د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو بریدونه او له امنیتي ځواکونو سره نښتې

    • Author, محمد کاظم، بي بي سي، کوټه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بلوچستان په خاران ښار کې د نامعلومو وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

دغه راز د چاغي او قلات په سیمو کې شپږ باروړونکو موټرو ته زیان اوښتی او په مستونګ کې یو پل د چاودېدونکو توکو په وسیله زیانمن شوی دی.

د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزی وايي: ''تېره شپه د یوې غیرقانوني ډلې اړوندو وسله والو په خاران ښار کې د لارې بندولو هڅه وکړه او د پولیسو یوه موټر یې وسوځاوه.''

هغه زیاته کړه: ''امنیتي ځواکونو او پولیسو بشپړ چمتووالی درلود، ځکه یې سملاسي اقدام وکړ، له همدې امله بریدګر ونه توانېدل چې نور زیان ورسوي او له سیمې وتښتېدل.''

د نوموړي په وینا، ''د امنیتي ځواکونو په متقابل اقدام کې بریدګرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.''

په خاران کې یو سیمه ییز خبریال وايي، د شپې له لسو بجو وروسته د ښار په بېلابېلو برخو کې د سختو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل، چې له کبله یې په خلکو کې وېره او اندېښنه خپره شوه.

په خاران کې یوه پولیس افسر، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل: ''نامعلومو وسله والو د ښار د ننوتلو او وتلو بېلابېلو لارو بندولو هڅه کوله.''

هغه وايي، د وسله والو او پولیسو، او دغه راز د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې او دا لړۍ تر ناوخته شپې پورې روانه وه.

د هغه په وینا، وسله والو د بیسیمه پولیسو پوسته په چاودېدونکو توکو والوزوله او له هغه ځایه یې څلور پولیس له ځان سره یوړل، خو وروسته یې له کوم زیان پرته خوشې کړل.

بل لور له خاران سره په نږدې چاغي وسیمه کې نامعلومو وسله والو وړمه ورځ پر څلورو باروړونکو موټرو ډزې وکړې او زیان یې ور واړاوه.

په چاغي کې یوه پولیس افسر، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل: ''وسله والو د چهتر سیمې په حدودو کې دغو موټرو ته زیان رسولی دی.''

په قلات سیمه کې هم نامعلومو وسله والو پر دوو باروړونکو موټرو ډزې کړې او زیان یې ور رسولی دی.

د قلات پولیسو مشر زاهد شاه د ټیلیفون له لارې وویل: ''په دواړو موټرو کې سیمنټ بار و او د ډزو له امله یې ټایرونه زیانمن شوي دي.''

هغه زیاته کړه: ''پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو عملیات وکړل چې له امله یې بریدګر غرنیو سیمو ته وتښتېدل.''

له کوټې سره په نږدې مستونګ سیمه کې هم نامعلومو وسله والو یو پل د چاودېدونکو توکو په وسیله زیانمن کړی دی.

یوه دولتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: ''د کوټې - کراچۍ پر لویه لاره د چوتو په سیمه کې یو پل د چاودنې له کبله په جزوي توګه زیانمن شوی، خو د ترافیکو تګ راتګ نه دی اغېزمن شوی.''