تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا او ایران د کړکېچ کمولو هڅې: د قطر لومړی وزیر تهران ته ځي
د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، نن(پنجشنبه) تهران ته ځي. قطری وزیر به د امریکا او ایران ترمنځ د ګواښونو په شرایطو کې د ډیپلوماتیک بهیر د بیا رامخې ته کولو هڅه وکړي. دا وروسته له هغې ده چې واشنګټن د ایران پر سوداګریزو ملګرو د بندیزونو په لګولو سره د اقتصادي فشارونو د زیاتولو ګوتڅنډنه وکړه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري، پر اېکس پاڼه لیکلي چې "د لومړي وزیر خبرې به پر هرمز تنګي د کښتیو ازاد تګ راتګ او د هغې پخواني حالت ته د بېرته ستنېدو اړتیا چې د فبرورۍ تر ۲۸ مخکې و بحثونه وکړي."
هغه به له یو شمېر چارواکو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په اړه هم لیدنې کتنې ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل چې د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني به د قطر د منځګړیتوب د هڅو دوام او نورې سیمهییزې پېښې د پنجشنبې پر ورځ د تهران د سفر پر مهال وڅېړي.
د جګړې تر پیل وړاندې نړیوالې اوبه د کښتیو د تګ راتګ لپاره پرانستې وې، خو ایران له هغه وخت راهیسې د فشار د وسیلې او د عاید د سرچینې په توګه د هغې پر کنټرول ټینګار کوي، ځکه غواړي د کښتیو پر تېرېدو ټکسونه ولګوي چې امریکا یې مخالفت کوي.
د دې لوړپوړي قطري چارواکي سفر، تهران ته د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعيدي او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د دې اوونۍ د دوو سفرونو وروسته ترسره کېږي.
دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې جګړه د شپږمې میاشتې بشپړېدو ته نږدې ده، جګړه ډېره کمه شوې خو هېڅ ډیپلوماتیکه حللاره نه ښکاري. د هرمز تنګي پر کنټرول لا هم د دواړو لوریو ترمنځ اختلاف شته، هغه مهمه لاره چې د نفتو د نړیوالو اکمالاتو لپاره کارول کېږي او ایران یې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې نن (پنجشنبه) سهار راپور ورکړ چې یوه ټانکر په هرمز تنګي کې د نامعلوم توغندي له لګېدو سره مخ شوې چې اور یې یې اخیستی و، خو وروسته کنټرول شو. ادارې په یوه یادښت کې زیاته کړه چې د عملې ټول غړي روغ دي او هېڅ ډول چاپېریالي زیان نه دی راپور شوی.
هغه هوکړهلیک چې مخکې پرې توافق شوی و، د هرمز تنګي پر سر د اختلافاتو له امله ړنګ شو، هغه تنګی چې د ایران او عمان ترمنځ پروت دی او د جګړې تر پیل مخکې د نړۍ پنځمه برخه د نفتو اکمالات ترې تېرېدل.
جګړه د تېرو څو میاشتو په پرتله کمه شوې ده، او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ نږدې یوه میاشت کېږي چې پر ایران هېڅ برید نه دی اعلان کړی. واشنګټن اوس ښکاري چې پر اقتصادي فشارونو ډېر تکیه کوي او نور بندیزونه یې اعلان کړي چې موخه یې ایران له سوداګریزو شریکانو جلا کول دي.
ایران پر امریکا د هرمز تړون کې د خنډ پیدا کولو تور پورې کوي
د ایران سپاه پاسداران، امریکا تورنه کړې ده چې له عمان سره د هرمز د مدیریت تړون کې د خنډ پیدا کولو هڅه کوي. سپاه وویل چې له عمان سره په خبرو کې دواړو لوریو د تنګي د مدیریت له عوایدو د شریکولو پر سر هوکړه کړې، خو امریکا د تړون بشپړېدو مخه نیسي.
تهران او مسقط د یوه چوکاټي تړون په اړه خبرې کړې وې چې پر تنګي د کښتیو د لنډ مهاله تګ راتګ لپار دهلېز جوړ کړي او له ماینونو یې پاک کړي، خو تهران خبرداری ورکړی چې دغه مهم دهلېز به تر هغه پرانیستل کېدلی نه شي چې امریکا جګړه پای ته ونه رسوي.
رویټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران او عمان د تړون پر جزئیاتو کار کوي، خو "تر اوسه هوکړه نه ده شوې".
واشنګټن نوي بندیزونه اعلان کړي چې موخه یې پر ایران فشار راوړل دي، او د خزانې وزیر سکاټ بيسنټ ګواښ کړی چې "ایران به له اقتصادي اړخه خواشینی کړي".
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې پوځي او اقتصادي فشارونه پایله ورکوي. نوموړي زیاته کړه: "دا کارونه موږ د ډېر ستر بریالیتوب لور ته بیایي"، او ټینګار یې وکړ: "موږ به ډېر ژر دلته ستر بریالیتوب ترلاسه کړو".
د سه شنبې پر ورځ په تهران کې د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو په خبرو کې د "پړاویزې اډانې" پر جوړولو هوکړه وکړه چې عملي او د تطبیق وړ حالت ته لار برابر کړي. دغه اډانه کې د هرمز له لارې د ګډ لنډمهالي کښتۍ چلېدنې دهلېز جوړول او د تنګي له ماینونو پاکولو ګډه پروژه شامل دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي خبرداری ورکړی چې هېڅ پوځي کښتۍ ته به اجازه ورنه کړل شي چې له هرمزه تېره شي، او ایران به سوداګریزې کښتۍ څاري. نوموړي وویل: "موږ هرمز تنګی مخکې له دې وتاړه چې امریکا اقتصادي کلابندي اعلان کړي، ځکه امریکا د تفاهملیک ژمنې نه دي پوره کړي".
غریب ابادي شرط کېښود چې د تنګي بیا پرانیستل د واشنګټن د ژمنو بشپړ عملي کولو پورې تړلي دي، او امریکا یې د جګړې پای ته رسولو، د کلابندۍ پای ته رسولو او د یمن د کړکېچ د حل غوښتنه وکړه.
ټرمپ بیا ټینګار وکړ چې هرمز تنګی چې ایران له جګړې راهیسې کښتۍ چلېدنه په کې ګډوډه شوې، اوس په بشپړ ډول پرانستی دی، او د امریکا سمندري ځواک ټول ماینونه له منځه وړي یا الوزولي دي.
د نفتو بیې راټیټېږي
د نفتو بیې نن پنجشنبه راټیټې شوې او د څو ورځو راهیسې د پرلپسې کموالي لور ته ځي، ځکه تمه کېږي چې د ایران او قطر ترمنځ راتلونکې خبرې ښايي د هرمز ستراتیژیک تنګی پرانیزي او د منځني ختیځ جګړې له امله د اکمالاتو ګډوډي کمه کړي.
د برینټ خام تېلو راتلونکې قراردادونه ۶۰ سنت یا ۰.۷ سلنه راټیټ شول او د هر بیرل بیه یې ۸۷.۲۴ ډالرو ته ورسېده. د لوېدیځ ټکساس د خامو تېلو قراردادونه هم ۵۶ سنت یا ۰.۷ سلنه راټیټ شول او ۸۱.۶۷ ډالرو ته ورسېدل.