تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کور دننه خطر؛ په مصر کې یوه پلار خپل دوه زامن په وهلو، ټکولو وژلي
- Author, محمود النجار
- دنده, بي بي سي عربي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د مصر په جیزې ولایت کې د یوه پلار له خوا د خپلو دوو ماشومانو وژل کېدو په ټول هېواد کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د لومړنیو څېړنو له مخې، دغه سړی، چې د بدن جوړونې روزونکی او د ټلوېزیوني خپرونو وړاندې کوونکی دی، خپل دوه ماشومان په دومره سختۍ وهلي ټکولي دي، چې د همدې وهلو ټکولو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دې پېښې یو ځل بیا په کورني چاپېریال کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي، د هغه څه د حدودو او چوکاټ په اړه بحثونه راپارولي، چې ځینې یې «د تنبیه حق» بولي.
دغه راز دا پوښتنې هم راپورته شوې دي، چې کله مور یا پلار خپله د ماشوم لپاره د خطر سرچینه وي، د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ اوسني میکانیزمونه څومره اغېزمن دي.
پېښه څنګه رامنځته شوې ده؟
د مصري رسنیو د راپورونو له مخې، یوه ۴۰ کلن سړي د جیزې ولایت الطالبیې سیمې کې خپل کور دننه خپل دوه زامن، چې اووه او نهه کلن وو، سخت وهلي ټکولي دي.
راپورونه وایي، شخړه هغه مهال پیل شوه، چې پلار خپل ماشومان د پیسو پر اخیستو تورن کړل.
له لفظي شخړې وروسته یې دواړه ماشومان په سختۍ ووهل، چې له امله یې هغوی سخت ټپیان شول.
د راپورونو له مخې، دغه پلار خپل مشر زوی روغتون ته وړی و او ادعا یې کړې وه، چې ماشوم په ترافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.
ماشوم شاوخوا لس ورځې تر درملنې لاندې و، خو د نومبر په ۱۳مه د سختو ټپونو له امله مړ شو.
د ماشوم پر بدن د ټپونو نښو د پلار د ادعا په اړه شکونه راپورته کړل او له همدې امله امنیتي ځواکونو د پېښې پلټنې پیل کړې.
وروسته څېړنو وښودله، چې د هغه کشر ورور هم وژل شوی و او جسد یې د شپږم اکتوبر ښار په یوې صحرايي سیمې کې خښ شوی و.
ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې تورن کس د پوښتنو ګروېږنو پر مهال منلې ده، چې د خپلو ماشومانو د «تنبیه» په موخه یې هغوی وهلي، ټکولي وو.
هغه امنیتي ځواکونو ته د کشر ماشوم د مړي د ښخولو ځای هم ورښودلی دی.
د مصر څارنوالۍ د پلټنو تر بشپړېدو پورې د تورن د بند حکم صادر کړی او هغه د قصدي قتل په تور تورن شوی دی.
د دې قضیې د ټولو جزییاتو او اړخونو د روښانولو لپاره لا هم پلټنې روانې دي.
د مصر ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، تورن کس له خپلې لومړۍ مېرمنې، چې د دواړو ماشومانو مور وه، جلا شوی و. د ماشومانو مور له خپلې کورنۍ سره د منیا ولایت ته تللې وه.
وروسته دغه سړي دوهم واده کړی و او له خپلې دوهمې مېرمنې یې هم ماشومان لرل.
مصر کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو بحثونه یوازې د پېښې تر جزئیاتو پورې محدود نه وو، بلکې د تورن کس د شخصیت او مخینې په اړه هم تاوده بحثونه شوي، ځکه وروسته څرګنده شوه، چې دې سړی د بدن جوړونې د روزونکي ترڅنګ د شخصيتي پرمختګ او شخصي ودې په برخه کې هم فعالیت درلود او د فردي ودې او شخصیت د پیاوړتیا په اړه یې یو ټلوېزیوني خپرونه چلوله.
ډېرو کاروونکو د هغه د عامه پیغامونو او اوسنیو تورونو ترمنځ پر څرګند تضاد حیرانتیا او ناباوري څرګنده کړه.
