تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال بانک: د افغانستان شاوخوا ۳ سلنه اقتصادي وده د نفوس د بې مخینې نږدې ۷ سلنه زیاتوالي پر وړاندې
د نړیوال بانک تازه درې میاشتنی راپور د افغانستان د ۲۰۲۶ مالي کال درې سلنه اقتصادي وده اټکلوي خو ورسره دغه اقتصادي ښهوالی محدود او نازک بولي.
دوې د دې وړاندوینه هم کړې، چې د افغانستان نفوس به په بې مخینې توګه ۶،۶ سلنه زیات شي.
دغه بنسټ د افغانستان د پراختیايي وضعیت په اړه وايي، د نفوس شپږ سلنه ډېروالی به د دې لامل شي، چې د سرانه تولید کچه درېیم پرلهپسې کال هم راټیټه شي.
د افغانستان د ناخالص کورني تولید درې سلنه اټکل د بانک نړیوال پسرلني راپور کې له اټکل شوې کچې یوه سلنه کم دی.
د دې ودې ډېره برخه د کرنیزو حاصلاتو د ښه موسم له امله بلل شوې، په داسې حال کې چې راپور وايي، د خصوصي سکټور پانګونه او صادرات کم شوي دي.
د نړیوال بانک په وینا، د کار په بازار کې د تقاضا کمېدو او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د کورنیو توکو د پېرلو او اخیستو ځواک کمزوری کړی.
د بانک نړیوال وروستي راپور کې راغلي، چې د نفوس وده د تولید له ودې چټکه ده او د انفلاسیون کچه یو ځل بیا لوړه شوې ده.
د راپور له مخې په ځانګړي ډول د بې مسلکه کارګرانو او بېرته راستنو شویو کډوالو د پېرلو ځواک په چټکۍ کم شوی دی.
راپور وايي، چې یوازې په سپټمبر میاشت کې ورځنیو مزدورانو د تېر کال پرتله ۱۴ ورځې لږ کار موندلی و.
دا په دې مانا ده چې دوی اوس د خپل اوونیز عاید په پیسو د تېر کال پرتله ۲۷ سلنه لږ اوړه اخیستلی شي.
نړیوال بانک وايي، چې د سوداګرۍ د ګډوډیو له اغېزو سره سره د افغانستان کورني عواید په ښه وضعیت کې دي.
د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمايي کې د حکومت عواید ۱.۲ سلنه زیات شوي دي.
د غیرمالیاتي عوایدو او کورنیو مالیاتو زیاتوالي د ګمرکي عوایدو ۱۶.۹ سلنه کموالی جبران کړی دی.
د نړیوال بانک راپور ښيي، چې له پاکستان سره د تګ راتګ له محدودېدو وروسته افغانستان خپل واردات له نورو لارو تنظیم کړي، خو صادراتو ته بیا داسې لارې لا هم نه دي موندل شوې.
د نړیوال بانک په وینا، وروسته له دې، چې د پاکستان ترانزیټي لارې د منځنۍ اسیا او ایران لارو ته بدلې شوې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې واردات ۲.۲سلنه زیات شوي او اوس مهال ۹۷ سلنه واردات له همدې دوو لارو له لارې لېږدول کېږي.
خو صادرات ۱۵.۱ سلنه کم شوي او د تازه مېوو او سابو د صادراتو کچه نږدې ۹۰ سلنه راټیټه شوې ده.
راپور د افغانستان د بانکي او مالي سیستم په اړه هم ویلي، چې د افغانۍ ثبات د وارداتي انفلاسیون په مهارولو کې مرسته کړې، خو دا وضعیت لا هم نازک دی.
دغه بنسټ وړاندوینه کوي، چې افغانستان به په ۲۰۲۷ مالي کال کې ۳.۳ سلنه او په ۲۰۲۸ کال کې ۳.۵ سلنه اقتصادي وده ولري، خو خبرداری ورکوي چې د سوداګریزو لارو وضعیت، د راتلونکي کال حاصلات، د کډوالو بېرته ستنېدل او د مرستو بندېدل اقتصاد ته مهم خطرونه ګڼل کېږي.