تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ویرجینیا کې محکمې یو افغان د ۲۰۲۱ کال کابل هوايي ډګر له برید سره د تړاو په تور محکوم کړ
یوه فدرالي قضايي پلاوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا په ویرجینیا کې یو افغان پر دې تور محکوم کړ چې له یوې ترهګرې ډلې سره د مادي ملاتړ د برابرولو جوجاړي کې یې لاس درلود. دا قضیه د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید سره تړاو لري.
په دې برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکیان وژل شوي وو.
خو قضايي پلاوی ونه توانېد چې پرېکړه وکړي ایا دغه کس کړنې په مخامخ ډول د دغو مرګونو لامل شوې دي که نه. له دې له امله تورن محمد شریفالله د احتمالي عمري بند له سزا وژغورل شو.
هغه اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له خطر سره مخ دی. د امریکا د فدرالي محکمې قاضي انتوني ترېنګا سملاسي د سزا ورکولو نېټه و نه ټاکله.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر کې برید داسې مهال وشو، چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې وو او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېده.
یو ځانمرګي بریدګر په ابي ګېټ کې چاودېدونکي واسکټ وچووه، چې په پایله کې یې ۱۱ سمندري ځواکونه (مارینز)، یو د بحري خدماتو روغتیايي کارکوونکی او یو د پوځ سرتېری ووژل شول او همدارنګه شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکیان هم ووژل شول.
دغه قضیه د ابي ګېټ د برید په تړاو لومړنۍ جنایي محاکمه وه چې په متحده ایالاتو کې ترسره شوه.
د امریکا د عدلیې وزارت د عامه اړیکو برخه وايي، په ټوله کې، شریفالله له ۲۰۱۶ کال تر ۲۰۲۵ کال پورې (د نیول کېدو تر وخته) د "اسلامي دولت" نومې (داعش - خراسان) په لسګونو نورو بریدونو کې هم برخه اخیستې وه.
د دغو بریدونو په جریان کې، هغه د (داعش - خراسان) په عملیاتو کې بېلابېل رولونه لرل، لکه د بریدونو څارنه او معلومات راټولول، د ځانمرګو بریدګرو انتقالول، وسلې لېږدول او پاکول، د "داعش" د غړو ترمنځ د پیغامونو لېږدول، او د تبلیغاتي موخو لپاره د چاودنو ویډیو ثبتول.
رویټرز خبري اژانس وايي، دا یوه له سیاسي پلوه ډېره حساسه پېښه ده، چې تر اوسه هم د دې بحثونو برخه ده چې د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستانه څنګه امریکايي ځواکونه وایستل.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دویمې دورې په پیل کې شریفالله د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پاکستاني لوري ته د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو. دغه عملیات د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) او مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) په همکارۍ ترسره شوي وو.