خو ځینو نورو خبرداری ورکړ، چې خلک باید یوازې د ظاهري بڼې، عامه انځور یا مذهبي بڼې له مخې ونه ارزول شي او دا ډول جرمونه باید د ځانګړي ډول دیندارۍ یا ظاهري مذهبي هویت سره ونه تړل شي.
په ټلوېزیوني پروګرامونو کې د تورن شتون د هغه د رسنیز فعالیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړې.
د دې قضیې له رسنیز کېدو وروسته، هغې شبکې، چې د هغه پروګرام یې خپراوه، اعلان وکړ چې نوموړي د خپل پروګرام لپاره د خپرونې وخت په اجاره اخیستی و.
شبکې زیاته کړه، چې له هغه سره یې تړون لغوه کړی او په راتلونکي کې به ورسره هېڅ ډول همکاري ونه کړي.
شبکې په یوه اعلامیه کې له ماشومانو سره د هر ډول تاوتریخوالي غندنه وکړه او وايي، د پلټنو بهیر او د قضايي ادارو پرېکړو ته بشپړ درناوی لري.
د مصر د رسنیو د تنظیم عالي شورا هم اعلان کړی، چې د روانې میاشتې تر پایه به د یادې شبکې خپرونې ودرول شي، چې وضعیت وڅېړل شي او لازم اصلاحات پکې راوستل شي.
د رسنیو د کارکوونکو اتحادیې هم ویلي، چې تورن نه د دې اتحادیې غړی دی او نه هم د قانون له مخې د رسنیز فعالیت رسمي جواز لري.
اتحادیې زیاته کړې، چې په ټلوېزیون کې د هغه شتون د هغې ښکارنده یوه بېلګه ده، چې په مصر کې «د خپرونو د وخت پلور» په نوم یادیږي.
له دې لارې ټلوېزیوني شبکې د پیسو په بدل کې د خپرونو ځینې ساعتونه اشخاصو یا بنسټونو ته ورکوي، چې پرته له دې چې لازماً د مسلکي رسنیزو فعالیتونو ټول مقررات پرې پلي شي، خپل پروګرامونه یا تولیدات خپاره کړي.
اتحادیې ټینګار کړی، چې مسوولیت یوازې د پروګرام پر وړاندې کوونکي ته نه ورګرځي، بلکې هغه ادارې هم دا مسوولیت پر غاړه لري، چې دا ډول کسانو ته د رسنیو له لارې د مخاطبینو پر وړاندې د څرګندېدو زمینه برابروي.
دا پېښه په داسې مهال رامنځته شوې، چې د مصر د رسنیو د تنظیم عالي شورا د « خپرونو د وخت پلور» دود پر ضد خپل اقدامات زیات کړي دي.
څوک ماشومان د مور او پلار له تاوتریخوالي ساتي؟
د دې پېښې په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته بحث یوازې د جرم تر جزئیاتو محدود پاتې نه شو، بلکې دا پوښتنه یې هم راپورته کړه، چې ماشومان څنګه له کورني تاوتریخوالي خوندي کېدای شي.
په ځانګړي ډول هغه مهال، چې ځورونکی کس خپله مور یا پلار وي، یعنی هماغه څوک، چې باید د ماشوم خوندیتوب او پالنه تضمین کړي.
ځینو ټولنیزو شبکو کاروونکو غوښتنه کړې، پرته له دې، چې عاملین یې خپلوان وي، مور او پلار وي او که بل څوک، له ماشومانو سره د هر ډول تاوتریخوالي او ناوړه چلند پېښې باید راپور شي.
یو شمېر نورو بیا د هغو والدینو لپاره د سختو سزاوو غوښتنه کړې، چې له خپلو ماشومانو سره تاوتریخوالی کوي.
د دوی په باور، اوسني قوانین د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کافي ملاتړ نه برابروي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) د معلوماتو له مخې، چې د مصر د ۲۰۱۴ کال د نفوس او روغتیا د سروې پر بنسټ چمتو شوي، د یوه او ۱۴ کلونو ترمنځ ۹۳ سلنه ماشومان د تاوتریخوالي له ډول ډول پېښو سره مخ شوي دي، که هغه بدني سزا وي او که رواني تاوتریخوالی.
د مصر د ماشومانو مرستندویه ټیلیفون یا د ماشومانو د ملاتړ کرښې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۵۸۴ زره او ۸۰۹ پېښو په هکله رپوټونه ترلاسه کړي وو. دې کې ۲۷ زره او ۷۰۰ یې رسمي شکایتونه او راپورونه وو.
