ماشومان مو دروغ درته وايي؟ څنګه یې ریښتیا ویلو ته هڅولی شو؟

    • Author, جورج سانډمن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

که ماشوم وپوښتې چې پر دیوال یې کرښې ولې راښکلې دي نو که هماغه شېبه یې قلم هم په لاس کې وي، درته وايي‌ به چې ما نه دي کړي. که له ډبي یا المارۍ یې ستا له اجازې پرته خواړه پټ کړي وي او ته یې وپوښتې چې دا چا وخوړل، نو که ګریوان او لاسونه یې پر هماغو خوړو ککړ هم وي، وايي به چې ما نه؛ یا به وايي چې پېشو وخوړل او یا پیریانو یووړل.

دا هغه واړه واړه دروغ دي چې نږدې ټول میندې او پلرونه یې له خپلو ماشومانو اوري. خو کارپوهان وايي چې دا وړې درغلۍ د هغوی د ذهني ودې مهمه برخه ده او په دغه رپوټ کې یې درته تشریح کوي چې څنګه:

کلینیکي‌ ارواپوهه ډاکټره جېډ رېډفرن وايي چې، "دا په اصل کې یو داسې مهارت دی چې دوی یې ازمايي او د لا ښه کولو لپاره یې په ځان کې روزي".

کارپوهان په دې باور دي چې داسې واړه واړه دروغ ویل د دې نښه ده چې دا ډول کوچنیان سالم وي خو دا بیا زموږ یا د لویانو مسؤلیت دی چې هغوی ریښتیا ویلو ته وهڅوو او ویې روزو.

ډاکټر رېډفرن وايي چې که څه هم ماشومان په دروغ ویلو کې ډېر تکړه نه وي خو بیا هم ځينې ان تر یو کلنۍ مخکې هم د نورو د تېر ایستلو وړتیا لري.

د لویانو تېر ایستل او پلمې جوړول

د بریتانیا په برېسټل پوهنتون کې په یوه څېړنه کې موندل شوې چې په هرو څلورو ماشومانو کې یو یې تر لس میاشتېنۍ په کم عمر کې تر یوه بریده په دې پوهېږي‌ چې څنګه یو چا سره چل وکړي.

د دې څېړنې مشره پروفیسره ایلینا هویکا وايي چې دا ډېره د حیرانۍ خبره ده چې واړه په دومره کم عمر کې هم داسې چالاک وي.

په دې څېړنه کې د هغې خپل ماشومان هم شامل وو. دا زیاتوي، "زه درې اولادونه لرم او په پوره باور درته ویلی شم چې ډېر هوښیار او چالاک دي".

د اغلې هویکا په وینا، ماشومان یې هره ورځ د چاکلیټو او یا نورو خوږو خوړلو ته تر مېز لاندې او یا په تشناب کې پټېږي او دا څرګندوي چې ماشومان څنګه په دومره کم عمر کې د مور او پلار د تېر ایستلو چلونه کوي او بیا نورو ته داسې ښکاروي چې ګواکې هېڅه یې هم نه دي‌ کړي.

پروفیسره هویکا وايي، "کله ښايي د دوی درغلي دې حد ته هم ورسېږي چې که ورته ویلي دې وي چې پلانۍ کڅوړې ته به لاس نه وروړې نو دوی به بیا هم له ډېرې کونجکاوۍ په پټه هڅه کوي چې هماغه کڅوړه خلاصه کړي او ویې ګوري چې څه پکې دي".

دا په یوه بل مثال کې وايي چې کوچنیان په پلمو جوړولو کې هم تکړه دي، "که ورته ووایې چې خپل ځای پاک او منظم کړه نو دا به له دې کاره د ځان پټولو لپاره پلمه جوړه کړي چې میتیازې ورغلې دي او تشناب ته ځي".

د کارپوهانو په وینا، درې کلنۍ ته تر رسېدو پورې ماشومانو په چلبازیو او نورو ته په فریب ورکولو کې ډېر مهارت پیدا کړی وي، نوي نوي چلونه یې زده کړي وي او پوهېږي چې د خلکو ماغزه څه ډول کار کوي او په څنګه ژبه باید خبرې ورسره وشي.

