ژوندۍ پاڼه, ډونلډ ټرمپ او شهباز شریف د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ موافقه شوې ده. د ایران تلویزیون هم دا خبر خپور کړی دی. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنیز شبکه ټروت سوشل یوه پوسټ کې لیکلي: "د ایران د اسلامي جمهوریت سره موافقه اوس بشپړه شوې ده. ټولو ته مبارکي!".

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ټرمپ وايي امریکا او ایران هوکړې ته ورسېدل

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم اعلان وکړ چې له ایران سره هوکړې ته ورسېدل. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل یوه پوسټ کې ويلي، "د ایران له اسلامي جمهوريت سره تړون بشپړ شوی دی. ټولو ته یې مبارکي وایم!".

    ښاغلي ټرمپ زياته کړې، "زه اجازه ورکوم چې د هرمز تنګی له ګمرکي محصول پرته په بشپړه توګه پرانيستل شي او په ورته وخت کې پر ایران د امریکا سمندري کلابندي پايته رسوم".

    د امریکا ولسمشر ليکلي، "د نړۍ بېړيو خپل ماشينونه چالان کړی او د تېلو لېږد پیل کړئ".

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم څو دقیقې وړاندې اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه هوکړې ته رسېدلي او د جمعې په ورځ، د جون پر ۱۹مه به یې په سویس کې لاسلیک کړي.

  2. وروستی, د پاکستان لومړی وزير: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وشو

    د پاکستان لومړي وزيرشهباز شریف ویلي، امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت هوکړې ته ورسېدل.

    ښاغلي شریف په دې اړه خوښي څرګنده کړې ده.

  3. وروستی, ډونلډ ټرمپ او شهباز شریف د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې اعلان وکړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ موافقه شوې ده. د ایران تلویزیون هم دا خبر خپور کړی دی. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنیز رسنۍ ټروت سوشل یوه پوسټ کې لیکلي، "د ایران د اسلامي جمهوریت سره موافقه بشپړه شوې ده. ټولو ته مبارکي!".