تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د وينې د شکر لوړېدل "تل بد خبر نه وي"
- Author, ميليسا هوګنبوم
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي. دویم دا چې ډېرو خلکو د تصفیه شویو کاربوهایډریټونو، لکه سپینې ډوډۍ او مکروني له خوړلو په بشپړه توګه ډډه کوي.
په حقیقت کې، د روغتیا په برخه کې لیکوالان، د محتوا تولیدوونکي او څېړونکي د دې مفکورې لپاره بازارموندنه کوي چې موږ ټول ورته اړتیا لرو. د وینې شکره(خوږه) په منظم ډول معاینه کړو د دې لپاره چې لوړو کچو ته یې د رسېدو مخه ونیسو. د دوی د لیدلوري له مخې، موږ د ګلوکوز د زیاتې اندازې کارونې ته په داسې ډول اجازه ورکوو چې موږ له خطر سره مخ کولی شي او ان په وجود روغ خلک، چې میټابولیکې ناروغۍ نه لري، هم د وینې د قند د لوړېدو، هورموني ګډوډیو، د دانو ختلو، د مزاج د بدلونونو او له دې هم د بدترو حالاتو له خطر سره مخ دي.
څېړونکي د دغه نظر لرونکو ته یو څه ارام بخښونکی ځواب لري او وایي چې داسې وختونه شته چې په کې باید د دې وېره ونه لري چې له کاربوهایډریټونو بډایه خواړه به د تلپاتې روغتیایي زیانونو لامل شي.
ولې د وینې شکر لوړېږي؟
کله چې موږ شکر لرونکي خواړه، لکه مېوې او له کاربوهایډریټونو او تصفیه شويو خوږو بډایه خواړه خورو او هضموو، د وینې د شکر کچه په طبیعي ډول لوړېږي. کاربوهایډریټونه او خواږه د هضم پر مهال پر ګلوکوز بدلېږي، چې د وینې جریانونو ته لاره مومي او په لنډمهالې توګه د وینې د شکر کچې د لوړېدو لامل کېږي.
په دې وخت کې، پانقراص د انسولین هورمون په افرازولو سره غبرګون ښیې چې د وینې له جریانونو د ګلوکوز په ایستلو او د انرژۍ تولید لپاره د بدن حجرو ته د هغې په لېږدولو کې مرسته کوي. کالورۍ او یوازې خواړه نه دي چې کولی شي د وینې د ګلوکوز کچه لوړه کړي؛ د سختو بدني تمرینونو پر مهال، اډرینالین ته ورته هورمونونه ځګر ته سیګنال ورکوي چې د وینې جریانونو ته نور ګلوکوز هم ولېږدوي، چې دا کار فعالو عضلاتو ته زیاته سونګتوکي چمتو کوي
د پایلې په توګه، د وینې د ګلوکوز کچه کولی شي په لنډمهالې توګه لوړه شي، د ییل د امریکايي پوهنتون د ماشومانو د انډوکراینولوژي متخصصې څېړونکې جینفر شیر په وینا د هغو کسانو په حالت کې چې پر شکرې اخته دي، بدن په کافي اندازه انسولین نه افرازوي، یا دا چې نور هغسې کار نه کوي لکه څنګه چې باید وکړي (هغه څه چې د انسولین مقاومت بلل کېږي)، چې دا کسان له خوړو وروسته د وینې د خوږو یا شکرې د لوړېدو له خطر سره مخامخېږي.
د دغو کسانو په حالت کې، د مناسب غذايي رژیم رعایتول، د بدني تمرینونو ترسره کول او د وینې د شکر څارنه اړینه ده د دې لپاره چې خطرناکو کچو ته د هغې د رسېدو مخه ونیول شي. په داسې حال کې چې ځینې یې درملنې لکه انسولین یا میټفورمین ته اړتیا لري.