د خبرو پټول او یا پوره ریښتیا نه ویل

پروفیسره ایلینا هویکا وايي چې نږدې ټول واړه په دې عمر کې د معلوماتو او یا د ځينو خبرو پټول هم پیلوي. د بېلګې په ډول، دا ریښتیا به درته وايي چې ورور یا خور یې وهلی خو دا خبره درنه پټوي چې ملامت دی و او لومړی ګوزار هم ده کړی و.

اغلې هویکا د ماشومانو له لوري د لویانو د تېر ایستلو د مهارت دې ودې ته "د تیوري اف ماینډ" نوم ورکوي او زیاتوي، "موږ له وړوکوالي ماشومانو ته دا ورزده کوو چې یو خپلواک انسان دی او باید پر ځان بسیا واوسي او خپل ژوند په خپله ځان ته جوړ کړي. دوی همداسې ورو ورو له نورو سره د خواخوږۍ ښکارولو مهارت هم زده کوي، یعني د دې وړتیا پیدا کوي چې که د بل چا احساس او انګېرنې له دوی مختلفې هم وي خو دوی یې درک کولی شي".

یو بل دلیل چې کوچنیان دروغ ویلو ته هڅوي، د خپل ځان خوندي ساتل دي؛ ځکه چې دوی خپل مور او پلار خپه یا ناهیلي نه شي لیدلی.

ډاکټره رېډفرن وايي، "ټول انسانان په یوه بل پورې تړلي دي او د همدغه تړاو له مخې کوچنیان هم له هغو کسانو سره پر اړیکې او وابستګۍ ډېره تکیه کوي چې دوی ساتي یا پالي".

هغه زیاتوي چې ماشومان له ډېر کوچنیوالي دا زده کوي چې کوم کارونه کول یې خپلو دغو پالونکو یا مور او پلار باندې ګرانوي او کوم عملونه هغوی باندې بد لګېږي چې ښايي دوی ترې لرې کړي.

نو اغلې رېډفرن وايي چې دې خبرې ته په کتو، لویان کولی شي چې د خپلې کورنۍ چاپېریال داسې جوړ کړي چې ماشومان پکې په زغرده او پرته له کومې وېرې خپله د زړه خبره په ريښتیا وکړای شي او دروغ ویلو او یا د کومې خبرې پټولو ته مجبور نه شي.

څنګه یې ریښتیا ویلو ته هڅولی شو؟

د رېچل ډفي په نوم د درو ماشومانو یوه مور هم وايي چې، "موږ باید په خپلو کورونو کې داسې خوی خپل کړو او اولادونو ته مو د دومره امنیت او خوندیتوب احساس ورکړو‌ چې که ان کومه تېروتنه هم ترې شوې وي، دوی موږ ته په کرار زړه ريښتیا خبره وکړي".

اغلې ډفي وايي چې دا همېشه د همداسې چاپېریال رامنځ‌ته کولو هڅه کوي او د خپل مشر زوی یوه کیسه د بېلګې په ډول یادوي.

دا وايي چې یوه ورځ یې مشر زوی په پټه د خپل واړه ورور بایسکل بوولی، له یوه موټر سره یې ټکر کړی او مات کړی و. خو د دې په وینا، حال یې نه وایه چې دغه کار چا کړی.

دا مور زیاتوي، "ما ورته وویل چې که ریښتیا خبره راته وکړې نو هېڅه هم نه درته وایم. بیا ترې لاړم چې یو څه وخت پرخپله خبره فکر وکړي".

اغلې ډفي وايي چې لږ وروسته "هغه راغی او ریښتیا حال یې راته ووایه. ځکه چې هغه ډاډه شوی و چې نه به یې څوک ورټي،‌ نه به بدرد ورته ووايي او نه به په لوړ غږ څوک خبرې ورسره وکړي".

ارواپوهه رېډفرن هم دا په داسې حالاتو کې له ماشومانو سره د ښه چلند یوه ښه بېلګه بولي او وايي چې د ماشومانو له رالویېدو سره باید مور او پلار هغوی سره رازونیاز او خبرې وکړي.

د دې په وینا، دا به په هغوی کې د خواخوږۍ احساس پياوړی او وروزي او هغوی به بیا په خلاص زړه د خپلې زړه غوټې ورته سپړي.