'تورخم دروازه د کډوالو پر مخ پرانیستې او هره ورځ زرګونه کسان ستنېږي'

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ننګرهار په تورخم کې یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې دغلته پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لار افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستې ده.

سرچېنه وايي "دغه لار تېره ورځ هم نه وه تړلې او نن هم کډوال را روان دي. هر ورځ د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ کډوال راځي."

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد‌الله فطرت هم چې پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځني کاري رپوټونه خپروي، تېره ورځ (پنجشنبه) لیکلي و چې د تورخم له لارې ۷۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۹۶ تنه کېده، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې د اپرېل پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په جمرود او لنډي‌کوتل سیمو کې په اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د کډوالو پر سامانونو بار لاریو د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو په تمه اوږده کتارونه جوړ کړي دي.

- افغانې کورنۍ خپل سامانونه په لاسي ګاډیو کې کمپ ته راوړي. ډلې ډلې افغان کورنۍ کمپ ته د ثبت لپاره رسېږي.

د کډوالو د کمپ شاوخوا اغزن تار لګېدلی دی.

د کډوالو لپاره جوړ شوي موقتي کمپونو ته کورنۍ رسېږي، ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري د ثبت پروسې لپاره انتظار کوي او ځینې ټپیان ماشومان په لاسي رېړیو کې انتقالېږي.

۴۰ کلنې افغان کډوالې صالحې بي‌بي، چې له خپلو اوو ماشومانو له پاکستانه په وتلو ده، وویل: "کله چې انسان له هغه ځایه جلا کېږي چې ټول عمر یې پکې تېر کړی وي، زړه یې ډېر خپه وي، لکه له مور او پلاره جلا کېدل. خو له دې سره خوشحاله هم یم چې خپل وطن ته ستنېږم."

صالحه پنځه زامن او دوه لوڼې لري. د هغې پلار په ۱۷ کلنۍ کې پاکستان ته کډوال شوی و.

هغې زیاته کړه چې تر ټولو لویه اندېښنه یې د خپلو ماشومانو راتلونکی، زد‌کړې او د ژوند اسانتیاوې دي.

هغې وویل: "زه یوازې دا غواړم چې زما ماشومان په امن کې ژوند ولري، لکه څنګه چې ما دلته په سوله کې ژوند کړی."

افغان کډوال نورعلي وایي: "موږ له لسو ورځو راهیسې دلته د سړک پر غاړه ولاړ یو. که تورخم ته ورسېږو او بیا د جګړې له امله پوله وتړل شي، نو دا به زموږ لپاره ډېر لوی مشکل شي. بیا به زموږ څه حال وي؟ باید زموږ لپاره کومه اسانتیا جوړه شي. زموږ غوښتنه دا ده چې ټولو افغانانو ته اجازه ورکړل شي چې په سوله‌ییز ډول ووځي څو نور له ستونزو سره مخ نه شو."

افغان کډوال سردار ولي وایي: "موږ ډېر وېرېدلي یو چې که جګړه بیا پیل شي، پوله به د بلې یوې میاشتې لپاره هم وتړل شي او موږ به دلته بند پاتې شو. موږ له خپل حکومت نه غوښتنه کوو چې پوله خلاصه وساتي څو دا ګڼه‌ګوڼه ژر ختمه شي."

د راپور له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دوو میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

اسلام‌اباد غواړي ټول هغه افغانان ووځي چې قانوني وېزې نه لري. ډېری دا کډوال د دویم او درېیم نسل هغه افغانان دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د جګړو له امله پاکستان ته تللي وو.

پاکستاني چارواکي وایي د چهارشنبې په ورځ د سوېلي وزیرستان په سیمه کې د افغانستان له لوري د هاوان بریدونو له امله ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي. خو افغانستان دا تورونه ردوي او وایي چې په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له هغه راهیسې ترینګلې شوې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې واک ته ورسېدل.

پاکستان ادعا کوي چې افغان خاوره د وسله‌والو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي، خو کابل دا ادعاوې نه مني.