تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: ایران هوکړې ته رسېدل غواړي او د جګړې پای نږدې دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټينګار کړی چې د ده له نظره، ایران یوې هوکړې ته رسېدل غواړي.
هغه دا څرګندونې تېره شپه (چهارشنبه، ۲۵ وږی/۱۶ سپتمبر) د امریکا په شمالي کارولینا کې د منځمهاله ټاکنو لپاره د نوماند مایکل وېټلي په ټاکنیزه غونډه یا کمپاین کې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ ویلي، "زه هیلهمن یم چې موږ د جګړې پای ته ورنږدې شوي یو. هغوی [ایران] غواړي چې یوې موافقې ته ورسېږي. و به ګورو چې څه کېږي".
ډونلډ ټرمپ څو ځله دا خبره تکرار کړې چې ګواکې ایران د جګړې پای او هوکړې ته رسېدل غواړي خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ خبرېاترې د یوه تلپاتې جوړجاړي لامل نه دي شوې او دواړو هېوادونو د یوه بل پر ضد پوځي ګامونه پورته کړي دي.
په امریکا کې په را روانه نومبر میاشت کې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې ډېری جمهوریت غوښتونکي نوماندان د رایه ورکوونکو له پوښتنو او اندېښنو سره مخامخ دي ځکه چې د ایران جګړې له امله د توکو بیې او تعرفې لوړې شوې او د سون توکو لګښتونه او بیې هم ختلې دي او په عامو خلکو کې اندېښنې په ډېرېدو دي.
شنونکي وايي، همدې مخ په زیاتېدونکي اقتصادي فشار او د خلکو اندېښنو ښايي ډونلډ ټرمپ هڅولی وي چې لږترلږه په عام محضر کې له ایران سره د خبرواترو ملاتړ څرګند کړي او د جګړې د پای ته رسولو خبره یاده کړي.
ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې پخپلو څرګندونو کې کله هم پر ایران د لا نورو بریدونو ګواښ کړی او کله یې بیا د مذاکراتو خبره کړې.
د روانې سپتمبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې یې هم ګواښ کړی و.
ده ویلي وو چې له ایران سره شخړه د امریکا لپاره "لویه مسئله نه ده" خو په وینا یې، "که ناسم څه وشي نو موږ به ایران په نښه کړو او په ډېر سخت به یې په نښه کړو".
خو بل لور ته بیا ایران هم د جګړې له پیل راهیسې وايي چې له امریکا سره د جګړې پای ته رسولو لپاره به له خپلو ملي ګټو تېر نه شي.
ایران د امریکا د پوځي اقداماتو په غچ کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په ګډون د منځني ختيځ بېلابېل هېوادونه په نښه کړي دي او ادعا کوي چې هلته د امریکا پوځي اډې او نور تاسیسات هدف ګرځوي.