"طبیعي" لوړېدل د پر وجود روغو کسانو په حالت کې، له خوړو وروسته د وینې د ګلوکوز د کچې لوړېدل "طبیعي فزیولوژیکي غبرګون" ګڼل کېږي. د لند یونیيورسټي کالج د تغذیې او غذايي رژیمونو د څېړونکي اډریان براون په وینا، له "ترټولو لویو عامو تېروتنو ، دا انګېرنه ده چې د وینې د ګلوکوز هره بڼه لوړېدل یو زیان رسوونکی شی دی." براون وايي: "ما په دې وروستیو کې د شپږو اونیو لپاره د لوړې کچې خوږې لرونکي خواړه ونه خوړل، نو ماته په روښانه توګه ثابته شوه چې څنګه د وینې شکر زما له خوا د شکر لرونکو خوړو له خوړلو سره سملاسي او په چټکۍ سره پورته کېږي." له خوړو یو ساعت وروسته، د وینې د شکر کچه په طبیعي توګه لوړېږي، مخکې له دې چې د دوو ساعتونو په موده کې بېرته خپلې عادي کچې ته راستنه شي. د څېړونکي اډریان براون د وینا پر بنسټ، که د وینې د شکر کچه په یوه عادي کس کې چې میټابولیکې ستونزې نه لري په لنډمهالې توګه لوړه شي، دا باید د اندېښنې لامل نه شي. خو د څېړونکې جینفر شیر په وینا، که دا لوړېدل که له تمې ډېر دوام وکړي، دا ښايي یوه داسې نښه وي چې بدن په طبیعي توګه د ګلوکوز جذب سم نه تنظیموي او ښایی دا د انسولین د مقاومت نښه وي، چې په کې بدن له ګلوکوز سره په طبیعي توګه چلند نه کوي.
د انسولین مقاومت هغه وخت رامنځته کېدلی شي چې بدن د اوږدې مودې لپاره د شکر له لوړو کچو سره مخ شي، او دا کولی شي تر وروستي بریده د دویم ډول شکرې لامل شي. همدارنګه د شکرې ځينو ناروغانو کې د وینې د ګلوکوز د کچې پرلپسې لوړېدل کولی شي سربېره پر هغو ګډوډیو چې له زړه سره تړاو لري، د اعصابو او لید د ګډوډۍ لامل شي.
ځینې متخصصین پر دې باور دي چې د دې پریکړې لپاره کافي شواهد نشته چې په وینه کې د ګلوکوز د لوړې کچې لوړېدل په مخامخ ډول د انسولین مقاومت لامل کېږي. له بلې خوا، د دغه نظر خاوندان پر دې اند دي چې کله موږ له هغه څه زیات خواړه خورو چې زموږ بدن ورته اړتیا لري، دا اضافي کالورۍ راوړي چې په غوړیو بدلېږي. د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون د تغذیې متخصصې او څېړونکې نیکولا ګیس په وینا، دا چاره د دویم ډول شکرې د اخته کېدو ګواښ پېښوي.
د ګلوکوز د څارنې او کچې معلومولو پر وسیلو د شکرې ناروغان ډاډ ترلاسه کوي چې د شاوخوا ساعت د ګلوکوز د وینې شکرې کچه په منظم ډول وڅاري.
دې کار د دغو وسایلو لپاره یو مخ پر ودې سوداګریز بازار رامخې ته کړی دی ان له روغو کسانو سره چې په ناروغیو اخته نه دي، ځینې متخصصین خبرداری ورکوي چې دا وسایل د هغو کسانو لپاره اړین نه دي چې پر شکرې اخته نه دي؛ د بېلګې په توګه، یوې څېړنه کې د هغو کسانو نمونه شامل و چې په شکرې اخته نه وو وښودله چې د دوی په وینه کې د شکر کچه ډېر وخت په طبیعي حد کې وه (۹۶ سلنه). نور متخصصین خبرداری ورکوي چې دا وسایل کولی شي د "غذايي رژیم په زیان رسوونکو بدلونونو، او د روغتیا په اړه د تصور د خرابولو" لامل شي، په ځانګړې توګه له دې امله چې د وینې د شکرې کچه له اندازې زیاته وښودل شي.
