جمعه خان فاتح وایي، په ارګ کې پر خبرو بوخت دی

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان شمال ختیځ کې د طالبانو حکومت یو قومندان جمعه خان فاتح له تېرو څو ورځو راهیسې د جنجال او اختلافونو له خبرونو سره د رسنیو سر ټکی و چې اوس یې پښه تر ارګه رسېدلې ده.

ده په کابل کې داسې مهال د بي بي سي له خبریال سید عبد الله نظامي سره د ارګ ګل خانۍ ماڼۍ مخې ته مخامخ خبرې کولې چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.

سره له دې چې دی د طالبانو حکومت سره د مخالفتونو ادعاوې ردوي، خو داسې برېښي یو څه وو چې دی یې تر ارګه ورساوه او کابل کې د حکومت تر ټولو لوړ پوړي چارواکي سره کیناست.

دې ناڅاپي لیدنه کې مو لومړی د زابل ولایت له مرستیالۍ د استعفا په اړه وپوښت، ده ویل" ما تقریبا یوه میاشت د زابل ولایت معاونیت کې دنده لرله، وروسته له هغه د ځینو ستونزو له کبله، چې یوه يې په پښتو زما نه پوهېدا وه- بدخشان ته په رخصتۍ ولاړم او دوی له فارسي/دري سره بلد نه وو، د افهام او تفهیم دا نشتوالی او د کورنۍ یوازېتوب او دا چې زما روغتیا هم چندان ښه نه وه، ځکه د دوښمن د عملیاتو له کبله مې کېڼ لاس معیوب دی او کار نه کوي – دا ټول د دې لامل شول چې له بدخشانه خپله استعفا وړاندې کړم ځکه څومره چې افهام او تفهیم ونه شي، هومره خدمت هم نه شي کېدلی."

خو دا چې ولې په دري-ژبو سیمو کې یې د دندې غوښتنه نه کوله ده ويل " په ټوله کې خو همدا ستونزه وه، بله نه وه، زه باید د خپل روغتیايي وضعیت له کبله یوڅه موده کور کې پاتې وای چې لږ روغ شم، وروسته چې مشران څه مناسب ګڼي، چمتو یم چې هرځای ته مې خدمت ته استوي.‌"

د ښاغلي فاتح په تړاو داسې بحثونه هم راپورته شوي وو چې ګواکې د طالبانو حکومت له مشرتابه سره د ټینګو اختلافونو له کبله نه غواړي حکومت سره خپله ملګرتیا وساتي، خو ده دا ادعاوې رد کړې " ښه، ما اوسمهال الحمدلله د ولسمشرۍ ماڼۍ کې له مشرانو سره، د اقتصاد له وزیر او ځینو نورو دوستانو سره یوځای له رئیس الوزرا سره وکتل، د مغرضو رسنیو تبلیغات کومه نوې خبره نه ده، د انقلاب په اوږدو کې له پیله تر اوسه چې د فتحې پنځه کاله پوره شوي، د مجاهدینو او مسئولانو پرضد تبلیغات او دسیسې لرلې چې له حقیقته لرې دي، څه چې په رسنیو کې خپرېږي، زه یې په ټینګه ردوم- له حقیقته لیرې دي."

جمعه خان فاتح د بهرنیو ځواکونو او پخواني افغان حکومت پر ضد په بدخشان کې جنګېدلی خو وروستۍ دنده یې په سوېلي ولایت زابل کې د مرستیال والي په توګه وه چې د جون پر ۲۲مه یې ترې استعفا وکړه.

وروسته داسې رپوټونه ورکړل شول چې ده د طالبانو حکومت مشرتابه ننګولی او غواړي خپله لار ترې بېله کړي.

بي بي سي ته ویل شوي وو چې تېرو څو ورځو کې د طالبانو حکومت ځواکونه د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ ته د دې لپاره تللي وو چې هلته د بلوا او یو شوني ګواښ مخه ونیسي. وروسته نوموړی فیض اباد ته ولاړ او هلته یې له ولایتي چارواکو سره وکتل، خو د دغو کتنو او فعاليتونو ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا لا روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت له رئیس الوزرا سره له خبرو او ناستې وروسته پر څه هوکړه شوې او دا چې هغه به له دې وروسته پر کومه دنده پاتې کېږي او که به د خپل اوږد مهاله ملګرو له ننګې او ملګرتیا لاس واخلي.