د بریتانيا لومړي وزير کېير سټارمر د ایران او امریکا هوکړه "یو خورا مهم ګام" بللی
د ایران او امریکا تر منځ د سولې تړون خبرونو ته په ځواب کې، د بریتانيا لومړي وزیر کېیر سټارمر دا پرمختګ "د جګړې پایته رسولو، سیمه ایز ثبات ډاډمنولو او د هرمز تنګي بیا پرانستلو لپاره یو خورا مهم ګام" بللی دی.
نوموړي ويلي، "زه ولسمشر ټرمپ او د پاکستان، قطر او نورو هېوادونو منځګړو ته مبارکي وایم چې په دې پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده. موږ له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې او دا هغه پرمختګ دی چې موږ یې د لیدو هیله درلوده."
"دا روښانه ده چې د هرمز تنګي کې له ګمرکي محصول پرته تګ راتګ بايد بېرته پيل شي، ترڅو هغه سختې اقتصادي اغېزې کمې شي چې له څو مياشتو راهیسې دلته په بریتانيا او ټوله نړۍ کې محسوسېږي."
"موږ به د دې د ملاتړ لپاره له متحدينو سره کډ کار ته دوام ورکړو. په هغو کې د اړتيا په صورت کې د دفاعي، خپلواک څو اړخيز ماموریت ملاتړ چې بریتانيا او فرانسې تر دې دمه په پلان جوړولو کې مخکښ رول لوبولی دی، په ځانګړي ډول د ماين پاکولو په برخه کې د ملاتړ وړاندې کول."
هغه ټينګار کړی چې د هر ډول سولې د دوام لپاره د ژمنو عملي کېدل اړين دي چې په وینا یې په هغو کې د ایران اټومي پروګرام هم شامل دی. "د بریتانيا دريځ ثابت او روښانه دی چې ایران ته باید هېڅکله اجازه ورنګړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي".