تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ارامکو د حوثیانو بریدونه؛ سعودي ته دا شرکت څومره مهم دی؟
په یمن کې په څو جبهو کې پراخ پوځي تاوتریخوالی روان دی. په ورته وخت کې د سعودي عربستان په ملاتړ حکومتي ځواکونو د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي، چې حوثیانو په تېرو څو اونیو کې نیولې وې؛ په ځانګړې توګه د یمن په لوېدیځ ساحل او د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمو کې.
د جګړې د ډګر له تاوتریخوالي سره هممهاله، د سعودي عربستان د 'ارامکو' شرکت تأسیسات هم د حوثیانو د بریدونو له هدفونو ګرځېدلي دي. دې ډلې اعلان کړی چې د ارامکو اړوند تأسیسات یې په نښه کړي او ټینګار یې کړی چې دغه بریدونه په صنعاء او د یمن په نورو ولایتونو کې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.