له سپینې ماڼۍ خپاره شوي د هوکړه لیک یادښت بشپړ متن کې څه راغلي؟

USA - Iran

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

په دې مطلب کې به ټکی په ټکي هغه څه ولولئ چې سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ماښام، د امریکا او ایران ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک بشپړ متن خپور کړ، چې سپینې ماڼۍ پکې شامل شوي توضیحات هم شامل کړي دي.

لومړۍ ماده

د دې یادښت په لاسلیک کولو سره، امریکا، د ایران اسلامي جمهوریت او په اوسنۍ جګړې کې د لبنان په ګډون د دوی متحدین په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي پای اعلانوي او ژمنه کوي چې د یو بل پر وړاندې به هېڅ ډول جګړه یا پوځي عملیات نه کوي، د یو بل پر وړاندې به د ګواښ یا ځواک له کارولو ډډه کوي او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تضمین به کوي.

وروستۍ موافقه او د دې بند نور حکمونه به د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې دایمي پای تاییدوي.

دویمه ماده

امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي چې د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او د یو بل په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

درېیمه ماده

امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي چې په شپېتو ورځو کې دننه به د وروستۍ موافقې لپاره خبرې او بحثونه وکړي. دا موده د دواړو خواوو په خوښه غځول کېدی شي.

څلورمه ماده

د دې هوکړه لیک له لاسلیکولو سره سم به، امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د سمندري محاصرې او هر ډول مزاحمت یا خنډ د لېرې کولو بهیر پیلوي او په ۳۰ ورځو کې به سمندري کلابندي په بشپړه توګه پای ته رسوي.

په دې موده کې به، د کښتیو تګ راتګ د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا له جګړې مخکې ټاکل شوي کچې ته د سمندري ترافیک د بېرته راستنېدو له کچې سره برابروي.

امریکا هم ژمنه کوي چې له وروستي تړون وروسته به په ۳۰ ورځو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له شاوخوا سیمو خپل ځواکونه وباسي.

د امریکایي چارواکي لخوا څرګندونې:

د دې بند موخه دا ده که موږ وروستۍ موافقې ته ورسېږو، تر وروستۍ موافقې وروسته، ۳۰ ورځو کې دننه، په سیمه کې د امریکایي ځواکونو ځای پرځای کول به د شخړې له پیله مخکې حالت ته ستانه شي. دا هغه څه دي چې دا بند یې په عمل کې وړاندوېینه کوي.

پنځمه ماده

د دې تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره به، د ایران اسلامي جمهوریت خپله ټوله هڅه کوي، چې د فارس خلیج له لارې د عمان سمندر ته د سوداګریزو کښتیو خوندي تګ راتګ د ۶۰ ورځو لپاره پرته له حق العبور یا فیسه تضمین کړي.

په دېرشو ورځو کې به د ایران اسلامي جمهوریت لخوا د تخنیکي او پوځي خنډونو لېرې کولو او د ماینونو پاکولو عملیات ترسره کولو اړتیا ته پام، د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ سملاسي پیل شي.

د ایران اسلامي جمهوریت به د عمان له شاهي حکومت سره خبرې وکړي چې د فارس خلیج د نورو هېوادونو په ګډون او د نړیوال قانون او د تنګي د شاوخوا نورو هېوادونو د خپلواکو حقونو په چوکاټ کې، د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت او سمندري خدمتونو په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.

د امریکایي چارواکي لخوا څرګندونې:

په دې ماده کې ټینګار شوی، چې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ به له حق العبور پرته وي. ایران به نه یوازې له عمان، بلکې د خلیج له هېوادونو سره هم د هرمز تنګي په اړه د اوږدمهاله تړون د پراختیا لپاره همکاري وکړي. ښايي ایران د خپلو حقونو په تړاو ټینګار وکړي، خو د خلیج هېوادونه به هېڅکله له داسې میکانیزم سره موافقه ونه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو لپاره د مالیې اخیستل پکې شامل وي.

شپږمه ماده

امریکا ژمنه ده، چې د سیمه ییزو شریکانو په همکارۍ، د ایران د اسلامي جمهوریت د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره د لږترلږه ۳۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت یو دوه اړخیزه موافقه شوی وروستی پروګرام جوړ کړي.

د دې پروګرام د پلي کولو میکانیزم به د وروستي تړون د یوې برخې په توګه د ۶۰ ورځو په اوږدو کې بشپړ شي.

د لومړنیو اړوندو معاملو لپاره ټول اړین جوازونه، معافیتونه او جوازونه به د امریکا لخوا صادر شي.

د امریکایي چارواکي لخوا څرګندونې:

د دې بند له مخې امریکا مجبوره نه ده چې ایران ته ان یو ډالر هم ورکړي یا دې له دغه مالي صندوق سره مرسته وکړي. دا په دې معنی ده، چې که وروستۍ موافقه وشي او ایران خپل مکلفیتونه پوره کړي، د بېلګې په توګه امریکا به عربي اماراتو ته اجازه ورکړي چې په ایران کې د برېښنا فابریکه جوړه کړي.

اومه ماده

امریکا ژمنه کوي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امنیت شورا او د اټومي انرژۍ په تړاو د ملګرو ملتونو اړوند بندیزونه او همدارنګه د امریکا ټول یو اړخیز بندیزونه، دواړه لومړني او ثانوي ټول لغوه کړي.

