جګړې، بندیزونه او سزاګانې: نړیوال جام ته د عراق ۴۰ کلن انتظار

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

عراق لومړی ځل په ۱۹۸۶ کال مکسیکو کې د فوټبال په نړیوال جام کې برخه اخیستې وه.

دغه هېواد اوس ۴۰ کاله وروسته په همدې مکسیکو کې د بولیویا په ماتولو سره بیا د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته لاره ومونده.

د عراق فوټبال لوبډلې، چې د بین النهرین په زمریانو مشهوره ده، په هغه نړیوال جام کې خپلې درې واړه لوبې چې پاراګوای، بلجیم او کوربه مکسیکو سره وې، بایللې وې.

۶۶ کلن کریم علاوي هغه مهال د فوټبال لوبغاړی و، خو اوس د عراقۍ لوبډلې مینوال او دې ته ډېر هیله‌من دی چې اوسني لوبغاړي به ښه وځلېږي.

دغه هېواد د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام په ګروپي‌‌ پړاو کې له ناروې، فرانسې او سېنېګال سره لوبې لري چې یوه هم اسانه نه ښکاري.

د عراق د ۴۶ میلیونه وګړو لویه برخه له فوټبال سره لېونۍ مینه لري او ګڼ شمېر به یې د جون پر ۱۶ مه د علاوي‌ په څېر بوسټن کې د عراق او ناروې ترمنځ کېدونکي سیالي وګوري.

خو علاوي بي‌بي‌سي سپورټ ته وویل: "دا واقعاً د مرګ ګروپ او تر ۱۹۸۶ کال هم سخت دی."

هغه زیاته کړه "فرانسه څو ځله نړیواله اتله شوې ده، ناروې له ځواکمنو اروپایي ټیمونو څخه ده، او سېنېګال د افریقا اتل دی چې څو ځله نړیوال جام ته تللی دی. هیله لرم چې دوی‌ [عراقۍ لوبډله] پیاوړې لوبې وکړي او زموږ له ۱۹۸۶ کاله ښې پایلې ترلاسه کړي."

د عراق اوسنۍ لوبډله چې په نړیواله ډلبندۍ کې ۵۷م ځای لري، د پخواني ټیم پرتله تر ډېره له داسې لوبغاړو ډک دی چې په اروپايي‌ لګیونو کې د لوبېد تجربه لری.

په دوی کې علي الحمادي د ایپسویچ ټاون، زیدان اقبال چې مخکې په انګلنډ کې مانچسټر یونایټډ لپاره لوبېده، اوس په هالنډ کې اوترېخت لپاره لوبېږي.

همدا راز کیون یعقوب هم تازه له اې‌جي‌اېف سره د ډنمارک اتلولي ګټلې ده.

په ۲۰۲۵ کال کې د روزونکي په توګه د ګراهام آرنولډ ګومارلو هم، چې استرالیا یې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام کې دویم پړاو ته رسولې وه، ګټور ثابت شول.

دغه ۶۲ کلن روزونکي عراق د غوراوي له درېیم او څلورم پړاوه بریالی را وایست.‌

په پلی‌آف کې یې د متحدو عرب اماراتو پر وړاندې په سخته بریا ترلاسه کړه او وروسته یې بولیویا ته ماتې ورکړه.

جګړې، سیاسي ننګونې او بندیزونه

عراق تل د فوټبال ښه استعدادونه درلودل، خو تر ډېره له لوبغالو بهر نور عوامل د دې لامل شول چې نړیوال جام ته ستنېدل یې څلور لسیزې وخت واخلي.

علاوي وویل: "لکه څنګه چې هېواد له سختو حالاتو راتېر شو، همداسې ملي لوبډله هم د جګړو، سیاسي او اقتصادي ننګونو او ځینې وختونه د نړیوال بندیزونو په ګډون له ډېرو ستونزو سره مخامخ وه."

نوموړی زیاتوي‌: "ځینې وختونه به د غوراوي سیالیو لپاره سم پلان نه و او د لوبو لپاره کافي چمتووالی نه کېده. همدا لامل و چې دومره اوږد وخت یې ونیو."

او بیا د صدام حسین موضوع هم وه.

هغه په ۱۹۸۴ کې خپل زوی د عراق د فوټبال مسؤول وټاکه.

عدی حسین پر ملي لوبډله وېره او ترهه حاکمه کړه، چې د سیالیو بایللو له کبله د لوبغاړو سختې سزاګانې او ربړونې هم پکې شاملې وې.

د دې جزییات هغه مهال روښانه شول چې په ۲۰۰۳ کې د صدام حسین رژیم رانسکور شو.

وروسته وویل شول چې هغه مهال به لوبغاړي په کانکریټي توپونو تمرین ته اړیستل کېدل، وهل ټکول کېدل، زنداني کېدل او ډېر نور ناوړه چلندونه ورسره کېدل.

علاوي نه غواړي د هغه وخت په اړه ډېرې خبرې وکړي. هغه وویل: "په لنډ ډول، په هغه وخت کې د سزا او انعام یو ډېر سخت نظام موجود و."

د امریکا تر مشرۍ لاندې یرغل هم، چې صدام یې له واکه لېرې کړ، کلونه کلونه داسې بې‌ثباتي رامنځته کړه چې تر نن ورځې یې پر فوټبال اغېزه پاتې ده.

د عراق ملي لوبډلې له هغې راهیسې په بغداد کې د نړیوال جام د غوراوي هېڅ لوبه نه ده کړې.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۰ کال مارچ کې د دې اجازه ورکړه چې په بصرې ښار کې دې نړیوالې لوبې وشي، او په دې توګه دغه هېواد نور اړ نه و چې خپلې سیالۍ په اردن، مالیزیا، ایران او نورو ځایونو کې ترسره کړي.

وران کال په منځني ختیځ کې شخړې د دې لامل شوې چې د بولیویا پر وړاندې سیالي وځنډېږي، ځکه ځینې لوبغاړي او ان د دوی روزونکی له هېواده په وتلو او مکسیکو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ وو.

هغوی بالاخره وتوانېدل چې ولاړ شي، بریا ترلاسه کړي او خوښي یې په بغداد کې لارو کوڅو او سړکونو ته له راوتلو خلکو سره یو ځای ونمانځي.‌