ټرمپ: "ایران ته د ماتې ورکولو لپاره د هېچا مرستې ته اړتیا نه لرم"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دعوه کړې چې ایران ته د ماتې ورکولو لپاره د "هېچا مرستې ته اړتیا" نه لري او یوازې دا پرېکړه کول دي چې دا جګړه په "ښه ډول" وګټي او که په "بد".

د بي‌بي‌سي فارسي د خبر له مخې، ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ ځايي وخت مازدېګر په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې کړې دي.

ده ویلي، "تاسې خبر یئ چې د ایران په مسئله کې موږ په ډېر ښه موقف کې یوو. یوازې دا پرېکړه باید وکړم چې خپل بری څه ډول غواړو؛ له ښې لارې بریا غواړو او که له ناوړه لارې؟"

ښاغلي ټرمپ که څه هم ویلي چې له ایران سره په جګړه کې د "هېچا مرستې ته هم اړتیا نه لري" خو په وینا یې، د څو هېوادونو له مشرانو سره یې په دې موخه اړیکه نیولې چې معلومه کړي، څوک له امریکا سره مرستې ته چمتو دي.

هغه د دغو هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي خو ادعا یې کړې چې "منفي ځواب" یې ترلاسه کړی دی.

ډونلډ‌ ټرمپ ویلي، "ما دوی ازمویل. له بېلابېلو ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو سره مې ټلیفوني خبرې وکړې او ومې پوښتل چې مرسته راسره کوي او که نه. خو هغوی انکار وکړ".

ده د دې خبرو تفصیل هم نه دی په ډاګه کړی.

نتنیاهو: "دا کار موږ نه پرته څوک نه شي کولی"

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ده سره د خپلو ټلیفوني خبرو ویډيو خپره کړه.

په ویډیو کې د نتنیاهو دا خبره اورېدل کېږي چې ټرمپ ته وايي، "ډونلډه، زموږ کار لا نه دی بشپړ شوی. په ګډه به یې ختموو، ځکه چې موږ نه پرته دا کار څوک نه شي کولی".

د هرمز تنګي له لارې پر سمندري چلښت د بندیزونو له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیو لوړېدو ته په اشاره ښاغلي ټرمپ ویلي، "خلک د پېټرولو له بیو شکایت کوي او خوښ نه دي. زه دا خبره په عادي ډول نه غواړم وکړم خو له اټومي وسلو ترلاسه کولو د ایران د مخنیوي لپاره دا بیه ډېره کمه ده".

دا په داسې حال کې ده چې ایران له ملګرو ملتونو په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې امریکا او اسرائيل دې ګواښونو بس کړي.

تېره ورځ لوړ پوړو ایرانيو چارواکو د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر سره په یوه غونډه کې چې ښکاري د امریکا له پیغام سره تهران ته تللی، خپل شرط بیا تکرار کړ.

ایرانیو چارواکو ټینګار کړی چې له متحده ایالاتو سره د نوو خبرو اترو لپاره د ایران شرط هماغه دی چې امریکا باید د "اسلام اباد تفاهم" ته غاړه کېږدي.

"هرمز تنګی نړیوال تنګی نه دی"

بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له امریکا سره د شخړې پای ته رسولو په موخه لا هم د قطر او پاکستان په منځګړیتوب له متحده ایالاتو سره خپل نظرونه تبادله کوي.

هغه د عراق (الاخباریه) رسنۍ سره په خبرو کې ټينګار کړی چې، "هرمز تنګی نړیوال تنګی نه دی بلکې د ایران او عمان اوبیز سرسیم دی. د دغه تنګي اوبه نړیوالې اوبه نه دي".

ښاغلي عراقچي د تهران او مسقط ترمنځ د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو لپاره پر یوې نقشې هوکړه کړې چې په وینا یې، "که کومه ورځ هرمز تنګی پرانیستل شي نو یوازې هغه به د سمندري چلښت اصلي لار وي چې ایران او عمان پرې موافقه کړې، نه بله کومه لار".

په همدې حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د قطر او پاکستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو د امریکا او یران ترمنځ د منځګړیتوب له امله مننه کړې خو ویلي یې دي چې "وروستۍ پرېکړه" به بیا هم د امریکا ولسمشر کوي.

د ښاغلي روبیو په وینا، ډونلډ ټرمپ په ځلونو دا خبره په ډاګه کړې چې امریکا به هېڅکله داسې هوکړه و نه مني چې په راتلونکي کې ایران ته اټومي وسلو ته د لاس‌رسي لار برابروي.

ده ویلي، "تر څو پورې چې ولسمشر ټرمپ په واک کې وي، ایران اټومي وسلې نه شي ترلاسه کولی".