یوې نوې څېړنې، چې د څېړونکي براون او د هغه د کاري ډلې لخوا ترسره شوې، داسې غښتلي شواهد ونه موندل چې دا وسایل د هغو کسانو په حالت کې روغتیايي پایلې ښه کوي چې پر شکرې ناروغۍ اخته نه دي. خو خبره د دویم ډول شکرې ناروغانو لپاره توپیر لري هلته چې وروستیو څېړنو ښودلې چې دا وسایل کولی شي د خطرونو پر وړاندوینه کې مرسته وکړي. د څېړونکې جینفر شیر په وینا. په هرصورت، د دې شواهدو اړتیا لاهم پاتې ده چې دا وسایل د ناروغانو د دې کټګورۍ لپاره ګټور دي او که څنګه.
متوازن غذايي رژیم ساتل په داسې حال کې چې له خوړو وروسته په عادي کسانو کې د وینې د شکر لوړېدل داسې څه نه دي چې د اندېښنې لامل شي، او دا شونتیا نه لري چې جدي پایلې ولري، د روغتیا لپاره ګټوره ده چې د وینې د شکر خورا متوازنه کچه وساتل شي. د بېلګې په توګه، له خوړو وروسته د وینې د ګلوکوز کمېدل کولی شي د دندې احساس زیات کړي، او له همدې امله د انرژۍ د اضافي سرچینو غوښتلو ته هڅوي.
د بېلابېلو ډولونو خوړو خوړل کولی شي د وینې د خوږې او شکر د کچې په بدلون اغېز وکړي او هغه خواړه چې د وینې د شکر کچه ثابته ساتي کولی شي موږ د اوږدې مودې لپاره موړ وساتي، په ځانګړي توګه هغه چې بشپړ دانه او پروټین لرونکي خواړه لري.
ساده کاربوهایډریټونه، لکه سپین اوړه او سپینې ورېجې، په چټکۍ سره د وینې جریانونو ته جذبېږي. یو له هغو شیانو چې په دې برخه کې مرسته کولی شي، د ځینو خوړو د خوړلو ترتیب په پام کې نیول دي. څېړنو ښودلې چې د کاربوهایډریټونو له خوړلو وړاندې د بېلګې په توګه د پروټین او سبزیو خوړل کولی شي د وینې شکر کم کړي چې له کاربوهایډریټونو بډایه خوړو خوړلو له امله لوړېږي.
بله سپارښتنه دا ده چې متوازن خواړه دې وخوړل شي چې پروټین، له فایبر بډایه نباتي خواړه، او صحي غوړي ولري، ځکه دا خواړه کولی شي د هضم پروسې په ورو کولو کې مرسته وکړي، او د انرژۍ خورا ثابت اکمالات چمتو کړي.
دا هم د یادونې وړ ده چې هغو خوړو ته د زموږ د بدن غبرګون چې موږ یې خورو، لږ توپیر لري؛ "سربېره پر دې چې د افرادو ترمنځ د پام وړ توپیر شته او د هر انسان کیسه جلا ده. ، یو څوک ښايي د یو شمېر فکتورونو لکه خوب، فشار، د فعالیت کچې او د مصرف شويو خوړو ډول پر بنسټ مختلف غبرګونونه وښيي."
د اکسفورډ د څېړونکې نیکولا ګیس په وینا له کاربوهایډریټونو ډډه کول لکهچې ځینې غذايي رژیمونه پرې اتکاء کوي کولی شي سرچپه پایلې ولري.
که چیرې داسي وشي چې له کاربوهایډریټونو بډایه خواړه وخورو، دا کولی شي د وینې د خوږې کچه له معمول پورته بڼه کې لوړه کړي او دا په علمي توګه ثابته شوې ده چې کاربوهایډریټونه په متوازن غذايي رژیم کې یوه اړینه برخه ده. یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې د خوړو له ځانګړو کټګوریو ډډه کول کولی شي بدن له ګټورو خوړو محروم کړي.
که د وینې د ګلوکوز کچې د څارنې د ګټو په اړه بحث لا نه وي حل شوی، دا ګټوره ده په یاد ولرو چې زموږ ډېری ریښتیا له هغه اندازې ډېر اضافه شوی خواږه خوري چې بدن ورته اړتیا لري، او په ډاډ سره زموږ لپاره دا غوره ده چې د هغې د کمولو لپاره کار وکړو.
*یادونه: د مقالې محتوا د عامو معلوماتو خپرول دي، او باید د متخصصینو د طبي سپارښتنو د بديل په توګه ونه کارول شي.