له ۲۰۲۲ کال راهیسې په لومړي ځل د اومه تېلو بیه رېکارډ کچې ته لوړه شوې ده

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په دې تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته چې د امریکا پوځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د راتلونکو احتمالي ګامونو په اړه معلومات ورکوي، په نړیوالو بازارونو کې د اومه تېلو بیه له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د اکسوس خبري ویب‌پاڼې د راپور له مخې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) له تهران سره خبرو کې د رامنځ ته شوي ځنډ ماتولو لپاره د "لنډو او ځواکمنو" بریدونو د څپې یو پلان چمتو کړی دی.

بی بي سي په دې اړه د امریکا پوځ له مرکزي قوماندانۍ او سپینې مانۍ سره اړیکه نیولې ده.

د دغه خبر له خپرېدو سره د برنټ اومه تېلو بیه اوه سلنه لوړه او د څه وخت لپاره د یو بېرل تېلو بیه نزدې ۱۲۶ ډالرو ته ورسېده.

دا په ۲۰۲۲ کال کې پر اکرایین د روسیې له برید راوروسته لومړی ځل دی چې د تېلو بیه دومره لوړېږي.

په اسیایي بازارونو کې د یو بېرل تېلو بیه څه وخت لپاره ۱۲۶ اعشاریه ۳۱ ډالرو ته لوړه او په اروپايي بازارونو کې بېرته ۱۲۲ ته راټیټه شوه.

اومه تېل د پېټرول او ډیزل د تولید مهمه برخه ده او د ایران د جګړې له پیله یې د تېلو پمپونو کې بیې لوړې کړې دي.

د اکسوس راپور کې د سرچینو له خولې چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي راغلي چې د بریدونو په پلان شوې څپه کې د زېربناو نښه کول هم شامل دي.

بل پلان کې د هرمز تنګي په ځینو برخو کنټرول ترلاسه کولو باندې تمرکز شوی دی.

راپور کې زیاته شوې، دا ګام به په دې معنا وي چې ځمکني ځواکونه به جګړه کې ورګډیږي.

د نانیانګ ټېکنالوژۍ پوهنتون پروفیسور یووهېو چاو وايي "د تېلو سوداګر په منځني ختیځ کې د احتمالي پوځي ګام پر وړاندې په چټکۍ سره غبرګون ښکاره کوي."

ده زیاته کړه چې ان د تاوتریخوالي د زیاتېدو کم احتمال هم پر نړیوالې انرژۍ لویه اغېزه کولی شي.

د امریکا لخوا د ایران د سویلي سمندر کلابندۍ او د ایران لخوا له هرمز تنګي د هرې تېرېدونکي کښتۍ د هدف ګرځولو ګواښونو،‌ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د انرژۍ رسېدو بهېر اغېزمن کړی دی.

د نړۍ د انرژۍ د صادراتو پنځمه برخه له هرمز تنګي تېریږي.

بي بي سي ته معلومه شوې چې امریکا کې د انرژۍ د سکتور اړوند مشرانو له ټرمپ سره ولیدل.

دوی د جګړې له کبله پر خلکو د تېلو د لوړېدونکو د اغېزو کمولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

دې غونډې دا اندېښنې غښتلې کړې چې کېدی شي د تېلو په اکمالاتو کې ګډوډي نوره هم وغځیږي.

د مالي خدمتونو کمپنۍ رېمنډ جیمز د پانګونې مشر وېل واکر ارنوټ بي بي سي ته وویل "لویه پوښتنه دا ده چې ایا د ټرمپ اداره د جګړې له اقتصادي فشار سره مقاومت کوی شي؟"

ده وویل خلک د تېلو لوړو د بیو له کبله د انفلاسیون زیاتېدو ته اندېښمن دي.