای ته رسولو وخت رارسېدلی، نو اوکراین به د خپل موجودیت او بقا د دفاع لپاره جګړې ته دوام ورکړي."
بل لور ته، ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د جګړې په ډګر کې د خپلو ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې، په داسې حال کې چې د اوکراین د لوري باور او ډاډ هم مخ په زیاتېدو دی.
کله چې له پوتین څخه وپوښتل شول چې آیا پر اوکراین د روسیې برید په یوه "ستراتیژیک ناورین" بدل شوی که نه، هغه ځواب ورکړ:
"روسیه د جګړې د تماس کرښې په اوږدو کې هر ځای مخ پر وړاندې روانه ده."
هغه زیاته کړه: "موږ په بشپړه توګه چمتو یو او هیله لرو چې له اوکراین سره د سولهییزو لارو چارو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږو."
د ۲۰۲۵ کال له وروستیو راهیسې په اوکراین کې د روسي ځواکونو د پرمختګ چټکتیا کمه شوې ده، او وروستي معلومات ښيي چې اوکراین بېرته ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
پوتین د پنجشنبې په ورځ دا هم ومنله چې روسیه باید خپل هوايي دفاعي سیستمونه لا پیاوړي کړي، وروسته له هغې چې اوکراین د چهارشنبې په ورځ د بېپیلوټه الوتکو په وسیله په سنپیټرزبورګ کې د تېلو یوه کمپلکس او یوه سمندري اډه په نښه کړل.