د دې عملي وخت به د وروستي تړون په چوکاټ کې وټاکل شي.

دغه راز دواړه خواوې اعلانوي چې قصد لري، سمدلاسه په خبرو اترو کې د دې مسلې په تړاو بحث وکړي، چې متقابلې موافقې ته ورسېږي.

اتمه ماده

د ایران اسلامي جمهوریت بیا ټینګار کوي چې اټومي وسلې به تولید یا نه اخلي.

امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت موافقه کړې چې د ایران د غني شویو موادو د زېرمو د تصفیې په اړه له هغه میکانیزم سره سم چې په راتلونکي کې به پرې موافقه وشي، پرېکړه وکړي.

لږترلږه اټکل شوی، چې ددې موادو رڼول (رقیقول) د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې د ایران دننه وشي.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې د غني کولو او د ایران د اټومي اړتیاوو پورې اړوند نورو مسلو په اړه، د هغه چوکاټ دننه خبرې اترې وکړي چې په وروستي تړون کې ټاکل کېږي.

وروستۍ موافقه به د دې برخې ټکي تایید کړي.

دواړه هېوادونه ټینګار کوي چې د اټومي موضوع اړوند مسلې خورا مهمې دي او اراده لري چې په دې برخه کې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره سمدلاسه خبرې اترې پیل کړي.

د اومې او اتمې مادې په اړه د امریکايي چارواکي څرګندونې:

لومړی دا چې، تړون یوازې د اټومي مسلې په اړه خبرو اترو ته اشاره نه ده کړې. د ایران په تبلیغاتو کې د ادعاوو برعکس، په دې یادښت کې د اټومي مسلې یادونه په څرګنده توګه شوې ده.

دویم، لږترلږه معیار دا دی چې د غني شوي یورانیم زیرمې د رقیقولو له لارې له منځه یوړل شي. دا زموږ د غوښتنو بنسټ دی او تر دې هاخوا مخته د تګ هڅه به وکړو، خو دا چې ایران له دې مسلې سره موافقه کړې د امریکا لپاره یوه ستره بریا ده.

درېیم دا چې، اومه او اتمه ماده په یو بل پورې تړلي دي. په اومه ماده کې د بندیزونو لېرې کول په مستقیم ډول په اتمه ماده کې د اټومي مسلې حل سره تړاو لري. هرڅومره چې ایران د خپلو اټومي ژمنو په پلي کولو کې پرمختګ کوي، هومره به د بندیزونو له لېرې کولو ګټه واخلي.

نهمه او لسمه ماده

دواړه خواوې موافقه کوي، چې وروستۍ موافقې تر تر رسېدو اوسنی حالت وساتل شي.

د ایران اسلامي جمهوریت به د خپل اټومي پروګرام اوسنی حالت وساتي او امریکا به هېڅ نوي بندیزونه نه پرې لګوي.

امریکا دا ژمنه هم کوي چې د دې تفاهم لیک له لاسلیک وروسته سمدلاسه او د بندیزونو تر بشپړو لېرې کېدو پورې به، د مالیې وزارت د تېلو، پټرولیم محصولاتو او مشتقاتو صادرولو لپاره اړین جوازونه او همدارنګه د بانکولۍ، بیمې او ترانسپورت په ګډون د ټولو اړوندو خدمتونو صادرولو لپاره اړین جوازونه صادر کړي.

یوولسمه ماده

امریکا ژمنه کوي چې د دې تفاهم لیک له پلي کېدو سره به د ایران اسلامي جمهوریت ته کنګل یا محدودو شويو شتمنیو او مالي سرچینو ته بشپړ لاسرسی ورکړي.

د دې شتمنیو د خوشې کولو جزئیات به د خبرو په بهیر کې وټاکل شي.

امریکا دا هم ژمنه کوي چې د دې شتمنیو د لېږد لپاره ټول اړین جوازونه او تاییدونه د ایران د اسلامي جمهوریت مرکزي بانک لخوا منل شويو حسابونو ته وسپاري.

د امریکایی چارواکي لخوا څرګندونې:

هغه څه چې ایران په پیل کې غوښتل د هوکړه لیک له لاسلیک کولو وروسته سمدلاسه دغو شتمنیو ته لاسرسی و. خو په پای کې یې موافقه وکړه چې یوازې هغه وخت به د دې شتمنیو ځینو ته لاسرسی ومومي، چې خپلې ژمنې پوره کړي.

که ایران خپلې ژمنې پوره کړي، د بېلګې په توګه د اټومي مسلې په اړه د همکارۍ له لارې، له دې کنګل شویو شتمنیو څخه به ځینې یې خوشې شي.

دوږلسمه ماده

امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت موافقه کوي چې د دې تفاهم لیک د بریالي پلي کولو او د وروستي تړون د منلو د څارنې لپاره د عملي کولو میکانیزم رامنځته شي.

دیارلسمه ماده

د دې هوکړه لیک له لاسلیک او د ۱، ۴، ۵، ۱۰ او ۱۱ مادو له پیل او دوامدار پلي کولو وروسته، امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت به د وروستۍ موافقې په اړه خبرې پیل کړي.

څوارلسمه ماده

وروستی تړون به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه منل کېدونکي پرېکړه لیک له لارې تایید او ملاتړ یې وشي.

تر دې مادې وروسته د دواړو خواوو د لاسلیک پاڼه ده.