دا شمېر د وړم کال پرتله نږدې ۲۹.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ماشومانو د خطر له ګواښ سره د مخامخ کېدو په اړه راپورونه د ټولو ثبت شویو قضیو ۸۸.۵ سلنه جوړوي.
په دغو مواردو کې فزیکي او رواني تاوتریخوالی، د کورنۍ له لوري غفلت او بېپروايي، د ماشومانو کار، د ماشومانو ودونه او د ماشومانو د حقونو د سرغړونې نور ډولونه شامل دي.
قانون څه وايي؟
د مصر اساسي قانون دولت مکلفوي، چې د ماشومانو ساتنه وکړي او هغوی له هر ډول تاوتریخوالي، ناوړه چلند، ځورونې او استثماره خوندي وساتي.
د ماشومانو قانون هم د هغو ماشومانو د ملاتړ لپاره ځانګړي احکام لري، چې له خطر سره مخ وي.
دغه قانون د ولایتونو، ولسوالیو او اداري مرکزونو په کچه د ماشومانو د ساتنې د کمېټو د فعالیت طریقه هم ټاکي.
دا کمېټې د هغو ماشومانو وضعیت څاري، چې له خطر سره مخ دي او له اړوندو ادارو سره د هغوی د خوندیتوب لپاره د لازمو اقداماتو په برخه کې همغږي کوي.
د ماشومانو مرستندویه ټیلیفوني کرښه، چې د ماشومانو او مېندو د ملي شورا تر چتر لاندې فعالیت کوي، د ماشومانو د حقونو د سرغړونو راپورونه ترلاسه کوي، اړوندو ادارو ته یې سپاري او د قضیو د تعقیب بهیر څاري.
خو د کورني تاوتریخوالي په قضیو کې یوه جنجالي قانوني ماده د مصر د جزا قانون شپېتمه ماده ده.
په دې ماده کې راغلي، چې د جزا قانون احکام پر هغو کړنو نه تطبیقېږي، چې ''په نیک نیت او د هغه حق د کارولو په چوکاټ کې ترسره شوې وي، چې شریعت یې په رسمیت پېژني.''
د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ځینو قضیو کې د تورنو وکیلانو له دې مادې څخه د خپلو موکلانو د کړنو د توجیه لپاره کار اخیستی او استدلال یې کړی، چې دا کړنې د ''روزنې او تادیب حق'' په چوکاټ کې ترسره شوې دي.
دغه موضوع د ماشومانو د قانون له یوې بلې مادې سره هم تړاو پیدا کوي، چې د والدینو د دې حق په اړه خبرې کوي، چې خپل اولادونه وروزي.
همدې مسئلې یو حقوقي بحث راپورته کړی، چې د والدینو د روزنې حق حدود څه دي، او په کوم پړاو کې روزنه او تادیب په داسې تاوتریخوالي او ناوړه چلند بدلېږي چې قانوني سزا ولري.
یونېسف د ۲۰۲۴ کال په خپل راپور کې د مصر د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د وضعیت په اړه ویلي، چې د مصر قوانین د روزنې ټول تاوتریخجنې بڼې او بدني سزاوې په څرګند ډول نه منع کوي.
د ''روزنې حق'' اړوند قوانین هم د ماشومانو لپاره د روښانه حقوقي خوندیتوب په رامنځته کولو کې ځینې ستونزې پیدا کوي.
د ماشومانو د حقونو فعالان باور لري، چې هغه قانوني مادې باید بیا وکتل شي، چې ښايي په کورنیو کې د تاوتریخوالي د توجیه لپاره وکارول شي او د والدینو واک د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه چلند لپاره په پلمه بدل نه شي.
تېر کال د مصر د استازو جرګې مشر له ماشومانو سره د ځینو جرمونو د سزاوو د سختولو یوه طرحه تخصصي کمېسیونونو ته وسپارله.
خو دا طرحه تر ډېره د جنسي تېري او جنسي ځورونې پر جرمونو تمرکز لري او په مستقیم ډول د ''روزنې'' تر نوم لاندې د والدینو له خوا د ماشومانو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي مسئله نه څېړي.