امریکا د ایران هرمزګان څو نښلوونکي پلونه او د چابهار سمندري څار څلی ویشتلي

د ویډیو تشریح، امریکا د ایران هرمزګان څو نښلوونکي پلونه او د چابهار سمندري څار څلی ویشتلي
امریکا د ایران هرمزګان څو نښلوونکي پلونه او د چابهار سمندري څار څلی ویشتلي
د خپرېدو وخت

ایران د پنجشنبې په ماښام، د امریکا د پوځ د اعلان له مخې، د پرله‌پسې شپږمې شپې لپاره د بریدونو هدف وګرځېد. ایران هم وایي چې قطر، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پر مرکزونو او اډو بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې، رسنیو د ایران د سوېلي ښارونو په بېلابېلو برخو کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی او راپورونه وایي چې د بندر عباس ښار دوه نښلوونکي او مواصلاتي پلونه، د دغه ښار د رېل پټلۍ یوه څانګه او د ایرانشهر هوايي ډګر په نښه شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي: "تاسو به ډېر ډېر ژر د دې هڅو پایله ووینئ" او "موږ د ایران پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کوو."

د ایران د هرمزګان والي ویلي چې نن سهار د جمعې په ورځ (۲۶ چنګاښ)، "د خمیر ولسوالۍ ۶ پلونه" د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

نور معلومات د بي‌بي‌سي پښتو پر وېبپاڼه لوستلی شئ.